سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9789
ټول لیدونکې
1286196

له تکړه شاعر،ليکوال او ژورنالېست بختيار تلاش سره مرکه


2016/04/04

په زړه مې ته وې خدای رانکړې

په زيارتونوشمعې څه ته بلومه

د زرلښت وېبپاڼې قدرمنو لوستونکيو اوپه خاصه توګه د مرکو دبرخې مينه والو سلامونه مينه اودپسرلي خوږې ومې مومبارک شه،ګلونو! داځل مو مينه ناک ځوان،اړيکه پالونکی ملګری،زړه تخنوونکی شاعر،پياوړی ليکوال،ژباړن او ژورنالېست بختيار تلاش غږولی دی له ده سره مو د زړه خواله کړي.

دوستانو! تلاش وايي چې د خپلو عادتونو په هکله لوستونکيوته څه نه وايم که چېرې يې تاسې مرکه ترپايه ولولۍ نو خپله به پوه شئ چې کوم عادتونه لري ،نو دا تاسې او داهم بختيار تلاش.

مرکه کوونکی: : رفيع الله روشن

پوښتنه: سلامونه اومينه ګران تلاش! دمرکې له دود سره که له لوستونکيوسره پېژندګلوي وکړې چې،تلاش دکوم ځای دی، چېرې زېږېدلی،چېرې ژوند کوي،څومره زده کړې يې کړي اوپه کومه برخه کې ؟

تلاش: سلام! زه د ننګرهار ولايت د کامې ولسوالۍ اوسېدونکی يم، په جلال اباد ښار کې زېږېدلی يم، اوس په ښار کې اوسو، د کابل د ښوونې او روزنې په پوهنتون کې پښتو څانګه لولم، سږ مې شپږم سمېستر دی.

پوښتنه: تلاش صيب ! ولې مو دشعر چينه دپخوا په پرتله ډېره بهانده نده؟

تلاش: ولا زه خو وايم، چې د پخوا په پرتله به ښه شوې وي. اوس ډېر شعر ليکم، ډېر معنا دا، چې پخوا مې کم ليکلو؛ خو اوس یې ډېر ليکم.

پوښتنه: ايا دا رښتيا ده چې شاعر بايد له ادبياتو فارغ وي؟

ځواب: نه؛ هر څوک شاعري کولی شي، شاعري يې يوازې د ادبياتو د زده کړي په نصيب او مسووليت نه ده ورتړلې.

پوښتنه: ستاسو مينه د چا د شعر په لوستلو له دې فورم سره پيداشوه او ايا په شاعرئ کې ځانګړی سبک لرئ که بل څوک تعقيبوئ؟

تلاش: نه پوهېږم، چې له چا به راپيدا شوې وي، خو له ښه شعر به مې راپيل کړې وي. غزل او نظم ډېر ليکم او د سبک خبره خو ډېره سخته ده، زه لا د سبک جوړولو ته نه يم رسېدلی، ډېر کم شاعران خپل سبک لري.

پوښتنه: شعرته څه تعريف لرئ؟

تلاش: شعر هنر دی، همدا چې د ننه کړېدلی رواني غږ راوباسې، په خپله او بل چا يې واورې يا ولولي. شعر هماغه دی، چې خپل توکي ولري، ايماژ، فکر او ښه خيال.

پوښتنه :- تلپاتې شعرکوم دې ؟

تلاش: تلپاتې شعر هغه دی، چې سبا ته زوړ نه شي، سبا ته زوړوالی په دې معنا، چې د شعريت ټول توکي ولري، ښه فکر په کې وي، ښه شاعرانه الفاظ ولري، ښه خيال، فکر او تصوير ولري. همدا د شعر شعريت دی او همدا عناصر تلپاتې والی ورکولی شي.

پوښتنه :- اوسنۍ شاعري له په خوانی شاعرۍ سره څنګه پرتله کوې؟

تلاش: دا پرتلنه سخته ده، دا پرتله به يو قرن وخت غواړي، چې د پرتلنې له پاره يوه موده مزل وشي. بله دا چې په پخوانۍ شاعرۍ کې له امير کروړ نه راپيل تر هغه چا پورې چې اوس يې شاعري بس کړي وي، راځي او دا پرتلنه به ستونزمنه وي.

پوښتنه :- دشعرونوترڅنګ ، لنډې کيسې ، داستانونه ،ادبي ټوټې هم ليکې اوکنه؟

تلاش: لنډې کيسې مې ډېرې کمې ليکلي او ژباړلي دي، خو ادبي ټوټې مې ډېرې ليکلې دي.

پوښتنه :- په شعرکې رديف ، وزن اوقافيه څه ته وايي؟

تلاش: قافيه په لغت کي وروسته او د غاړي پای يا ورپسي تلونکي ته وايي او د نظم په اصطلاح هغه توري دي چي د يوه بيت په پای کي راوړل کېږي او د هر يوه بيت د پای توری يا د مخکني او وروستني بيت يا بيتونو سره د آواز او تورو له مخي يو شان وي. لکه نګار، قرار، بيمار، آبشار، خدمتګار او يا زرين، غمګين، ماسپښين، لونګين او دغه راز نور کلمات چي هم يې وروستی توری سره مشترک او هم د آهنګ rhymeاو آواز له مخي سره يو شان دي.

رديف: رديف هغه توری يا توري او کلمات دي چي د قافيې څخه وروسته راځي، او د غزل او قصيدې تر پايه پوري تکراريږي. د تورو او سيلابونو اندازه يې چنداني محدوده نه وي. کيدلای سي لهيوه سېلابه تر شپږو او زياتو سېلابونو پوري ورسيږی.

 

تل د اوښو په اوبو کي لره تر مخ

په دغو اوبو کي ليد شي د دلبر مخ

 

د يوسف د مخ ډيوه شوه هاله بله

چي یې سور کړ په څپېړو برادر مخ 

د حميد بوالهوسي نا کسي نه ده

لټوي په خپله ورکه پسي هر مخ 

له قافيې څخه وروسته په ټول غزل کي د « مخ» توری رديف دی.

پوښتنه: د ژورنالېزم په برخه کې مو څومره کار کړی دی؟

تلاش: له شاوخوا ۸ کالو راهيسې لګيا يم، په ټلوېزيون، راډيو او اخبار کې کافي تجربه لرم.

پوښتنه :- دخوښې وړرسنۍ دې کومه يوه ده ؟

تلاش: په بې بي سي پښتو کې د داود جنبش خبري خپرونې ډېرې اورم او بي بي سي فارسي وېبپاڼه ډېره لولم.

پوښتنه:- يوښه ژورنالېست کومې ځان ګړتياوې لری؟

تلاش: له هر څه وړاندې بايد په وطن ميين وي، با احساسه وي او د ژورنالېزم له اوصولو سره سره، د نوې نړۍ په اړه تازه مطالعه ولري.

پوښتنه :- هغه رسنۍ چې زموږدملی اواسلامی ارزښتنوسره په ټکرکې دی ستاسوپه اند ولې يې مخه نه نيول کېږي او د چا دنده يې بولئ؟

تلاش: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دنده لري، چې د رسنيزو کارونو څارنه وکړي او پر رسنيو بنديز هم د همدې وزارت اړوندېږي. د نه مخينيوي ستونزه يې ډېره جدي نه ده، خو ستونزه دا ده، چې ولې داسې څه خپاره کړي، چې د بندولو اړتيا يې پېښه شي؟

پوښتنه:- ژورناليزم يعنې څه او ژورنالېست يعنې څوک؟

تلاش: ژونالېزم د مسلک نوم دی او ژورنالېست د ژوند په ډېرو ساحو کې کار کوي، د معلوماتو پيداکول او د هغو شريکول يې دنده ده. د ژورنالست تعريف په لنډ ډول سره داسې دی:

هر هغه شخص، چې نوي معلومات راپيدا کوي او د ورځپاڼو، مجلو، راډيو، تلوېزيون او وېبپاڼې له لارې يې خلکو ته رسوي، ژورنالست بلل کېږي.

پوښتنه :- زېړژورنالېزم څنګه تعريفوئ ؟

تلاش: ژېړ ژورناليزم مشخص تعريف نه لري، خو په اكاډميكو بحثونو كې هغو رسنيو ته ويل كېږي، چې ډېر پلويان ولري او له هيجاني سرليكونو، اغراق آمېزه پېښو او له ډېر رنګو يا څورنګو تصويرونو څخه ګټه اخلي. ژېړ ژورناليزم ځانګړې ساده ژبه لري او غواړي د ټولنې معمولي خلك ځان ته جذب كړي، دې ډول ژورناليزم ته سوپر ماركيټي او تابلوييدي ژورناليزم هم وايي. ژېړ ژورناليزم هغو خپرونو ته ويل كېږي، چې د خلكو احساسات د مبالغې څخه په ډكو تبليغاتو او د رښتيا او درواغو په ګډولو سره بې له كومې څېړنې څخه راپاروي.

پوښتنه: په زړه پورې رسنۍ،په زړه پورې خپرونه او په زړه پورې خبريال موڅوک دی؟

تلاش: په ټولو رسنيو حساب ګران دی، هره يوه د ځانګړې موخې له پاره جوړه شوې، خو په ژورنالېزم کې مې د داود جنبش کار خوښېږي. په ټوله معنا مسلکي شخص دی. کدر انسان دی. يوه اکاډيمي علم ورسره دی.

پوښتنه: ايا کوم نثري کتاب موچاپ شوی کنه؟

تلاش: نه، تر اوسه به لس چاپ وای، خو که غلو رانه لپټاپ نه وای پټ کړی بدبخته يم.

پوښتنه: کله چې يوڅوک ليکنه کوي بايد کوم ټکي په نظر کې ونيسي؟

تلاش: لومړی بايد د ژبې د ګرامر له اوصولو سره اشنا وي، دويم بايد د هغې موضوع په اړه کافي معلومات ولري، چې دا يې په اړه ليکل کوي، درېيم دا چې د موضوع تسلسل او اصلي موخې ته ډېر پام وکړي، ښايي نور هم وي، خو زما همدومره ياد وو.

پوښتنه: ايا هرڅوک کولی شي ليکوال شي؟

تلاش: هو، هر څوک کولی شي ليکوال شي، خو چې له ژبې له ګرامر سره بلد وي.

پوښتنه: دخوښې وړ ورزش،دخوښې وړ لوبغاړی،دخوښې وړ لوبه او دخوښې وړ لوبغالی مو کوم دی؟

تلاش: ټول ورزشونه مې خوښ دي، خو د يو هم معتاد نه يم، معتاد معنا دا، چې ډېر پرې نه اخته کېږي. په کرکټ کې مې شهزاد محمدي او نبي عيسی خېل خوښ دي.

پوښتنه: کوم رنګ،دڅه شي خوند،کوم هنر،کوم څښاک،کوم خوراک اودڅه شي بوی موخوښ دی؟

تلاش: څه دروغ به وايم، ټول رنګونه او هنرونه مې خوښ دي، خو په څښاک، خوراک او خوشبويانو کې انتخاب لرم. يخې اوبه ډېرې څښم، هم په ژمي کې هم په اوړي کې. خوراک کې مې بولاني او بېرياني ډېر خوښ دي او په خوشبويانو کې مې د مور د لاس خوشبويي خوښه ده او په عطرونو کې مې کريشين او چاينل بلو عطر خوښېږي.

پوښتنه: د چا خبرې،دچا جديت،دچا خندا،دچاغوسه او دچا تمثيل دې خوښ دی؟

تلاش: د استاد اسد الله غضنفر خبرې مې خوښې دي، چوکاټي غږېږي، په خبرو کې اختصار کوي. تر اوسه مې غوڅ جديت نه دی ليدلی. خندا ښکلې ده، که د هر چا وي؛ خوښه مې ده. غوسه مې د خپل پلار خوښه ده، يو شېبه غوسه وي، خو بلې شېبې ته يې غوسه ارامه شوې وي. بښوونکی او مهربانه انسان دی. د چارلي چاپلين تمثيل مې خوښېد، په بل چا کې مې پيدا نه کړ.

پوښتنه: خپل کوم عادت دې خوښ اوکوم دې بد راځي؟

تلاش: ولا په دې اړه څه نه وايم!

پوښتنه: هغه څه چې سکون او ارامښت درکوي څه دي؟

تلاش: د مور، پلار او کورنۍ خوښي.

پوښتنه:څه شی مو دستړتيا لامل کېږي؟

تلاش: د نورو بې ځايه غوسه، بې پرې پرېکړه او ظلم.

پوښتنه: په زړه پورې ولسمشر مو څوک دی؟

تلاش: ولادي ميرپوتين.

پوښتنه: ژوند څه ډول تعريفوئ؟

تلاش: د خوښيو او خپګانونو ګډوله ده.

پوښتنه: مشکلات خپله ټوکېږي اوکه ټوکول کېږي؟

تلاش: ځېنې پېښېږي، ځېنې پېښوو. يانې ځېنو ته موږ واسطه کېږو او ځېنو ته نور واسطه کېږي.

پوښتنه: په ژوند کې ترټولو دڅه يا چا شتون مهم ګڼئ؟

تلاش: کورنۍ مې.

پوښتنه: له ما څخه هم پوښتنه لرې؟ که هو نو مهربانی.

تلاش: ولې مو د ارمانونو او غريزو په اړه پوښتنه ونکړه؟

روشن: داځکه چې تر دې هم ډېرې مهمې پوښتنې پاتې شوې.

پوښتنه: کومه پوښتنه دې خوښه نشوه؟

تلاش: ډېرې يې ښې وې.

پوښتنه: ځوانانوته څه پيغام لرئ؟

تلاش: تعليم دې وکړي، له نړۍ سره دې سيال شي.

مننه چې زرلښت ډاټ کام ته مو وخت ورکړ.

له تاسو هم مننه، اباد دې يئ!

غزل

په واټ کې عجيبه شان تصويرونه دي خالقه!

په دې ښار کې لا هغسې ويرونه دي خالقه!

چې کوم ځای بلا پورته شي, پر موږه راخطا شي

زموږ هم عجيبه شان تقديرونه دي خالقه!

زما د بودن دغه سزا بس دی, چې انسان يم

نو ولې مې په روح کې ځنځيرونه دي خالقه

? له ځېنو که هر څومره لېرې, لېرې شو, خو بيا هم

په موږ کې يې راجمعه تاثيرونه دي خالقه!

د دې ملت په هره پېښه ډېرې چغې شنې دي

او سترګو کې يې ښه ډېر شوګيرونه دي خالقه!

غزل

چې پرېښودم دې نه عذاب ته وې

پیر ته وې، یار ته وې، جناب ته وې

څه ستا ټګي شوه، څه زما شله توب

چې مې په ژوند کې انتخاب ته وې

ما ختم کړی و، خو بیا مې لا هم

د ستړو شپو، ورځو کتاب ته وې

زه لکه تېر ژوندون په ځان ستړی

او لکه وجود کې مې تېزاب ته وې

هسې د فلم صحنه، دا هم دروغ

چې ته رنګونه وې، ګلاب ته وې

تلاش

رفيع الله روشن

بېرته شاته