سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9855
ټول لیدونکې
1412984

له تکړه او ژبه ور ژورنالېست محترم داؤد جبار خېل سره د زرلښت ډاټ کام مرکه


2016/31/01


د زرلښت ډاټ کام قدرمنو لوستونکيو سلامونه او ښې چاري هيله ده ټول روغ او صحتمند اوسئ ګلونو داځل مو دمرکو په لړ کئ د هېواد تکړه،پياوړی او هڅاند ژورنالېست محترم داود جبارخېل سره د زړه خواله کړي او به افغانستان کې دژورنالېزم ،ژورنالېست،رسنيو او رسنيوالو په هکله مو دده اند اخستی دی راځئ ،د ښاغلي جبار خېل خبرې تاسوته د لوستلو لپاره مخې ته ږدو.
مرکه کوونکی: رفيع الله روشن


پوښتنه: سلام ښاغلی جبار خېل له پېژندنې به يې پيل کړو ،مهربانۍ وکړئ قدرمنو لوستونکيوته ځان ور وپېژنۍ چې دکوم ځای ياست،چېرې مو زوکړه شوې،چېرې ژوند کوئ،زده کړې مو چېرې،څومره اوپه کومه برخه کې کړي دي؟
جواب- مننه له تاسو چې ماته مو د مرکی کولو وخت راکړو   نوم مې داودجبارخیل  د دوست محمد  زوی، ۱۹۸۳ زېږدیز کال د بغلان  ولایت پلخمري ولسوالۍ په شهاب دین  کې زېږېدلی یم.لومړنۍ  زده کړي مو په ملاکنډ پلی کمیپ کې  تر اووم صنف بیا ورورسته دولسم ټولګي د غرغښت عالی لیسه څخه   وروسته بیا ژورنالېزم کورسونه  افغان میډیا سنټر پيښور او ژورنالېزم  نړیوال فدراسیون او یو شمیر له پاکستانی  رسینو کې  زدکړه ، په ۲۰۱۲ کال کې د ابو عالی سینا دارلمعلمین څخه پښتو څانګه نه  فارغ

،       
پوښتنه: ولې مو ژورنالېزم غوره کړ سره له دې چې مسلکي  زده کړې مو هم په بله برخه يا رشته کې کړي دي؟
جواب- ژورنالېزم سره مې له ماشوماتوب ورسره شوق وو دافغانستان  د راډیو تلویزیون نطاقان
انور وفا او عبدالغفور اثر   څخه ډیر زیات متاثر شوم  ځکه هغوي به تل وویل چې تاسو خپل هیواد ته خدمت  وکړی ځکه ژورنالېزم د یو هیواد پوره نظام کې بدلون  رامنتځه کولی شې بیا هغه و چې اخر د ژورنالېزم میدان ته مې مخه کړه

.
پوښتنه: تراوسه مو له کومو رسنيوسره کومې دندې ترسره کړي او لومړنۍ دنده مو څه وه؟
جواب ، په ۱۹۹۹ کې د وحدت ورځپاڼې سره او  سهار ورځپاڼې او ۲۰۰۲ کال کې د اردو ورځپاڼه پاکستان اسلام او په ۲۰۰۴ کال د نوی پاکستان اخبار سره مدیر په توګه ،او له ولس خبری اژانس سره کار اوله سپوږمې پاڼه   خبرین  او صحافت  اخبار سره همکار او د سرحد یونین اف جرنالسټ صدر له ابشار هفته نامه او اینه هفته نامه  ، ورورسته بیا دالمان غږ  رادیو سره خبریال له ۲۰۰۶ نه تر اوسه پوری له امریکا غږ ډیوه راډیو خبریال  او فوتو ګرافراو له کوهستان نیوز او افغان ځواک او افغان ځوان پاڼو سره همکار

پوښتنه: ژورنالېزم او ژورنالېست څه ډول تعريفوې؟
جواب- ژورناليزم داسې مسلک دی چې بايد کار کونکی ېې لږ تر لږه د ټولو د ټولو مسلکونو او ادارو په اړوند معلومات ولری چې د مخامخ کېدو سره سم پرې خپل رپوټ برابر کړي . او په راپور کې ورته څه مشکلات نه وي ، ژورنالېست یا خبریال  باید په ټولو چارو کې معلومات ولری او په ورځپاڼو، رادیو او تلویزیون کې خبرونه وړاندې کوي او په سمه توګه د ولس ترجمان وي

پوښتنه: ستاسوپه اند په افغاني ټولنه کې رسنيو خپل رسالت ترکومه حده په سمه توګه ترسره کړی دی؟
جواب- د طالبانو د رژیم له راپرزېدو وروسته په افغانستان کې رسینوبازار ډیر زیات ګرم شو  بې شمېره  انځوریزې، غږیزې او چاپي رسنۍ یو شمیر رسنۍ بیا پروژو ولاړې رسنۍ وې  د لنډ وخت لپاره خو زما په نظر په ټولنه کې رسنيو خپل رسالت  ډیر کم کړی د یوشمېر رسینو مشران او یاهم هغه کسان چې د یوشمېر سیاسي کړیو ملاتړ کوي، له رسنیو څخه د اقتصادي مافیا په توګه ګټه پورته کوي. دغه خو بیا رسنيو خپل رسالت نشو په افغاني ټولنه کې رسنيو خپل رسالت  هغه پوره په سمه توګه تر سره کولی شې چې   له رسنیو سره دولت همکار وې  درسینو لپاره قانون او داسې نور څه

.
پوښتنه:په اوسني وخت کې دافغان ژورنالېستانو پر وړاندې پرتې ننګونې څه دي؟
جواب- په اوسني وخت کې دافغان ژورنالېستانو پر وړاندې ننګونې له نورو هیوادو ډیری زیاتي دې  یو مثال یې  په روان میاشت کې  رادیو کلید یو خبریال اسحق اکرمی  باندی په بامیانو کې دپولیسو لخوا برید په یو شمیر سیمو کې چې امن وې بیا هلته هم خبریالان له نویو ګواښونو لکه ژبني، قومي او کاري خوندیتوب نه برخمن نه دي، او له همدې امله له ګواښونو سره مخامخیږي د خبريالانو تښتول او ګواښل عادي کار دي د ژورنالېستانو د ژوندانه د خوندي توب لپاره په افغانستان  کې حکومت نه کوم پلان جوړه کړی او نه یې لری چې ډیره دافسوس خبر ده ورځ تربلې د ژورنالېستانو پر وړاندې تاوتريخوالى زياتېږي

پوښتنه: ايا په افغانستان کې له تصويري،غږيزو او ټولنيزو رسنيو څخه په سمه توګه استفاده کېږي؟
جواب- نه په افغانستان کې له تصويري،غږيزو او ټولنيزو رسنيو سمه اسفاده نه کیږی او سياسي اختلافي مسايلو ته لمن وهي   دغو سياسي اختلافي مسایلو ته لمن وهل هم دافغانستان په کورنۍ جنګ باندی اغیزه کولی شي


پوښتنه: په ځينو ټولنيزوشبکو کې په مستعارو نومونو ادرسونه جوړېږي تاسو د يوه رسنۍ وال په صفت دغه کار څنګه ارزوئ؟
جواب-  یو ستر شخص په نوم  ادرس جوړول ښه کار نه خو بیا ځینی د مشکلاتو له امله که دغه کار وکړی څه تاوان نده ،ځکه ځینی وخت  حالت هم داسې  وې چې سړی په خپل نوم کار نشې کولی

پوښتنه: ډیروخت په رسنيو کې د ځينواشخاصو لخوا د نورو اشخاصو،قونو او توکمنو توهين کېږي  ستاسو په اند دا کار څنګه دی او څه ويل ورته لرئ؟
جواب- دغه ښه کار نه  ده چې څوک یې کوې خو بیا دغه کس او رسنۍ  عمر ډیر کم وې  او خلک ورباندی اعتبار هم نه کوي  ځکه رسنۍ باید دچا خلک کار ونکړی او تل لپاره اذاده وي

پوښتنه:  په رسنيو باندې د مخالفينو لخوا حملې کول او د ژورنالېستانو وژل له خپله انده څه ډول بولئ؟
جواب- د ټولو ملی او بین المللی قوانینو پر خلاف کار ده ځکه  خبریال  د  یو هیوادد دولت اوملت ترمنځ پُل وي او پُل څخه خلک دتېرېدو را تېرېدو لپاره استفاده کوي او ژورنالېست د ټولنې  ترجمان وی که کوم هیواد کې خلک او حکومت کې نااهل خلک وي هلته په داسي کارونو کیږی افغانستان هغه یو هیواد  ده چې ژورنالیستان خپل ژوند تل په خطر کې ګڼی

پوښتنه: نن سبا له ډیرو افغاني ټلوېزيونونو څخه مبتزل ،غير اسلامي او غير اخلاقي سريالونه او خپرونې نشرېږي ستاسوپه اند افغاني دود،دستور او کلتور ته په کتلوسره دغه کړنې څومره بدې اغېزې کولی شی او څنګه کېدای شي مخه يې ونيول شي؟
جواب-دغه دنورو هیوادو له خو افغانستان باندی کلتوري یرغل ده د هندوستان  او ایران  ترکیه سريالونه، د افغانستان له رسنيو څخه ډير زيات خپريږى،چې كلونه كلونه كيږي هغو زمونږ د پراخي خاورې پرفرهنګ ژبې او هنر دخپلې واكمنۍ سيوري غوړولي دى  د کابل یوه اوسدونکې صدف د هندې سریالو بار کې وائې:  یو ورځ  زما کشر ورور مې د وړې خور کوډۍ ته سجد کول ما ورته وویل دغه ته څه کوې هغه جواب کې راته وویل چې په امتحان زندګي  سریال  کې هم خلک کوډې ته سجد کوې  هغه ورځ څخه مې وروسته  تلویزن له کور څخه ورک کړو  ځکه چا  دنوې نسل لپاره ئې ساتل ښه نه ؤ


پوښتنه: په پای کې د ژورنالېزم له ډګر څخه خپله یوه خوږه اويوه ترخه خاطره راسره شريکه کړه؟
جواب-ترټولو ښه خاطره زما دکار غلطی ده او تر ټولو ترخه خاطره  مې  ښه کار ده خو بیا دغه زما نظر ده ژورنالېزم په ډګرتر ټولو ښه خاطره له  خپلومشرانو څخه دهغوي مینه ده چې ماته یې راکوي
او تر ټولو ترخه هغه ورځ کې راپور پیدا نکړم.
مننه کور مو ودان چې وخت مو راکړ.
 تاسو څخه هم یو جهان مننه کور مو ودان

رفيع الله روشن

بېرته شاته