سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9882
ټول لیدونکې
1449362

له تاند شاعر ښاغلي واصيع الرحمن ابهام سره د زرلښت ډاټ کام مرکه


2016/14/03

دا کیسه د وهم دې راټوله درنه غواړمه
 نوره د جګړې لمنه ټوله درنه غواړمه
 ربه! په تندي کې مې سجدې درته ساتلي دي
 مینه به دې درکړمه; خو سوله درنه غواړمه
ابهام


سلامونه اومینه قدرمنو دوستانو هیله ده ښه به یاست،ګلونو دادی راورسېدو يوې بلې مرکې ته او داځل مو بيا له يوه تنکي ګل او د طبعت،ښکلا او مينې له شور او زوره متاثر شاعر ښاغلی واسيع الرحمن ابهام سره د زړه خواله کړي،دغه ګلالی ځوان عجيب او غريب خيال او فکر لري له حالاتو او مينې متاثره شوی ،شعرته يې مخه کړې او ښکلې شاعري کوي،نورې خبرې له هغه سره په شوې مرکه کې ولولئ.
مرکه کوونکی: رفيع الله روشن


پوښتنه: سلامونه مینه او احترام ښاغلی ابهام که په سر کې راسره پېژندګلوي وکړئ چې د کوم ځای یاست،زوکړه مو چېرې او کله شوې، څومره زده کړې مو په کومه برخه کې کړي او څه دنده لرئ؟
ځواب: تاسو ته هم سلامونه. نوم مې واسیع الرحمان ابهام دی،په(۱۳۷۵ل)کال د ننګرهار ولایت په حصارک غلجي ولسوالی کې زېږیدلی یم،په (۱۳۹۳ل) د نجم الجهاد عالي لیسې خخه فارغ یم اوس مهال په کونړ کې د ښونې او روزنې پوهنځي د ارواپوهنې څانګه لولم.

پوښتنه: ولې مو د شعر نړۍ وټاکله؟
 ځواب: زه هم نه پوهېږم چې ولې د شعر نړۍ ته راغلم ،خو دومره ویلی شم چې د حالاتو اغېزمنې شېبې او د چا له مخه اغېزمن کیدل به وو ;چې شعر مې ولیکه
.

پوښتنه: ایاد دا ریښتیا دي چې شاعر باید له ادبیاتو فارغ وي؟
 ځواب: ما چې څومره لیدلي دي،اکثره خلکو چې ادبیات یې لوستي دي،ادیبان دي خو شاعران ندي،دا مطلقه بې ځایه خبره ده،نن سبا یې ګورۍ چې اکثره لوی شاعرانو ادبیات ندي لوستي،دا ذوقي او الهامي شی دی.له ادبیاتو سره یې څه؟


 پوښتنه: ستاسو مینه د چا د شعر په لوستلو له دې فورم سره پیدا شوه او ایا په شاعرۍ کې ځانګړی سبک لرې که بل څوک تعقیبوې؟
 ځواب: باید ووایم چې په خپله خوښه دې فورم ته راغلی یم،او د سبک په اړه ویلی شم چې ځانګړی سبک به هم نلرم خو څوک تعقیبووم هم نه.
. پوښتنه: تر اوسه مو په کومه برخه کې شاعري کړیده او ایا کوم چاپ شوی اثر هم لرې کنه؟


 ځواب: هره ښکلا مې ستایلې او داسې برخه به نه وي چې شاعري مې پکې نه وي کړې.او اثر مې لا چاپ شوی ندی خو اراده مې کړیده.
پوښتنه:شعر ته څه تعریف لرئ؟


 ځواب: شعر د خیال،فکر او عاطفې تړون ته ویل کیږي.
پوښتنه: تلپاتې شعر کوم دی؟


ځواب: هغه شعر چې د حالاتو له تاثیره لیکل شوی وي; نه د حالاتو لپاره.
پوښتنه: اوسنۍ شاعري له پخوانی سره څنګه پرتله کوې؟


 ځواب: که خپل تاریخ ته نظر وکړو له پخوا نه مو ډېره لاره وهلې ده ښه شوي یو،خو که نړیوال تاریخ ته فکر وکو لا په همغه لومړي پړاو کې یو.. پوښتنه: د شعرونو ترڅنګ لنډې کیسې،داستانونه او ادبي ټوټې هم لیکئ کنه؟
 ځواب: هو یو ناول او د ادبي ټوټو کتابونه مې هم تقریبآ بشپړ دي

.
پوښتنه: په شعر کې ردیف ،وزن او قافیه څه شی دي؟
ځواب:ردیف او قافیه د شعر توکي دي خو وزن د غږ تول دی


. پوښتنه:ولې د پخوانۍ په پرتله اوسنۍ شاعري ډېر خوند او رنګ نلري؟
 ځواب: زما په اند اوسنۍ شاعري له پخوانه ښه شویده خو ستونزه د ولس په ذوق کې ده


. پوښتنه: هغه شاعران چې د بازار لپاره شاعري کوي څنګه یې ارزوئ؟
 ځواب: په لنډه به یې ووایم چې هغه شاعران نه بولم


. پوښتنه: آیا ستاسو شعرونه هم سندرغاړو ویلي او آیا کله مو په فرمایش شعر لیکلی؟
 ځواب:تر اوسه مې کوم سندرغاړي شعر ندی ویلی او نه په فرمایش شعر لیکم.

پوښتنه: د شعر لیکلو لپاره اړینه ده چې د بل چا شاعري ولولو؟
 ځواب: د شعر لیکلو لپاره نه خو د ریاضیت لپاره هم اړینه نه بلکې ښه ده

.
پوښتنه: په زړه پورې رسنۍ ،په زړه پورې خپرونه او په زړه پورې خبریال مو څوک دی؟
 ځواب: رسنۍ مې ټولې خوښیږي او خپرونه مې د (شاپور بختیار) خوښه ده او همدا مې خوښ خبریال دی

.
پوښتنه:د خوښې وړ شاعر،د خوښې وړ شعر،د خوښې وړ شاعرانه ماحول او د خوښې وړ ښکلا درته کومه ده؟
 ځواب: په شاعر کې انتخاب نلرم هر ښه شعر مې خوښیږي او کومه ښکلا مې چې په سترګو او زړه ښه ولګیږي ;خوښوم یې


. پوښتنه:آیا کوم نثري کتاب مو چاپ شویدی کنه؟
ځواب : تراوسه خو ندي چاپ شوي


. پوښتنه: کله چې څوک لیکنه کوي باید کوم ټکي په نظر کې ونیسي؟
 ځواب: باید په خپله ژبه او موضوع پوره لاسبری وي.

پوښتنه: آیا هر څوک کولی شي چې لیکوال شي؟
 ځواب:کوښښ او هڅه هر انسان تر بریا رسوی شي


. پوښتنه:د خوښې وړ ورزش،د خوښې وړ لوبغاړی،د خوښې وړ لوبه او د خوښې وړ لوبغالې مو کوم دی؟
 ځواب:ستړی کوونکی ورزش مې خوښ دی،سمع الله شینواری مې د خوښې لوبغاړی دی او د همده لوبه مې خوښیږي هم، لوبغالې مې د انګلنډ (لاردز) خو ښیږي

.
پوښتنه: کوم رنګ،د څه شي خوند،کوم هنر،کوم څښاک،کوم خوراک او د څه شي بوی مو خوښ دی؟
ځواب:تور رنګ مې ډېر خوښیږي خواږه څیزونه خوښوم او په هنر،څښاک او خوراک كې انتخاب نلرم،بوی مې د کشمالي خوښ دی


. پوښتنه: د چا خبرې،دچا جدیت،د چا خندا،د چا غوسه او د چا تمثیل دی خوښ دی؟
ځواب د هغه چا چې په زړه مې خوږ لګیږي

.
پوښتنه:خپل کوم عدت دې خوښ او کوم عدت دې بد راځي؟
ځواب: هههه(په خندا) خپل ټول عدتونه مې خوښ دي

.
پوښتنه: مشر اولاد مو څه نومیږي،واده مو په خپله،میرمنې او که د والیدېنو په خوښه کړیدی؟
 ځواب: واده مې ندی کړی

.
پوښتنه: هغه څه چې سکون او ارامښت درکوي څه دی؟
 ځواب: د دوستانو خوښي او ډاډ
.

پوښتنه: څه شی مو د ستړیا لامل كېږي؟
 ځواب: بې ځایه خبرې
.

پوښتنه: په زړه پورې ولسمشر مو څوک دی؟
 ځواب:د خپل هیواد ولسمشر

.
پوښتنه:کوم سیاستمدار مو خوښ دی؟
ځواب:کوم یو چې وطن او خلکو ته ریښتینی وي


. پوښتنه: ژوند څه ډول تعریفوئ؟
ځواب: ژوند د خوښیو د لاسته راوړلو او د ستونزو سره د مبارزې نوم دی

.
پوښتنه: مشکلات خپله ټوکیږي که ټوکول کیږي؟
 ځواب: ستونزې یا مشکلات د ټولنې د وګړو زېږنده دي،د حالاتو زېږنده دي،او ټولنیزه پدیده هم کېدای شي. شخصي هم وي. د هیڅ ټولنې وګړي له ستونزو ندي خلاص. ستونزې تر ستونزو هم فرق لري. ځینې ستونزې په انسان پورې اړه لري چې څنګه ؟یې ځانته پیدا کړي او څنګه؟ یې مخه ونیسي

.
پوښتنه: په ژوند کې تر ټوله مهم د چا یا د څه شتون مهم ګڼئ؟
 ځواب: د هغه چا چې ډاډ او خوښي راسره تبادله کوي
.

پوښتنه:له ما څخه هم پوښتنه لرئ؟ که هو نو مهرباني.
ځواب: نه ; مننه کووم

،
. پوښتنه: ځوانانو ته څه پېغام لرې؟
 ځواب: غږ پرې کووم چې د سولې او وطن د ابادۍ لپاره کار وکړي

.
مننه چې زرلښت ډاډ کام ته مو وخت ورکړ.
له تاسو هم


غزل
د یار په سترګو کې غوسه او څلورم ماذيګر
 کېفه! د مینې ننداره او څلورم ماذیګر
 د فطرت تانده موسیقي، د ونو بوټو نڅا
 واه!! سندریزه منظره او څلورم ماذیګر
 په شړق باران نښتې شونډې او لمدې زلفې
 دجنت نوې تماشه او څلورم ماذیګر
 د ژوند سرور د هغې یاد او مینه ناکه لمحه
 د اوبو شور د خوند شیبه او څلورم ماذیګر
 د زیړی لمر شغلې د غره په سر خورې ورې
 غاړه غړۍ زه او هغه او څلورم ماذیګر
غزل

د ګلرنګو آینو له زوره نه یو
 د غربت د احساساتو د کاله یو
 قلندرې دا په ښار کې چې بې زړه یو
 مونږ خویونه غرڅني لرو د غره یو
شنې نغمې مو د ژوند غېږه کې ماتیږي
 چا نیولي د وحشت په تناره یو
 وحشتونه مو رګونو کې نڅیږي
 د حالاتو خوښي نه وینو ړانده یو
سندرمارې! د لېمو مینه دې راوړه
په ښایست پسې دې ټول اوبه ،اوبه یو

 

رفيع الله روشن

بېرته شاته