سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9651
ټول لیدونکې
1062002

د تړون اونيزې ديرشمه ګڼه له چاپه راووته


2016/23/02


تړون د خپلو خپرونو په لړ کې ديرشمه ګڼه له چاپه راوويسته چې په بېلا
بېلو علمي، سياسي، فرهنګي، ټولنيزو او هنري موضوعاتو مزينه شوي ده.
سر مقاله يې "د يووالي او نفاق پايلې" تر سرليک لاندې ليکل شوي ده. په
سرليکنه کې راغلي چې افغانانو په يووالي وکولاى شول چې د نړۍ لوى زبرځواک
يعنې شوروي اتحاد ته ماته ورکړي، چې په همدې سره په ټوله نړۍ کې شوروي
اتحاد د ماتې سره مخ شو، خو د نفاق په پايله کې افغانانو ونه کولاى شول
چې په خپلو کې سره متحد اووسيږي چې تر څو د شهيدانو او کونډو ارمانونه
پوره شي.
ليکوال په عمومي لحاظ د لوىۍ د زوال دوه علتونه په ګوته کوي او ليکي چې
يا د ډيرې نستۍ له لاسه ماته رامنځته کيږي او يا هم د ډيرې مستۍ. د
افغانانو ځان غوښتنه او د هر يوه د ځان په خوښه د قدرت د تمثيل او ترسيم
هوسونو نه يوازې افغانستان وران او ويجاړ کړ بلکې د دې هيواد معنويت ته
يې هم په نړيواله کچه زيانونه واړول.
ليکوال په دې نظر دى چې وروسته له دې موږ او تاسې ګډ راتلونکى لرو بايد
دې ډول مسايلو ته متوجه اووسيږو او په خپلو کې سره متحد او متافق اوسيږو.
په دې سربېره خوست ته د قومونو او قبايلو وزير په مشرۍ د يوه پلاوي سفر،
دهندوستان لومړي وزير دوکه و خوړه، فېسبوک د ټوپکو پر شخصي اعلانونو
بنديز لګولی،معاصرې خبري څيرې او د رنګينې پاڼې تر سرليک لاندې د ځوانانو
شاعرانو شعرونه په خپله غيږ کې لري.
د تړون اونيزې مينوال کولاى شي چې تړون اونيزه په خوست کې د ټولو کتاب
پلورنځيو، په پکتيا ولايت کې له علمي کتابتون او پلازمينه کابل کې له
بايهقي کتاب پلورنځۍ څخه ترلاسه کړي.

بېرته شاته