سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9832
ټول لیدونکې
1361033

له تکړه شاعر،ليکوال،ژورنالېست او هڅاند ځوان ښاغلي زبيح الله ايمان سره د زرلښت ډاټ کام مرکه


2016/09/02

د زرلښت وېبپاڼې ګلونو لوستونکيو سلامونه اودرناوې د ټولود روغ صحت او سوکاله ژوند هيله لرم،زړه ته را تېرو دادی په دې اونۍ کې مو هم د ادب،سياست او ژورالېزم له باغونو يوماليار غږ ولی دی دده د زړه خواله مو اخستي ترڅو يې له تاسوسره شريک کړو،راځۍ دنوم او هنرونو په هکله يې همدلته زه معلومات درکړم اونور يې تاسې له ورسره شوې مرکې خوند واخلۍ او په هکله يې پوه شئ.
دغه ګلبوټۍ تکړه شاعر،ليکوال او ژورنالېست ښاغلی زبيح الله ايمان دی نو دا هم تاسې او داهم ايمان سره وغږېږۍ.

مرکه کوونکی: رفيع الله روشن

پوښتنه: سلام او درنښت ښاغلی ايمان که دمرکې له دود سره سم قدرمنو لوستونکيوته ځان ور وپېژنې چې د کوم ځآی یاست،چېرې ژوند کوئ،څومره عمر لرئ،څومره اوپه کومه برخه کې مو زده کړې کړي او څه دنده او چېرې لرئ؟
ځواب: بسم الله الرحمن الرحيم. وعليکم وسلام،  ډېره زیاته مننه، نوم مې ذبېح الله تخلص مې اېمان، د ميدان وردګو ولایت، سيد اباد ولسوالۍ اوسېدونکې، اوس مهال کابل، خوشحال مينه کې ژوند کوم، ۲۳ کاله عمر لرم، زده کړې مې د کلي د مسجد له ملا څخه پيل کړې دي، تر نهم ټولګیه مې په خپل ولایت کې ښوونځی لوستی دی، وروسته بیا په کابل د ميرغلام محمد غبار په ليسه کې پای ته رسولې دي او اوس مهال د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د څلورم کال محصل یم.

پوښتنه: د ادبياتو پوهنځۍ دمحصل په توګه ادب څه ډول راته تعريفوئ؟
ځواب: ادب هر څوک جلا جلا تعريفوي، د ادب یوه مانا پوهه او ځېرکي ده، وايي چې دا کلمه د عربي ژبې د هذب څخه اخستل شوې، هذب د تهذیب او اخلاقو په مانا هم کارول کیږي، په عربو کې د هذب کلمه دلومړي ځل لپاره د هغې ونې لپاره وکارول شوه، نو ويلی شم چې ادب، پوهې، ښه اخلاق او ځيرکۍ ته وایي.
پوښتنه: ايا دا رښتيا ده چې شاعر بايد له ادبياتو فارغ وي؟
ځواب: نه! شعر په ادبیاتو پوره دومره اړه نلري، بلکې یو خدایي استعداد دی، هر څوک کولای چې چې هنري ذوق او مينه له شعر او شاعري سره ولري، کولای شي شاعر شي.

پوښتنه: ستاسو مينه د چا د شعر په لوستلو له دې فورم سره پيداشوه او ايا په شاعرئ کې ځانګړی سبک لرئ که بل څوک تعقيبوئ؟
ځواب: په شعر کې د حمزه بابا غزل زیات خوند را کوی، او په اوسنيو شاعرانو کې د کاروان صيب شاعري مې د خوښې وړ ده، په شاعرۍ کې ډېرې د حمزه بابا سبک تعقيبوم.

پوښتنه:تراوسه مو څومره اوپه کومه برخه کې شاعري کړي او ایا کوم چاپ شوی اثر هم لرئ کنه؟
ځواب:تقريبا زما د شاعرۍ درې کاله کېږي، په دې موده کې ۵۰۰ غزل او نظمونه ليکلي دي، چې ډېرې د هېواد د شته ناخوالو په اړه دي، یو څه د مينې او جانان په اړه.هاهاهاها

پوښتنه: شعرته څه تعريف لرئ؟
ځواب: هو، زما په نظر شعر بغاوت دی!
شعر د ژبې د ګرامري او نحوي قوانينو نه بغاوت دی. چې د خپل احساس د افادې لپاره یې شاعر د خپل زړه څه باسي. خو نورو علماوو او پوهانو هم جلا تعريف کړی دی، مثلا بېدل صېب وایي، هره بې مانا خبره شعر دی، خو هر چا د خپل نظره تعريف کړی دی.

پوښتنه :- تلپاتې شعرکوم دې ؟
ځواب: تلپاتې شعر، هغه شعر دی، چې تل لپآره پاتې شي، بلکې په یوې زمانې پورې تړل شوی نوي. لکه حمزه بابا چې وایي:
دلته خاوندان د محلونودی خدایان ربه
بله بس د خټو بې محله دنیا جوړه کړه

وایم زه حمزه ربه په کارکې دې کار نلرم
هسې مې خیال راغی یوه بله دنیا جوړه کړه
پوښتنه :- اوسنی شاعری له په خوانی شاعری سره څنګه پرتله کوې؟
ځواب: اوسنۍ شاعري له پخواني سره دا توپير لري، چې پخوانۍ شاعري همغه د پخوا حالت موږ ته ښيي او په اوسني وخت کې چې کومه شاعري ده، د نن وخت ستونزې او حالت شيي، خو په اوسنۍ شاعري کې نوښت زیات تر سترګو کېږي. تر پخوا اوس ښه شاعري شوې ده.

پوښتنه :- په شعرکې منطق څه ته وایی اوڅومره اړین دی؟
ځواب: په شعر کې منطق هغه څه دي، چې د شعر پخوالی ښيي او منقط یا استدلال په شعر کې مهم رکن دی چې کولای شي شاعر په ډېر زیاضت سره دې درجې ته و رسېږي. اړين ځکه دی چې د هر چا د وس کار دی ریاضت غواړي.
پوښتنه :- دشعرونوترڅنګ ، لنډې کیسې ، داستانونه ،ادبي ټوټې هم ليکې اوکنه؟ځواب: بلې، لنډې کيسې، ادبې ټوټې او ليکنې هم ليکم.
پوښتنه :- په شعرکې ردیف ، وزن اوقافیه څه ته وایی؟
ځواب: رديف له قافیې نه وروسته چې کوم څه وي هغه رديف دی او قافیه د شعر خوند جوړوي لکه په خوړو کې مالګه البته په غزل کې په نظم کې یوازې اهنګ او وزن مهم دي. نو وزن او اهنګ چې شعر ونلري هغه هېڅ شعر نه دی بلکې نثر ورته وایو.
پوښتنه: د ژورنالېزم په برخه کې مو څومره کار کړی دی؟

ځواب: د ژورنالېزم په برخه کې مې هم کار کړی دی دپوهنتون په لومړي ټولګې کې مې د ګوربت راډیوتلويزیون سره یو کال کار کړی دی او په ميوند تلويزیون کې مې هم د خبرونو د اډيټور په حیث یو څه وخت کار کړی دی.
پوښتنه :- دخوښې وړرسنۍ دکومه یوه ده ؟
ځواب: د خوښۍ وړ رسنۍ مې په تلويزیونو کې شمشاد، په ټولنيزو رسنیو کې فېسبوک او ټويټر، راډیو کې سپوږمۍ او بي بي سي، په اخبار کې سرنوشت بس!

پوښتنه:- یوښه ژورنالیست کومې ځان ګړتیاوې لری؟
ځواب: ښه ژورنالېست ته خو ډېرې خبرې پکار دي، البته یو کتاب خبرې دي خو زه یوازې دا وایم چې یو ښه ژورنالېست باید بې طرفه وي، او کره څه را واخلي، کوم چې په صحنه کې ليدل شوي وي. بلکې د کومې ډلې طرف ونه نيسي ځکه چې، خبریالي یوه مقدسه دنده ده نو د کوم لورې بر او ټيټ ويل به ظلم وي. ژونالېست باید حقيقت ويونکې وي.
پوښتنه :- هغه رسنۍ چې زموږدملی اواسلامی ارزښتنوسره په ټکرکې دی ستاسوپه اند ولې يې مخه نه نيول کېږي او د چا دنده يې بولئ؟
ځواب: مخه نيولو ته یې زه هم حيران یم، چې ولې یې مخه نه نيول کېږي، اما دا کار د اطلاعاتو او کلتور وزارت دنده ده، چې مخه یې ونیسي.
پوښتنه:- ژورنالیزم يعنې څه او ژورنالېست يعنې څوک؟ځواب: ژورنالېږم یانې د ولس غږ را پورته کول؛ او ژورنالېست د هغه رسونکې دی تر لوړ پوړو چارواکو پورې

.
پوښتنه: په زړه پورې خپرونه او په زړه پورې خبريال موڅوک دی؟
ځواب: په زړه پورې خپرونه مې د شمشاد جوړ پخير او د خوښې خبریاله مې ښايسته سعادت لامع

.
پوښتنه: د ليکوالۍ له ډګره دې راته ووايه چې څومره مقالې موليکلي اوپه کومه برخه کې؟
ځواب: تقريبا۱۲۰ مقالې مې ليکلې دي، چې ډېری د هېواد، سولې او مورجانې په اړه دي.
پوښتنه: ايا کوم نثري کتاب موچاپ شوی کنه؟

ځواب، نه، تر اوسه چاپ نه دی، خو پخير په راتونکې کال کې به یې چاپ ته ور کړم.
پوښتنه: کله چې يوڅوک ليکنه کوي بايد کوم ټکي په نظر کې ونيسي؟
ځواب: ليکنه هم داسې ده لکه یو ژورنالېست چې خبر را ټولوي او واقعيت به پکې وایي، نو په ليکنه کې هم کره خبره، اصلي مالوماتو ته لاس رسي؛ او پوره د ليکوالۍ په تول باید تللې وي. له درواغ، غلا او پرړو نه باید پکې څه نه وي.
پوښتنه: ايا هرڅوک کولی شي ليکوال شي؟
ځواب: هو، ليکوالي کسب کېږی، هر څوک کولای شي ليکوال شي، هغه که انجينر وي، د انجينرۍ به برخه کې، اديب د ادب په برخه کې، حقوقپوه د حقوقو په برخه کې او ....

پوښتنه: دخوښې وړ ورزش،دخوښې وړ لوبغاړی، د خوښې وړ لوبه او دخوښې وړ لوبغالی مو کوم دی؟
ځواب: د خوښې وړ ورزش مې کامپو، د خوښې وړ لوبغاړی مې  شاپور ځدران، د خوښې وړ لوبه مې د واليبال، د خوښې لوبغالی مې غازي سټېډيم.

پوښتنه:کوم رنګ،دڅه شي خوند،کوم هنر،کوم څښاک،کوم خوراک اودڅه شي بوی موخوښ دی؟
ځواب: سور رنګ د ګلاب، د علم خوند، هنر شاعري، څښاک د ګازرو اوبه، خوراک لوبیا او د کوبرا عطرو بوی مې خوښ دی.

پوښتنه: د چا خبرې،دچا جديت،دچا خندا،دچاغوسه او دچا تمثيل دې خوښ دی؟
ځواب: د مورجانې خبرې، جدیت مې د مشر ورور امان الله اېمان، خندا د جانان هاهاها او تمثيل مې دلته د هېچا نه دی خوښ.

پوښتنه: خپل کوم عادت دې خوښ اوکوم دې بد راځي؟
ځواب: د خوښې عادت مې دادی، چې په غريبانو مې زړه دردېږي، بد مې بیا داید چې په هر چا ډېر زر باور کوم.
پوښتنه: مشر اولاد مو څه نومېږي او واده مو په خپله،د مېرمنې او که دوالدينو په خوښه کړی دی؟
ځواب: تر اوسه هېڅ نشته دي هاهاهاها

پوښتنه: هغه څه چې سکون او ارامښت درکوي څه دي؟
ځواب: کله چې ښه غزل وليکم، او ورځنی مهالوېش مې په ځان تطبيق کړم.
پوښتنه:څه شی مو دستړتيا لامل کېږي؟
ځواب: په هېواد کې روانه جګړه مې ډېر ځوروي او ستړی کړی یې یم.

پوښتنه: په زړه پورې ولسمشر مو څوک دی؟
ځواب: شهيد سردار محمد داود خان (رح)
پوښتنه: کوم سياست مدار مو خوښ دی؟

ځواب: استاد فیض محمد ځلاند، ځکه د ولس د زړه خبرې کوي.
پوښتنه: ژوند څه ډول تعريفوئ؟
ځواب: ژوند د ناخوالو یوه ټولګه ده، چې پرېښودل یې نا ممکن دي، بلکې د مخ بيولو لپاره باید انسان اوږه ور کړي.
پوښتنه: په ژوند کې ترټولو دڅه يا چا شتون مهم ګڼئ؟

ځواب: د مورجانې! ځکه مورجانې مې نشته ده! خو بیا ښه ملګری مهم دی.
پوښتنه: له ما څه پوښتنه کوې؟
ځواب: ستا څخه، ته وه زه چورت ووهم.......... په ما کې دې کوم عادت او څه خوښ شول؟
ځواب: د ورځني مهالو وېش په ځان تطبيقول.
پوښتنه: کومه پوښتنه دې خوښه نشوه؟

ځواب: ټولې مې خوښې شوې.
پوښتنه: ځوانانوته څه پيغام لرئ؟
ځواب: ځوانانو ته پېیغان دادی، چې زده کړې وکړي، تر څو هېواد له دې ناخوالو څخه وباسو. تر څو په یوه سرلوړې او ارامه فضا کې ژوند وکړو، د چا د اوږو بار نشو او وطن جوړ کړو.
مننه چې زرلښت  ډاټ کام ته مو وخت ورکړ.
تاسې نه هم مننه چې زموږ خبرې مو د زرلښت ډاټ کام د لوستونکو تر سترګو پورې ور و رسولې.

زرلښت ډاډکام:- ښاغلی رفيع الله روشن دمخکنيوهمکاريونه دی يوه نړۍ مننه هڅه وکړه چې دشاعراويادليکوال دغوره ليکنونه شعرونه اوليکنې هم دبيلګۍ په توګه ولری اومرکې دښځوسره اړين ګڼل کيږي دامکان په صورت کې دابه ډيرښه وي

رفيع الله روشن

بېرته شاته