سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9882
ټول لیدونکې
1449322

له تکړه ژورنالېست او کيسه ليکونکي همايون حبيبي سره مرکه


2016/18/04

 

د زرلښت ډاټ کام قدرمنو لوستونکيو په سلامونو مو هرکلی کوم هيله ده ښه به یاست،زړه ته را تېرو دمرکو په لړ کې مو دادی د هېواد يوبل پياوړی ژورنالېست او تکړه کيسه ليکونکی تاند ځوان ښاغلی همايون حبيبي غږولی دی ،له حبيبي صاحب سره مو په ژورنالېزم،ليکوالۍ او هنر خبرې کړي دي داچې ددغو درېوو په هکله يې څه ويلي لوستلوته يې تاسې را بولو، داهم تاسې او دا هم همايون حبيبي.

مرکه کوونکی: رفيع الله روشن
وښتنه: محترم حبيبي صاحب د زرلښت وېبپاڼې په نماينده ګۍ درته سلامونه اومينه وړاندې کوي،هيله ده ښه اوسئ، وروره که د مرکې له دود سره سم لوستونکيوته په مفصله توګه ځان ور وپېژنئ خوښ به شم؟
ځواب : روشن صیب ډيره زیاته مننه ، زه هم خپل سلامونه تاسې او ستاسې د ویبپاڼې لوستونکو ته وړاندې کوم او ډیره مننه چې خپل قیمتي وخت مو راته را وباښه ، زه همایون حبیبي د ډګروال عبدالمتین زوی ، د ننګرهار د کامې ولسوالئ اوسیدونکی یم ، له نن څخه شاوخوا ۳۰ کاله وړاندې مې په دې فاني نړئ کې سترګې غړولي دي ، لومړنئ زده کړې مې د کوزې پښتونخوا په احداد عالي لیسه کې ترسره کړي او ژورنالیزم پوهنځی مې د خوست په شیخ زاید پوهنتون کې لوستی دی.
پوښتنه: ډيرښه نو داهم راته ووایه چې چېرې ژوند کوئ،او څه دنده باندې بوخت يآست؟
ځواب: که څه هم اصلي استوګنځی مې همېشه بهار د ننګرهار کامې ولسوالي ده خو اوس مهال د کابل په اوومه ناحیه کې اوسیږم ، شاوخوا نهه کاله کیږي چې په رسنیزه برخه کې د خپلې خاورې او خلکو د خدمت هڅه کوم ، شاوخوا درې کاله کیږي چې د آواز مطبوعاتي دفتر سره  خبریال او د واکنش ( غبرګون) خپرونې پرودیوسر یم. 
پوښتنه: حبیبی صاحب سره له دی چی په هیواد کی نن تر ټولو ځپل شوی مخلوق ژورنالېست دی له دی هرڅه سره سره مو څنګه ژورنالېزم وټاکه اوکه هغه وخت چی تاسې زده کړې کولی له دی افاتو خبر نه وئ؟
ځواب : په دې کې هېڅ شک نشته د خپل نهه کلن کاري بهیر پرمهال لسګونه ځله د حکومتي چارواکو ، وسله والو مخالفینو او یو شمیر نورو مافیايي کړیو لخوا ګواښل شوی یم او په وروستیو کلونو کې د ژورنالستانو او د ژورنالیزم د مسلک په وړاندې ستونزې او ګواښونه لا ډیر شوي خو حوصلې مو لوړې دي او هیله من یم چې هغه ورځ به هم راشي چې خلک به د حق پلوي کوي او د ژورنالستانو پر وړاندې پرتې ننګونې هم پای ومومي ، پاتې شوه چې ولې مې دا مسلک ټاکلی لا د ښوونځي زده کوونکی وم چې له دې مسلک سره مې مینه پیدا شوه او ډير علاقمند وم چې زه دې هم د یو ژورنالست په توګه د خپلې خاورې او خلکو خدمت وکړم ، چې د مور پلار د دعاګانو او ملاتړ په برکت خپل ارمان ته ورسیدم او ویاړم چې اوس په رسنیز ډګر کې د خپلو هیوادوالو په چوپړ کې یم.
پوښتنه: ستاسوپه اند ولي په افغانستان کې لکه څنګه چی په نوره نړۍ کې د ژورنالېست او ژورنالېزم ډیر قدر وی دلته هغه شان هیڅ اهمیت نه ورکول کېږي دلیل یی څه کېدای شی،ایا ژورنالېستان خپل تعریف او دندی ته ژمن ندی اوکه نه نور خلک لکه دولتی اداره،مخالفین،زورواکي اونور وريې ژمنتیا ته قایل ندي؟
ځواب : پرله پسې جګړو زمونږ د هیواد ډيرې برخې ، شتمنئ  ، ویاړونه ، فکرونه  ځپلي دي او ژورنالست  هم د همدې ټولنې یوه برخه ده ، که څه هم د ژورنالیزم مسلک په وروستیو کلونو کې په هیواد کې ښه وده کړې ده خو لاهم زمونږ ولس او چارواکي د ژورنالیزم په اهمیت او اغیز نه دي پوي شوي ، چارواکي یوازې په دې فکر کې دي چې هرڅه  خپریږي باید د دوي په ګټه وي او ددوي ګټې په پام کې ونیول شي ، د نیوکې دود خو بیخي ورته د قبول وړ نه ده اخوا د دولت وسله وال مخالفین ، زورواکي او مافیايي کړئ  هم نیوکه نه مني او تمه لري چې هر څه د دوي په ګټه وویل شي دواړه لوري له حقیقت څخه ډیر مبالغې او تبلیغ ته زور ورکوي او ولس بیچاره خو مالومه ده چې د پوهې او شعور کچه یې په کوم حالت کې ده ، ټولو ته په احترام ژورنالستان هم په ځینو مواردو کې د ستونزو او مشکلاتو له وجې هغه څه چې پکار دي او اړین  دي نه خپروي په ځینو ځایونو کې محافظه کاري او په ځینو ځایونو کې نور مسایل ددې لامل کیږي چې د دوي ژمنتیا تر پوښتنې لاندې راولي ، په ټوله کې نه  په ځینو حالاتو کې  ، شته زمونږ ملګري چې هره ورځ د سر په بیعه د خپلو هیوادوالو غږ پورته کوي.
پوښتنه: ښآغلی حبيبي ولي رسنۍ يا ميډياته د هيواد څلورمه قوه يا ځواک ويل کېږي؟
ځواب : رسنۍ په نیغه توګه د خلکو په ذهنونو باندې اغیز لري ، خلکو ته انګیزه ورکوي ، د شعور او پوهې لوړیدو سره یې مرسته کوي او درې ګوني ځواک او خلک تر څار لاندې لري او اغیز یې هم ډیر دی نو ځکه څلورم ځواک ګڼل کیږي او باید وویل شي هر څومره چې یوه رسنۍ خپل مسولیتونه په ښه توګه ادا کړي تر ډيره به یې پورته چارې ښې ترسره کړي.
پوښتنه: ایا راته ویلی شئ چې په افغانستان کې درسنيو شمېر څومره دی اوستاسوپه اند نن سبا د تصویری،غږیزو،چاپی اوانلاین رسنيو ترمنځ کومه یوه ډیر مینه وال لري؟
ځواب : په هیواد کې د رسنیو شمیر اوس سلګونو ته رسیږي ، شاوخوا ۸۰ تلویزیوني چینلونه ، له ۱۶۵ پورته راډیو ګانې او لسګونه چاپي رسنۍ  فعالیت لري خو د دوي د شمیر په اړه به کره ځواب د اطلاعاتو فرهنګ وزارت مسولین ورکړای شي ، دا چې مینه وال د کومې رسنئ ډير دي د سیمې او ځای پورې تړاو لري ، زما په اند په ښاري سیمو کې د تلویزیون او په لرې او کلیوالو سیمو کې د راډیو ګانو اوریدونکي به ځکه ډير وي چې په ډيرو سیمو کې لاهم خلک بریښنا ته لاس رسئ نه لري او د چاپي رسنیو څخه د پوهې د کچې د کموالي له امله هم خلک ګټه نه شي پورته کولای  نو د راډیو مینه وال به ډير وي.
 پوښتنه: ډیرخلک وایی چې ټلويزيون په کور کې د ماشومانو لپاره د زده کړو يوه وسيله ده خو ډیر بيآ وایی چې ټلويزيون د ماشومانو ذهنيتونه اړوي او په ورځني ژوند اوپوهنيز ډګر کې يې له ستونزو سره مخ کوي تاسو په کوم اند يآست؟
ځواب : په هر هغه څه کې چې افراط وشي له ګټې یې زیان ډير وي ، زما په اند که ماشومان یوازې په اوزګار وخت کې تلویزیون وګوري ستونزه نه لري د ماشوم د ذهن غوړیدو سره مرسته کوي او د ډیرو مسایلو په اړه یې فکر کولو ته اړ کوي. 
پوښتنه: ستاسوپه اند ژوند يعنې څه؟
ځواب : هاهاهاها که دا پوښتنه را څخه په یوه خفګاني شیبه کې وکړې نو بیا به مې ځواب بل څه وي ، ژوند مینه ده ، ژوند رنګ دی ، ژوند ښکلا  ده ، ژوند خوند دی ، ژوند ارمان دی او ژوند ډیر څه دي. 
پوښتنه: که يو څوک وغواړي چې په ژوند کې يې د ستونزو په پرتله خوښي اوبرياليتوبونه پياوړي او ځواکمن وي کوم ټکي بايد په نظر کي ونيسی او څه باید په ژوند کې عملي کړي؟
ځواب : مینه او قناعت هغه څه دي چې د ژوند ټول خوندونه او رنګونه په کې نغښتي دي، خپلې هرې شیبې ته که په داسې سترګه وګورو چې بیرته راتلونکی نه ده او ډیر څه په یوه شیبه کې پنا کیدونکي دي باید مینه وکړو او مینه ورکړو او په خپلو شتوو شکر وباسو او قناعت وکړو نو ژوند به مو ډیر خوږ او له مینې ډک وي.  
پوښتنه: حبیبی صاحب که پيدا یو نو ولی مړه کېږو اوکه خوشحالي شته نو بیا ولې خفګان شته؟
ځواب :زمونږ راتګ دې فاني نړئ ته د اخروي ژوند بنسټ او جوړښت دی او خفګان شته چې د خوشالۍ په خوند پوهیږو.
پوښتنه: کومه ښکلا مو ډیره خوښه ده هغه چې طبعي وي اوکنه هغه چې مصنوعي وي اوپه څه دلیل؟
ځواب : یو شاعر وايي
ساده حسن په سینګار خراب نکړې ... ستا ښایست خو بې سینګاره ګلستان دی
پوښتنه: حبيبی صاحب زما مو ليکوالۍ او شاعرۍ ته فکر کړ په دې هکله هم معلومات راکړئ چې شاعري او لیکوالي هم کوئ اوکنه؟
ځواب : مننه روشن صیب ، کلونه مخکې مې شعرونه لیکل خو اوس نه ، د لیکوالۍ په برخه کې مې یوازې لنډه کیسه تجربه کړې ده او لږه ډيره ژباړه کوم .
پوښتنه: نو بيآ خو لوستونکيوته د لنډې کيسی په هکله معلومات ورکړه ؟
ځواب : د نړئ پرمختګ او د خلکو د بوختیاوو له ډيرو سره ، خلک غواړي په لنډو او نږدې لارو خپل هدف او موخې ته ورسیږي او وخت وسپموي ، نو په نوولسمه پیړئ کې لیکوالو د اوږدو داستانو او ناولونو پرځای لنډو کیسو ته هم مخه کړه ، په لنډه کیسه کې لیکوال په لنډو کلمو او جملو سره کیسه او مطلب  لوستونکو ته وړاندي کوي او دا چې څنګه لیکل کیږي او باید د لیکلو پرمهال یې څه پام کې ونیول شي دا بیا بیل بحث دی.
پوښتنه: ايا د لنډو کيسو کومه چاپ شوې ټولګه لرئ اوکه يواځې په ليکلو يې بسنه کوئ؟
ځواب : تر اوسه مې د لیکل شوو کیسو شمیر هغې کچې ته نه دي رسیدلي چې د کتاب په شکل یې چاپ کړم ، یوازې اوولس لنډې کیسې مې لیکلي چې یوه یې هم نه ده خپره شوې.
پوښتنه: ايا هرڅوک کولی شي ليکوال شي؟
ځواب: امکان لري خو په  مطالعې ، شوق او احساس سره.
پوښتنه: دخوښې وړ ورزش،دخوښې وړ لوبغاړی،دخوښې وړ لوبه او دخوښې وړ لوبغالی مو کوم دی؟
ځواب : کرکټ مې څه نا څه خوښیږي او له هغې ورځې وروسته چې افغان لوبغاړي د کرکټ ډګر ته ووتل نو ډير خوند راکوي ، پخوا به مو پردو لوبغاړو ته دعاوې او چکې وهلې او د خوښې وړ لوبغاړی مې محمد نبي عیسی خیل دی .
پوښتنه:کوم رنګ،دڅه شي خوند،کوم هنر،کوم څښاک،کوم خوراک اودڅه شي بوی موخوښ دی؟
ځواب : رنګ خو مې تور او سور خوښیږي ، په هنر کې رباب او شپیلئ ، غږونه مې د هارون باچا ، سردار علي ټکر ، پنکچ اداس او لتا منګیشکر خوښیږي ، په څښاک کې بیا شین چای او شړومبې ، په خوراک کې هر څه چې مخې ته راشي فرق نه کوي خو وچ سابه مې ډير خوښیږي او بوي مې د رامبیل چامبیل د ګلونو خوښیږي چې ورسره مې ډير یادونه تړل شوي دي.
پوښتنه: د چا خبرې،دچا جديت،دچا خندا،دچاغوسه او دچا تمثيل دې خوښ دی؟
ځواب : خبرې راته د کوزې پښتونخوا د سیاستمدار او د عوامي نیشنل ګوند د مشر اسفندیار ولي خوند راکوي ، خندا راته د خپل وړوکي زوی محمد عمر په زړه پورې ده ، غوسه خو مې د هیچا نه خوښیږي او تمثیل مې د عامر خان او شاه رخ خان خوښیږي.  
پوښتنه: خپل کوم عادت دې خوښ اوکوم دې بد راځي؟
ځواب : عادتونه خو مې خپل یو هم نه خوښيږي او بد مې له خپلې خوش باورئ راځي ډير خوش باوره یم چې په ډيرو ځایونو کې یې له ستونزو او زیانونو سره مخ کړی یم.
پوښتنه: مشر اولاد مو څه نومېږي او واده مو په خپله،د مېرمنې او که دوالدينو په خوښه کړی دی؟
ځواب: دوه اولادونه لرم مشره مې لور ده ملالئ نومیږي ، واده مې پخپله خوښه کړې او د کورنیو رضا هم په کې شامله وه.
پوښتنه: هغه څه چې سکون او ارامښت درکوي څه دي؟
ځواب : د هیواد پرمختګ ، له دوستانو او کورنۍ سره ناسته ، کیسې او مجلس 
پوښتنه:څه شی مو دستړتيا لامل کېږي؟
ځواب :په کاري ډګر کې تحمیل شوی سفر او هغه کار مې چې پخپل زړه نه وي راته ډیر ستړی کوونکی وي.
پوښتنه: په زړه پورې ولسمشر مو څوک دی؟
ځواب : پخوانی ولسمشر حامد کرزی .
پوښتنه: کوم سياست مدار مو خوښ دی؟
ځواب: هیڅ څوک ، سیاست مې اوس ډير بدې راغلی دی.
پوښتنه: مشکلات خپله ټوکېږي اوکه ټوکول کېږي؟
ځواب: زما په اند په ډيریو حالاتو کې ټوکول کیږي او مونږ پخپله ځانته ستونزې او مشکلات جوړوو ، وړې خبرې نه غټه جوړوو او معمولي مسایلو ته ډيره هوا ورکوو.
.پوښتنه: په ژوند کې ترټولو دڅه يا چا شتون مهم ګڼئ؟
ځواب: د مور او پلار
پوښتنه: له ما څخه هم  پوښتنه لرې؟ که هو نو مهربانی.
هاهاهاها نه نو اوس تاسې مرکه کوونکي یاست دلته به زما د پوښتنې ځای نه وي.
پوښتنه: کومه پوښتنه دې خوښه نشوه؟
ځواب: مننه روشن صیب ټولې پوښتنې راته په زړه پورې وې هاهاهاهاهاهاهاهاها یوه نیمه پوښتنه مې په زړه پاتې شوه چې باید تاسې پوښتنه کړې وه او ما ځواب ویلې وای خو خیر هغه به بیا که ژوند وي کوم ملګری وپوښتي.
پوښتنه: ځوانانوته څه پيغام لرئ؟
ځواب: ځوانانو ته  مې پیغام  دا دی چې له وخت څخه سمه ګټه پورته کړي او خپله یوه شیبه هم بې ځایه ضایع نکړي.
مننه چې زرلښت  ډاټ کام ته مو وخت ورکړ.
بیا هم روشن صیب ډيره زیاته مننه چې خپل قیمتي وخت مو مونږ ته را وباښه ، تاسې او ستاسې ټيم دې تل سرلوړي او په چارو مو برلاسي اووسئ.

رفيع الله روشن

بېرته شاته