سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9884
ټول لیدونکې
1451086

له صايمه فضلي سره دزرلښت ډاټ کام مرکه


2016/13/02

چې خبرې يې له کاره کمې ندي
لوپټې مو له دستاره کمې ندي

د زرلښت ډاټ کام ګلونو لوستونکيو په سلامونو مو هرکلی کوم او لکه د تل پشان ستاسو د روغ صحت او سوکاله ژوند په هيله يم،دوستانو د زرلښت وېبپاڼې د مرکو په لړ کې مو داځل د ننګرهار ولايت له ښېوې ولسوالۍ څخه ليدنه کړې او په دې ولسوالۍ کې مو ستاسو د لوستلو لپاره له داسې يوچاسره مرکه کړې چې څښتن تعالی يوه خاصه پوهه،ديانت او ذکاوت ورکړی دی دوستانو دغه په ايروکې پټ لعل آغلې صايمه فضلي ده،چې تراوسه فکر نکوم تاسې به ددې اغلې په هکله څه لوستي او يا هم اورېدلي وي نو موږ د زرلښت په څپو له  نوموړې سره دهغې د ژوند،زده کړو،ارمانونو اوهيلوپه هکله خبرې کړي دي ، دا خبرې تاسوته مخکې ږدو او پخپله يې ولولئ.
مرکه کوونکی : رفيع الله روشن

روشن: سلام ورځ مو پخير څنګه ياست ؟ اغلې فضلي د زرلښت وېبپانې له قدرمنو لوستونکيو سره پېژندګلوي وکړئ چې مکمل نوم موڅه دی،چېرې ژوند کوی ،څومره زده کړې مو کړي او په کومه برخه کې؟
فضلي: عليکم سلام ډېره مننه کوم ښاغلی روشن صيب! ستاسوهم ورځ پخير هيله ده ښه اوسئ او په خپله جونګړه کې تاسوته ښه راغلاست وايم.
نوم مې صايمه ده او فضلي تخلص کوم د فضل محمد لوريم، له اره د ننګرهار ولايت د ښېوې ولسوالۍ د شګې اوسېدونکې ،همدامې پلارنی ځای دی او په همدې ځای کې مو استوګنه ده،په خټه پښتنه يم،سږ (۱۳۹۴)کال دشګې دنسوانوعالي لېسې څخه په لومړئ درجه فارغه شوم.

روشن:ډېرښه نو په لومړئ درجه بريالي کېدل دې درته مبارک وي اوس نو داهم راته ووايه چې کوم هنر يا مسلک مو خوښ دی؟
فضلي:ډېره مننه خدای مو ژوندئ لره،هو په حقيقت کې بايد هرڅوک دخپلو ثانوي زده کړو پرمهال تر فراغت دمخه د لېسانس دورې يا لوړو زده کړو او راتلونکي انتخاب باندې فکر وکړي، نو ماهم فکر کړی دی او غواړم په راتلونکې کې په بېلابېلو برخوکې زده کړې وکړم داچې د زده کړو ډېره مينه واله يم نو په يوه لېسانس مې تسکين نه کېږي غواړم څو لېسانسه ولرم ،په همدې شکل ماسټري او دکتورا هم خو لومړی انتخاب مې ژورنالېزم دی.

روشن: و مو ويل چې ژورنالېزم مو لومړی انتخاب دی کېدای شي دليل يې راته ووايې؟
فضلي: دليل يا لامل يې دادی چې له ژورنالېزم سره ځکه ډېره علاقه لرم چې د هېواد،سيمې او نړۍ له مختلفو اوښتونونو او هر اړخيزو حالاتوڅخه په مختلفو وختونوکې يې پر مټ خبرتياترلاسه کولی شو او که چېرې ورته ژمنتيا و اوسي نو تر ټولو مقدس اوبې پرې مسلک دی نو د همدې لامل له مخې مې له دې برخې سره ډېره علاقه ده،نو غواړم چې په يوه سالم رقابت کې له نورو هم مسلکو سره پرته له کوم تعصبه ونډه واخلم او په ټولنه،هېواد او نړۍ کې د يوې موفقې ژورنالېستې په نوم ياده شم.

روشن: داچې له دې برخې سره ستاسو دومره علاقه ده نو حتمي ده چې په خپل هېواد کې به مو شته رسنۍ هم ډېرې څارلې وي اياستاسوپه اند هغه کار کوونکي چې په افغاني رسنيوکې کار کوي مسلکي او ايا افغاني رسنۍ معياري دي کنه؟
فضلي: ‍‍‍‍ هوپه دې کې شک نشته چې مسلکي کارکوونکي به هم وي خو په ټوله معنی مسلکي کار کوونکي په هېڅ رسنۍ کې نه پيداکېږي ولې چې افغانستان د ميډيا يا رسنيو په برخه کې لا بېخي د تاندې ځوانۍ په مرحله کې ده خوپه همدې تاند حالت کې يې ډېر لوی او طولاني سفر او مزل وکړ خو کاش دغه سفر او مزل  يې په برياليتوب او په هېوادنۍ ګټه سمبال تر منزله رسولی وای،په افغاني رسنيوکې  ډېر وخت افغاني دود،کلتور او پولې تر پښو لاندې کېږي  اډېری اشخاص د کار يادولو يا علاقې له مخې ګمارل او جذبېږي، دبېلګې په ډول:  داوطلب شخص په داسې حال کې چې يايې هېڅ زده کړې نه وي کړي او که کړې يې هم وي په بله برخه کې مګر هغه  خوښوي چې د ټلوېزيون پر سکرين راشي،په راډېوکې يې اواز واورېدل شي او خلک يې وويني يا واوري  او د رسنيو مالکين بيا خوښوي چې پيسې يې له لاسه ونه وځي نو ځکه ډېری کار کوونکي په داوطلبانه توګه ګمارل کېږي چې هغوی په هېڅ ډول معياري او په ټولو ژورنالېستيکو اصولو برابرې خپرونې او خبرونه نشي برابرولی همدا ستونزه ده چې ډېری رسنۍ او کار کوونکي له پامه غورځول شوي دي او خلک نه غواړي چې تعقيب يې کړي.

روشن: اغلې فضلي ايا ستاسوپه اند په افغانستان کې له ټولنيزو او انلاين شبکو څخه سالمه استفاده کېږي؟
فضلي: که چېرته په حقيقت سترګې پټې نکړو نو بايد ووايو چې نه هېڅکله ورڅخه سالمه استفاده نه کېږي که چېرې په عمومي توګه فکر وکړو نو په سلوکې۸۵٪ وګړي ورڅخه غير سالمه استفاده کوي،د بېلګې په ډول يوڅوک  په دې بسنه نه کوي چې په فيسبوک کې دې يو اکاونټ يا ادرس ولري بلکې يوشخص څو ادرسونه جوړوي او هسې عبس يې ځان پکې مصروف ساتلی وی تر ټولو بد يې دا چې ډېر ځوانان د نجونو په نومونو بېلابېل اکونټونه جوړوي اوبيا ورباندې نورو ځوانانو او نجونوته ازار ورکوي په همدې ډول ډېرې نجونې په مستعارو نومونو ادرسونه لري او دوی هم ورته کارونه کوي چې دا يوه غير سالمه استفاده ده چې په هېواد کې له ټکنالوجۍ څخه کېږي،خو ددې هرڅه لامل زه بېکاري او ناپوهي بولم که چېرې ځوانان په کارونو وګمارل شي نو بيا دوی له ټکنالوجۍ څخه غير سالمې استفادې ته وخت نشي پيدا کولی اوس خو ټول بېکاره دي نور کارونه نه لري ټوله ورځ په فيسبوک او نورو ټولنيزو شبکو کې مصروف وي اويو په بل پسې خبرې او پوسټونه کوي،ددې ترڅنګ که موږ وګورو له مخابراتي شبکو څخه هم په هېڅ ډول سمه او کارنده استفاده نه ده شوې،په يوه لسيزه کې دننه په افغانستان غوندې هېواد کې چې له هر اړخيزو مشکلاتو  لکه، اقتصادي،سياسي،فرهنګي اوټولنيزو سره مخ دی اوه مخابراتي شبکې رمنځته شوې،چې زما په اند دا پخپله آن له ټکنالوجۍ څخه غير  سالمه استفاده ده،ځوانان پرې له کاره وېستل شوي دي،سرمايه پرې عبس مصرف کېږي او د خلکو دازيت اوازاد باعس هم کېږي.

روشن: آغلې فضلي لکه څنګه چې تاسو په هېوادکې خابراتي شبکوته اشاره وکړه ايا د افغانستان هر اړخيزو حالاتوته په کتلوسره د رسنيو زياتوالی په دې هېواد ورته ستونزې نه رامنځته کوي؟
ځواب: د رسنيو زياتوالی په هغو هېوادونوکې چې په هر لحاظ پرمختللي وي ښه دی خو په افغانستان غوندې هېواد کې د رسنيو زياتوالی په ګټه نه بلکې په زيان دی،ځکه چې دلته څوک مسلکي توب او معياري توب ته ژمن او په احترام سره قايل ندي، اوهرکله چې دغه اصول تر پښو لاندې شي د ګټې پرځای يې زيان ډېر ليدل کېږي،دلته خو ډېره تکيه رسنۍ په بهرنيو سريالونو،فلمونو ،ډرامو او تجارتي اعلانونو کوي.

روشن: رسنۍ يا مېډيا څه ډول تعريفوئ؟
فضلي:  رسنۍ يا مطبوعات د بشري ټولنې تر ټولو ارزښتمن او اړين رکن دی ،د ټولنيزو اړيکو يوه مهمه وسيله او ددولت او ولس ترمنځ د ارتباط ورکوونکې وسيلې په توګه استعمالېږي اوهر څومره چې په يوه ټولنه کې رسنۍ پرمختللې ،ازادې او ناپېيلې وي په هماغه اندازه هغه ټولنه د عدالت او برابرۍ په ستنو ولاړه او د ظلم ،بربريت ،تعصب او تېريو څخه خلاصه وي،رسنۍ په يوه ټولنه کې مخکښ رول لوبوي او هر لوري ته چې و غواړي هغه ټولنه راکښلای شي او همدا ازادي،بې پرېتوب اوشفافيت ددې لامل شوی چې د دولت ددرې ګونو قوواو ترڅنګ څلورمه قوه يا ځواک  مېډيا يا مطبوعات دي او داهرڅه په هغه وخت کې د پلې کېدا او ارزښت وړ وي هلته چې مسلکي توب،شفافيت،بې پرې توب اوپه کوم اړخ کې نه واقع کېدل منل شوي وي.

روشن: که چېرې صايمه په حقيقت کې يوه ژورنالېسته شي  نو د ورپورې اړوندې رسنۍ دښه والي لپاره به څه وکړي؟
فضلي: ترهرڅه دمخه به مسلکي زده کړې وکړم،بيابه له خپلې ادارې سره دخپل مسلک په رڼاکې سالمې مشورې شريکې کړم اوپه عملي کولوکې به يې لازم اقدامات وکړم ،خو ترټولو دمخه به په هغې رسنۍ کې د تفريحي او بې فايدې خپرونو پرځای په نورو ټولنيزو او ګټورو پروګرامونو کار وکړم او هغه ډول خپرونې به برابرې کړم چې زموږ په ټولنه کې ورته خلک اړتيا لري ،اوس چې رسنيوته وګورو يا يې واورو ټولې خپرونې يې تفريحي او سندريزې دي فکر کېږي چې موږ يواځې خندا او سندروته اړتيا لرو نه نورڅه ته ،موږ بايد فعاليت وکړو او په سمه توګه فعاليت او نور بايد دا فرهنګ له خپل منځه لرې کړو چې هېواد مو څو لسيزو جګړو ځپلی دی او داخلک نور ژړا نه بلکې خندا ته اړتيا لرو ،بلکې زما په اند دا يوه ناسمه انګېرنه او درک دی ،هو موږ خنداته هم اړتيا لرو مګر که خندا هم له اندازې زياته شي بيا زهر ورڅخه جوړېږي او انسان له منځه هم وړلای شي.
د خندا پرځای بايد په بله داسې يوه حل لاره کار وکړو چې زموږ په ټولنه کې ځورېدلي او کړېدلي خلک له هماغې څخه په تقليد کولو سره خپل ژوند په سمه توګه مخته يوسي يواځې خندا او تفريح مو ژوند نه شي را جوړولی.

روشن: ستاسوپه اند څه بايد وشي چې د افغاني رسنيو کميت او کيفيت دواړه معياري شي؟
فضلي: ددې کار لپآره زما په اند لازمه ده چې ترهرڅه دمخه حکومت درسنيو او د رسنيو د کار کوونکيو د استخدام  لپاره يو جامع او ټولمنلی  قانون اوپاليسي جوړه کړي اوڅارنه ترې وکړي اوددې ترڅنګ بايد د شخصي رسنيو مالکين په رسنيوکې مسلکي اشخصاص و ګماري او دکار معادل معاش ورکړي ترڅو کارمند په پوره ډاډ او صداقت سره خپلې چارې په سمه توګه ترسره کړي اوخپل مسلک ته ژمن اوسي نوکه چېرته دې شيآنوته پاملرنه وشي او عملي شي نو هرور مرو به افغاني رسنۍ د برياليتوب په لور ګام واخلي.

روشن: ژورنالېست بايد د کومو اخلاقو او اوصافو در لودونکی اوسي؟
فضلي: ژورنالېست بايد مسلکي شخص اوسي،ژورنالېستيک اخلاق ولري،خپل مسلک ته ژمن شخص اوسي،خپل مسلک بايد د شخصي دوستانې او دښمنۍ قرباني نکړي اوتر ټولو مهمه دا لکه څرنګه چې د ژورنالېست په تعريف کې په بې پلوۍ ټينګار کېږي همداسې بايد په کوم اړخ کې واقع نشي ترڅو خپل مسلک او رسنۍ تر سوال لاندې رانه ولي.

روشن: د خوښې وړ خبرونه مو کوم دي؟
فضلي: د خوښې وړ خبرونه مې ورزشي او اقتصادي  خبرونه دي داځکه چې مرګ ژوبله پکې نه وي؟

روشن: له څه شي مو نفرت کېږي؟
فضلي: په ژوند کې هغه څه چې ډېر نفرت اوکرکه مې ورڅخه کېږي هغه د يوه شخص په مقابل کې دبل لخوا بې نزاکتي او توهين دی.

روشن:د خوښې وړ رسنۍ موکومه ده؟
فضلي : په ټوله کې مې نړېوالې رسنۍ لکه بي بي سي،ازادۍ راډېو او اشنا راډيو اوپه کورنيو رسنيوکې مې شمشاد راډيو ټلوېزيون خوښ دی.

روشن: په زړه پورې جمله يا کلمه مو څه ده؟
فضلي: که رښتيا ووايم هغه کلمه چېرې ډېره زياته مې خوښه ده هغه ( لېونۍ يا ليونيه) دا کلمې دي؟
روشن: د خوښې وړ ژورنالېست موڅوک دی؟
فضلي:  هغه رسنۍ چې ومې ويل د خوښې وړ رسنۍ مې دې دهغې ټول ژورنالېستان مې د خوښې وړ دي .

روشن:  ايا تر اوسه مو کوم ارمان پوره شوی دی ،که هو نو کوم؟
فضلي: هو بلکل پوره شوی دی او هغه دا چې له کوچنيوالي مې دا ارمان په زړه کې و چې له دولسم ټولګي په لومړئ درجه بريالۍ شم او دخدای تعالی په فضل او دکورنۍ په مرسته او دعاګانو مې له دولسم ټولګي څخه په ډېرو لوړو نمبرو په لومړئ درجه بريالۍ شوم.

روشن: بله هغه  هيله چې د پوره کېدو په هڅه کې يې يې څه ده؟
فضلي: هو روشن صيب په زړه پورې پوښتنه ،يقيناً هغه هيله چې د پوره کېدوپه هڅه کې يې يم هغه داده چې زه غواړم خپلې يوې پوښتنې ته پخپله ځواب پيدا کړم او هغه داسې ده چې يوه ورځ ما په کور کې د راډېو لپاره بيټرۍ را وغوښتي خو فکر مې نه و په راډېوکې مې بيټرۍ سرپه واچولې خو راډېو پرې روښانه شوه،کله چې مې فکر شو هېڅ راته د منلو وړ نه وه ،د خپلې کورنۍ غړيوته مې هم وښوده چې راډېو په سرچپه اچول شويو بيټريو روښانه شوي،ما  ددې لپاره له خپلو استادانو هم پوښتنې وکړې خوهېچايې ځواب رانکړ نو زه غواړم دومره څه وکړم چې دې پوښتنې ته پخپله ځواب پيداکړم،خو افسوس راځي چې که چېرې دا کار په کوم بل هېواد کې شوی وای نو اوس به ډېرې څېړنې په دې برخه کې شوی وای مګر زموږ په هېواد کې خو څوک دداسې خبرو د اورېدلو لپاره غوږونه هم نلري.

روشن: هغه څه چې ډېره مو ځوروي څه دي؟
فضلي:  دخپل افغان ملت او ولس ترمنځ نفاق،بې باوري،خپلمنځي شخړې،وژني او قتلونه داهغه څه دي چې په ژوند کې ورڅخه ډېر رنځ وړم هېڅ مې دغه فکرونه چې کله به موږ يو متحد او يوموټی ولس شو ارام ته نه پرېږدي.

روشن: په ژوند کې مو هغه راز چې تراوسه مو چاته نه وي ويلي کوم دی؟
فضلي: هغه راز چې تراوسه مې هېچا ندي ويلی نو تر دې اخوا يې هم نه غواړم چې چاته يې ووايم ځکه که يې ووايم نو بيا راز نه شو ورته ويلی په دې خاطر چې راز خپل تعريف له لاسه ورنکړي نو بايد راز پاتې شي.

روشن: ايا واده مو کړی؟
فضلي: واده خو مې ندی کړی مګر د کوژدې په هکله درته څه نه وايم.

روشن: که واده مووشي ،څو اولادونه غواړې او د لور اوځوی نومونه به موڅه وي؟
فضلي: دومره سختې سختې پوښتنې کوئ، غواړم درې يا څلور خو صالح اولادونه ولرم، د مشر ځوی نوم به مې ( ايمان وي ) او دکشرې لور نوم به مې ( حيا ) وي.

روشن: ايا کله مو دروغ ويلي دی؟
فضلي: له کله نه چې په ښه او بد پوهه شوې يم او ښي اوکيڼ لاس مې پېژندلی دی يو دفه مې دروغ ويلي دي سره له دې چې هغه شخص تر ننه هم راباندې ډېر باور لري ، مګر دروغ مې هېڅ نه خوښېږي خو که ويې وايم باور لرم چې څوک مې پکې ګير کولی هم نشي هاهاهاها.

روشن: که دځان لپاره هرچاپه خپله نوم ټاکلی تاپه ځان کوم نوم ايښوده؟
فضلي: عابده

روشن: د ژوند اتل موڅوک دی؟
فضلي: زما مشر ورور زينت الله (سايل).
روشن: که وغواړې چېرې چکر ته ولاړه شې نو کوم ځای دې خوښ دی؟

فضلي: دخپل ګران هېواد افغانستان هر ګوټ ،هره دره او هر کلی مې خوښ دی، خو زه نه غواړم چېرې ولاړه شم ځکه ،زه ډېر نازک زړه لرم په کوچنۍ خفه کوونکې خبره د تحمل او برداشت توان نه لرم ،نو کله مې چې زه دخپل هېواد ښارونه،درې اوکلي ړنګ ،په مرميو سوري اوپه باروتو اولوګيوتور وينم له زړه می ويني څاڅي ،ژړا راځي هيڅ يې د ليدو زغم نلرم ،نو د چکر لپاره تر ټولو ښه ځای راته دکور انګړ دی.
روشن: کله چې له درسونو ستړې شې يا دکور له کارونو بېکاره شي څه کوې؟
فضلي: ددرس خو دومره مينه واله يم چې ستړتيا پکې نه احساسوم خوکه دکور کارونو نه بېکاره شم بيا دکوم شاعر ټولګه را اخلم او شعرونه لولم.

روشن: دخوښې وړ کتاب مو کوم دی؟
فضلي : د خدای تعالی جل جلاله سپېڅلۍ کتاب (عظيم الشان قران).

روشن: که په لاره کې روانه اوسي اويوه مېرمنه دسوال په نيت لاس درته وغزوي څه احساس کوې؟
فضلي: ډېره زياته ځورېږم،هېڅ ورته دليدو توان نلرم.

روشن: د ژوند په زړه پورې خاطره دې راته ووايه؟
فضلي: داچې زه په کوچني والي کې ډېره شوخه وم نو خاطرې دومره زياتې دي چې شمېر يې رانه هېر ې دی،خير تاسوته به يې يوه ووايم:
ـ يو وخت  زه،زما دتره لور او يوه ملګرې مې زموږ دېرې ته ولاړو،ومو غوښتل چې د سوخت لپاره خس خشاک پيدا کړو،کله چې مو وکتل په دېره کې يوه لويه تنه وره او غټ ډډ لرونکې  ونه ولاړه ده اوپاس پکې وچ خاښونه هم ښه پرېمانه دي نو مو وغوښتل چې له دې ونې څخه بايد خس وکړو،خو دلته يوه بله ستونزه داوه چې ونې ته ور ختل هم دومره اسانه نه ول،خير په يوه هنر موږ درې واړه ور پورته شولو،د خاښونو په ماتولو مو پيل وکړ،موږ لا د خسو په کولو بوختې و،چې يوخونړی او وېروونکی شمال را والوت،له دې سره سم له کوم لوري زما پلار هم راښکاره شو،له موږ څخه لاره ورکه شوه ،حيرانې شولو چې اوس څه وکړو،له يو خواد شمال وېره او له بلې خوا مې دپلار،داچې زه مې له پلار څخه ډېره وېرېدم  فکر کولوته مې وخت ورنکړ همداسې مې ځان را ښوی کړ اونه پوهېږم له څومره لرې مصافې مې ځان تر ونې لاندې روانې ويالې کې راوغورځاوه،کله چې مې د تره لور زه وليدلم هغې هم داکار وکړ،خو زموږ ملګرې چې وېرېده نو په ونه کې پاتې شوه،ما او دتره لور مې غوښتل وتښتو خوهغې ملګرې مو زارۍ پيل کړې چې اوس يې په يوه هنر راښکته کړو ترڅو زما پلار په موږ پوه نشي.
کله چې مې شاوخوا وکتل يوه لويه رسۍ پرته وه دامو نجلۍ ته ورواچوله ورته ومو ويل چې دا په يو لوی خاښ کې وتړه او پرې راکوزه شه همداسې يې وکړ خو کله چې هغه راښکته شوه موږ ته فکر راغی چې اوس به رسۍ څوک را خلاصوي،داچې پلار مې هم را نږدې شوی و نو رسۍ موپه ونه کې ځړېدلې پرېښوده اوموږ ترې کورته وتښتېدو.

روشن:په رښتيا هم ډېره جالبه خاطره وه اوله همدې خاطرې دې معلومه شوه چې په واقعيت سره په کوچني والي کې ډېره شوخه وې،خير په هرحال داچې زرلښت ډاټ کام ته مو د مرکې کولو وخت ورکړ مننه خوشحاله اوسې.
فضلي: ډېره مننه له تاسوڅخه چې زما د زړه وينا وې مو له خلکوسره شريکې کړې تاسودې بريالي اوسئ.

 

رفيع الله روشن

بېرته شاته