سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9832
ټول لیدونکې
1360967

ډاکتره زرلښت حفيظ دسولې شاعره اودژوندپه هرډګرکې بريالې ميرمن


2016/25/01

کله چې دافغان ميرمنوپه ژونداوکړونوفکرکوم نوبيامې پخوانې همکاره زرلښته حفيظ مخې ته ودريږي که څه هم شاعراوليکوال نه يم چې دهغې په قلمي خدمتونوبحث وکړم مګرلازم ګڼم چې ديوې فعالې روغتياپالې په ټوګه دهغې دخدمتونوڅخه چې مونږسره يي ناروغانوپه مقابل کې کاوه مننه وکړم که څه هم هغې رشته نسايي ولادي وه مګريوه ډيره ښه جراحي کارپوه هم ده دهغې مينه دطابت سره فکرکوم چې ورته دکورنی رسيدلې ده داځکه چې دهغې دری ورونه ډاکتران دي دميرمن زرلښت ځانګړنه دهغې استعدادپورې تړلې ده دطبابت په هره برخه کې ډيره وارده ده دارواح پوهنی په رشته کې خاص محارت لري کله چې مونږ دواړه پاکستان کې و زمونږهمکاره وه که څه هم په هغه روغتون کې کارډيروخوبياهم دې ترټولونه ډيرکارکاوه اوهمکارانوکې يوې خاص احترام نه برخمنده وه زرلښته هيڅکله هم ستړيانه احساسوي اودهغې دغه برې داخلاص په خدمت کې نغښتي ده دزرلښتې پرويناڅومره چې حرکت کوي په هماغه اندازه انرژي اخلي رښتينولي اخلاص په غريبانوباندی زړه سوې دهغې فطرت کې دمثبت شخص هغه اوصاف دي چې خدای دې ته ورکړی زه په دی نه پوهيدم چې ډاکتره شاعره هم وه داځکه چې ددی محال ويش غيرله دې نه بل چاته معلوم نه وه يعنی شخصي کاريې دروغتون وخت کې نه کاوه يوه ورځ ناڅاپي خبره شوم ډاکتره کاناډاته ځي باورمې نه کاوه ورنه مې ګيله وکړداڅنګه تګ دی مونږنه پټه کړيوه مسکې شوه ويل ماهم باورنه کاوه مګرهرڅه وشودخدای قدرت وه سره له دی چې ټول همکاران يې په تګ خفه وفقط دتګ په وخت کې مويوڅه نقدي مکافات اويوې ستاينليک سره ونازوه اوکلونه کلونه زه يي دحاله خبرنه شوم ددې له تګ نه ورسته مونږته ددې دنشتوالې ډيراحساس وشوکه څه هم ډيرې نورې خويندې دې پوست ته راغلل اولاړمګر ددې ځاې چاونه نيوه کلونه ورسته مې يوځل بيا په فيسبوک کې ددی يوشعرولوست باورمې نه کاوه دابه زمونږ دروغتون ډاکتره وي زړه نازړه مې ترې وپوښتل پدی توګه مې خپل ورکه همکاره پيداکړه چې هماغسي ځوانه اوښه باستعداده په روغتون کې کارکوي اوراډيوهم چلوي شاعري اوليکوا لي هم کوي يوځل مې بياورته وويل موراوپلاردې ښه نوم درته غوره کړی و زرلښت رښتياهم چې زرلښته يي په سپارل شويودندوکې کاميابي ورته غواړم او وياړم پرې چې دافغانستان په ښځوکې داسې يوه ميرمن هم شته چې دافغانوميندواوازدسولې په نغموکې پورته کوي ګرانې ډاکترې نه يواځې زه بلکی ټول افغانستان درباندی وياړي ٠
په درنښت
 ډاکترعبدالله فضلي استرليا

بېرته شاته