سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9834
ټول لیدونکې
1362664

د تړون اونيزې اته ويشتمه ګڼه له چاپه راووته


2016/08/02

تړون د خپلو خپرونو په لړ کې اته ويشتمه ګڼه له چاپه راوويسته چې په بېلا
بېلو علمي، سياسي، فرهنګي، ټولنيزو او هنري موضوعاتو مزينه شوي ده.
سر مقاله يې "د غصب په وړاندې مبارزه بايد له افرادو تر ادارې وشي" تر
سرليک لاندې ليکل شوي ده. په سرليکنه کې راغلي چې د افغان حکومت په
وړاندې يوه ستره ننګونه د ځمکو غصب دى، خو د دې ننګونې سره مبارزه يوازې
له ملکي وګړو د ځمکو نيول او د دوى ګواښل کفايت نه کوي، بلکې د دې پروسې
ملاتړ کوونکو ريښې د د حکومت له ادارو وويستل شي.
ليکوال په دې نظر دى: تر هغې چې د مافيايي کړيو ريښې په دولتي ادارو کې
لنډې نه شي او ټول هغه لوړپوړي او ټيټ پوړي چارواکي چې په شکل د اشکالو
له غاصبانو سره مرستې کوي له قانوني مجازاتو سره مخامخ نه شي، تر هغې د
غصب په وړاندې مبارزه رښتيني کيداى نه او خلک هم په واقعي ټوګه د ځمکو
څښتنان کيداى نه شي.
په دې سربېره خوست کې د باغونو او مالدارۍ په برخه کې پراخه کارونه
پيلوو، هر انسان انساني عاطفه لري، د فسبوک جوړونکى د نړۍ شپږم شتمن شو،
غني: د هر افغان جيداد بايد شرعي قباله ولري، خپل وطن ګل وطن د فوټبال
لوبې ټورنمنټ پاى ته ورسيد، ١٩٤ په زړه پورې حقايق او د رنګينې پاڼې تر
سرليک لاندې د ځوانانو شاعرانو په خپله غيږ کې لري.
د تړون اونيزې مينوال کولاى شي چې تړون اونيزه په خوست کې د ټولو کتاب
پلورنځيو، په پکتيا ولايت کې له علمي کتابتون او پلازمينه کابل کې له
بايهقي کتاب پلورنځۍ څخه ترلاسه کړي.


 

بېرته شاته