سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9789
ټول لیدونکې
1286202

له تکړه ژورنالېست،ليکوال او تاند ځوان ايمل ساپي سره مرکه


2016/25/02

 

در زرلښت وېبپاڼې قدرمنو لوستونکيو بيا هم سلامونه او مينه،هيله ده ښه اوسئ ،دوستانو دمرکو په لړ کې داځل يو تاند ځوان،شوخ ليکوال او مينه ناک پلار  غږوو ،پوهېږۍ چې څوک دی،دا څو بعديز شخصيت ايمل ساپی دی ،دوستانو څو بعديز مې ځکه ورته ويل چې ماشاء الله په يووخت کې هم ،محصل دی،هم استاد،هم ليکوال،هم ژورنالېست او هم يو ښه روزونکی پلار .
نو داچې له ښاغلي ساپی سره مو څه غورې کړي دی تاسوته يې مخې ته ږدو داهم تاسې او دامو هم ايمل ساپی
.
مرکه کوونکی: رفيع الله روشن

پوښتنه:سلامونه ساپی صیب ! هیله ده ښه اوسې،که د مرکې د دود له مخې ځان را وپېژنۍ؟
 ځواب: نوم مې ایمل دی، ساپی تخلص کوم، اصلي ولایت مې لغمان دی، کابل کې اوسیږم، ۲۶ کاله عمر لرم


. پوښتنه: د زده کړو په اړه مو هم لږ ډېر معلومات راکړ؟
. ځواب: د سروبي له لیسې څخه په ۱۳۸۶ کال کې فارغ شوم، له هغې وروسته کابل ته راغلم له لنډ مهاله کورسونو وروسته د یوه خصوصي پوهنتون په کمپیوټر ساینس څانګه کې داخل او په ۲۰۱۳ م کال ترې فارغ شوم ، تر لږ ځنډ وروسته مې په دنیا لوړو زده کړو پوهنتون کې د اقتصاد په څانګه کې ماسټري پیل کړه چې په دې وروستیو کې به دې فراغت غونډې ته را وغواړم

.
 پوښتنه: ښه نو زه خو يې درته له همدا اوس نه د فراغت مبارکي وایم،څه دنده مو ده او په نورو کومو کارونو بوخت یاست؟
ځواب: د پوهنې وزارت د کیفیت لوړونې په یوه پروژه کې په کار بوخت یم، د دې ترڅنګ په مدني او تعلیمي برخو کې کار کوم، د پایښت مجله، پایښت ښوونیز مرکز او پایښت د تعلیم د برخې ملاتړیزه موسسه مو د فعالیتونو لویه برخه تشکیلوي

.
 پوښتنه: ساپی صیب ستاسې دنده، مسلک او پوهنتون سره توپیر لري، تر کومه چې زه پوهیږم تاسې رسنیو سره هم ډیر کاله کار کړی، ولې مو په یوه دنده دوام نه دی کړی؟
ځواب: کله چې په ښوونځي کې وم، د تاریخ او جغرافیې مضامینو سره مې ډیره مینه درلوده او زیات وخت مې په کې ډیره برخه اخسته د دې مضامینو ښوونکو به تل ویل چې ته یو ښه ژورنالیست کیدی شې، چې کابل ته د زده کړو په تکل راغلم متاسفانه چې د ژورنالیزم په برخه کې د زده کړو زمینه راته برابره نه شوه خو بیا مې هم همت له لاسه ورنه کړ او د کمیپوټر په برخه کې مې زده کړو ته دوام ورکړ چې د وخت په تېریدو سره مې رسنیو ته لار ومونده چې شپږ کاله مې په دې ډګر کې کار وکړ، دا چې رسنۍ سخت کار او پابندې دي او زما نور فعالیتونه هم زیات وو نو مې تعلیمي برخه کې خپل استعداد وازمایه چې للـه الحمد تر ډیره مې خپل فعالیتونه مثبت ارزوم.


پوښتنه: ستاسې په اند، ژوند څه شی دی او څنګه باید تیر شي؟
 ځواب: ژوند یو خوږ نوم دی، چې هیڅوک یې د پای مینه وال نه دي، خو دا مرحله لوی هنر او غټ زړه غواړي، داسې لکه چې غره سره جګړه کوې، په غره بریا ستونزمنه ده خو هوښیار خلک په کې لار جوړه او خپل وخت تېروي.ډیر کله ځینې خلک په دې مبارزه کې پاتې راشي چې بیا له بیلابیلو بدو عواقبو سره مخ کیږي، خو په ټوله کې د ژوند په معنی پوهیدل او په خوښۍ یې تیرول په کار دي

.
 پوښتنه: د سولې په اړه څه نظر لری او د سولې په اړه رامنځ ته شوې شورا څنګه ارزوی؟
ځواب: لویدیځ او د وخت ولسمشر حامد کرزي د سولې عالي شورا د خلق پرچم ، حزب اسلامي، جمیعت، طالبانو د پاتې شونو او ځینو نورو سخت دریځو د مهارولو په موخه دا شورا رامنځ ته کړه چې له پیله یې پریکړې برخلیک ټاکوونکې نه وې، مولوي قلم الدین یوه ورځ په ډاګه وویل چې برهان الدین رباني ترې مهمې خبرې او اسناد پټ ساتل، د دې ترڅنګ دا شورا لکه اوس یې چې پرې معاشونه هم ودرول یو ناکاره او بې ګټې شورا ده چې هیڅ درد ته نه دوا کیږي، سوله باید له کلو او بانډو را پیل شي، پر پاکستان او امریکا فشار راوړل شي چې د دې پروسیې د ملاتړ اراده خپله کړي، حکومت دې هم په خپلو کړنو کې نرمښت رامنځ ته کړي چې وینې تویې نه شي

.
 پوښتنه: سره له دې چې بهرنۍ مرستې کیږي او په کور دننه هم هڅې روانې دي چې وطن ودان شي خو بیا هم بې کاري، فقر، ورانونې او ستونزې ورځ تر بلې ډیریږي علت یې څه دی؟
ځواب: متاسفانه افغانستان د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو په یوه خطرناکه لوبه کې ګیر دی، ډیر کله خپله سیاستوال هم نه پوهیږي چې سناریو د چا لخوا پیل شوې او د کوم هدف لپاره، ددې ترڅنګ دا وطن خپله افغانان جوړولی شي دلته د بهرنیانو هیڅ ډول مداخله درد نه شي دوا کولی، افغان ځوان باید تعلیم وکړي، کسب زده کړي، تکنالوژي او سیاست زده کړي څو یې خپلې چارې په هر ډګر کې خپله عملي کړي

.
 پوښتنه: هېوادوالو ته دې پیغام څه دی؟
ځواب: پیغام مې د سولې دی، افراطي ډلې دې په وینو تویولو قدرت ته رسیدل نه غواړي، دولت دې د هر ډول فساد مخه ونیسي، هر ډول بې عدالتي د ولس لپاره اندیښنې را پاروي، قانون دې پلی شي، حق دې حقدار ته وسپارل شي او بلاخره هر ځوان دې د دې خاوري د واقعي بچي په توګه ځان مسئول وګڼي

.
پوښتنه: ښآغلی ساپی کله کله مو په ټولنيزه شبکه فيسبوک کې ليکنې لولم که د ليکوالۍ په هکله دې معلومات راکړې؟
 ځواب: پیاوړی لیکوال نه یم خو کله کله مې د ولس درد مجبور کړي یو څو کرښې تورې کړم، د وطن او ملت په ملاتړ مې زیات شمیر مقالې لیکلي چې اکثریت یې په رسنیزو ویبپاڼواو ورځ پاڼو کې خپرې شوي او د پایښت په بیلابیلو ګڼو کې مې هم خپلې لیکنې زیاتې دي. د دې ترڅنګ یو د ارواپوهنې په برخه کې ژباړه لرم چې ډیر ژر به چاپ شي او یو بل ناول مې هم ژباړلی دی

.
پوښتنه: ولې په افغاني ټولنه کې ځوانان له پامه غورځول شوي دي؟
ځواب: ځکه ډیری واکمن بې شعوره او د ټولنې وګړي نالوستي دي فکر کوي که د ځوان فکر او عمل محدود کړي د دوی شمله به هسکه شي

.
پوښتنه: څومره باور لرې چې افغانان به يو وخت په سوله کې ژوند وکړي؟
ځواب: بلکل به افغانان یوه ورځ د نړۍ د نورو وګړو په څېر له جګړې لرې وي، خو د دې کار لپاره اوسپنیز هوډ، میړني رهبران او ویښ ملت ته اړتیا ده.
پوښتنه: ايا په تېرو پنځلس کلونو کې دداسې ورځې شاهد هم پاتې شوی یی چې دمرګ او یا کوم بل بد خبر دې پکې نه وي اورېدلی؟ ځواب: هو کله چې په لنډمهاله رسمي سفرونو بهر ته تللی یم او هلته انټرنټ هم راسره نه وه او افغاني چینلونه هم رانه پټ و

و.
پوښتنه: دافغانستان په اوسنيو حالاتوکې تر ټولو ځپل شوی قشر کوم دی؟
 ځواب: افغانستان کې هیڅ قشر نشته چې نه وي ځپل شوی، دلته بدرنګه جنګ څومره چې ځوان ته زیان رسولی هغومره یې د ځوان مور، خور، پلار او ماشوم ورور هم ځپلی

.
پوښتنه: څه دې خوښېږي او څه دې بد راځي؟
ځواب: ښه مې خوښیږي او بد مې بد راځي، اجتماعي ژوند، د بې وسو مرسته، باعزته ملګري، روښانفکره کورنۍ او د وطن ودانول مې خوښ دي، له جګړه، افراطیت، نالوستوب، په تیرو ویاړ، ځان من ګڼل او له پردۍ غلامي څخه نفرت لرم

.
 پوښتنه: کوم ولسمشر دې د خوښې وړ دی او یا و؟ ځواب: داوود خان چې ولسمشري یې د یوه پلان پر بنسټ وه، ډاکټر نجیب چې وطن ته یې لومړیتوب ورکاوه، حامد کرزی چې په بدو شرایطو کې یې د افغانانو لپاره خیراتونه راټول کړل.
 

پوښتنه: که زمينه درته برابره شي بهرته د ژوند کولو لپاره ځې؟
ځواب: هغه شاعر وايي، موټۍ خاوره د وطن به پرې ورنه کړم، که په مخ د ځمکې هر وطن ختن شي. یواځنۍ څه چې ورسره حساسیت لرم ، د رڼا ګانو په تمه نورو هېوادونو ته تلل دي، زما اند دا دی چې راځئ خپل وطن ودان کړو څو نور راشي او زموږ هېواد کې ژوند وکړي.
 پوښتنه: په ماشوم توب کې دې کومه لوبه ډېره کوله؟
ځواب: بایسیکل چلوونه او واليبا

ل.
 پوښتنه: د خوښې وړ ممثل دې څوک دی؟
ځواب: په فلمي هغو کې ممنون مقصودي)شادګل( په بهرنیو کې مسټر بین ، په چلوونکو کې شاه استاد، په شمشاد کې پهلوان.....
پوښتنه: ايا تراوسه دې په کومې نجلۍ زړه بايللی؟


ځواب: ههههههه په نجونو زړه بایلل کومه اسانه خبره نه ده، زړه کله کله هر څه غواړي خو غوښتنې باید معقولې او په تفکر ولاړې وي. پوښتنه: ايا کله کومې نجلۍ درته ويلي چې په تامينه ده؟
ځواب: په ټولنه کې چې ژوند کوو، دوست او دښمن به دواړه لرو، نو که ووایم داسې څوک نشته چې ما ته یې ویلي وي چې ایمله زما خوښ یې، دروغجن به شم.
پوښتنه: په ژوند کې دې دخوښۍ شېبې ډېرې دي اوکه د خفګان؟


ځواب: د افغان ژوند له پیله له بدبختیو سره مل دی، ډیر مسایل دي چې زما د ژوند د بدرنګولو هڅه کوي خو زه خپلې ډیرې شیبې په خوښۍ تیروم.
 پوښتنه: څه شي ته په څه ترجیع ورکوې؟

ځواب: ښوته په بدو،سولې ته په جنګ،خنداته په ژړا،زده کړو ته په نالوستي توب او رڼا ته په تياره.
پوښتنه : دمشر اولاد نوم دی څه دی؟
ځواب: یوازې یو زوی او یوه لور لرم، زوی مې سمیر ساپی نومیږي او لور مې صفا ساپۍ نومیږي.
.

پوښتنه: کومه نشه کوې؟
ځواب: د الله احسان دی چې هیڅ یوه یې نه کو

م.
 پوښتنه: که د ځآن لپآره نوم انتخابیدای تاسوکوم نوم ټاکه؟
 ځواب: ایمل خان ساپی


 پوښتنه: کومه پوښتنه دې خوښه نه شوه؟
ځواب: څوک چې د ژوند له نادودو سره مبارزه کوي هیڅ پوښتنه باید رد نه کړي زما هم د همدې اصل له مخې ټولې پوښتنې خوښي دي که نورې لرې هم درځوابوم یې

...
پوښتنه: ايا له ماهم کومه پوښتنه لرې؟
 ځواب: تا نه مې پوښتنه دا ده چې که وغواړم ستا په شان یو چالاک خبریال شم له کومو مهارتونه باید ګټه واخلم؟
ځواب: نو بيا زه هېڅ وخت نه غواړم چې ته زما پشان خبريال شې  هاهاهاهاه.
ساپی صیب مننه چې په ورينه ټنډه او موسکا سره دې زما هره پوښتنه را ځواب کړه.
له تاسو څخه هم مننه چې زما موسکا او د زړه خبرې مو زما له هېواد والو سره شريکې کړې

رفيع الله روشن

بېرته شاته