سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9666
ټول لیدونکې
1088258

له ځوان،تاند او دحالاتو او خلکو د ذهنيتونو ترجمان شاعر شاه نواز باقر سره مرکه


2016/08/06

له ځوان،تاند او دحالاتو او خلکو د ذهنيتونو ترجمان شاعر شاه نواز باقر سره مرکه

توره شپه وه اوازونه راپسې وو

په کوټه کې ديوالونه راپسې وو

ما څادر دومره په شړک راوچت کړى

چې تر کوره کاغذونه راپسې وو

باقر

سلامونه ،مينه او د روژې مبارکې مياشتې په رارسېدو تاسو ټولوته مبارکي وايم،د زرلښت ډاټ کام قدرمنو لوستونکيو دمرکو په برخه کې مو داځل د عمر په لحاظ خام خو دفکر او شاعرۍ په لحاظ ډېر پوخ شاعر محترم شاه نواز باقر صيب سره د زړه خواله کړي دي.
دوستانو ښاغلی باقر د يوويشتمې پېړۍ په ځوانو شاعرانو کې مخکښ ،دزړونو،مينې او لفظونو شاعر دی،دده په شعر کې د انسانانو ځوان او زوړ خو لا څه چې ان د نورو طبقو موجودات لکه ،پېريان،جنيات او نور هم خپل ځانونه پيدا کوي،هغه د حالاتو ترجماني په داسې ډول کې کړې چې هره ګروه ورڅخه متاثره کېږي ،نو داچې باقر د خپل شاعرانه ژوند په هکله څه وایی له ده څخه يې وپوښتۍ او په مرکه کې يې ځوابونه تر لاسه کړئ.
مرکه کوونکی: رفيع الله روشن

پوښتنه: سلامونه اومينه ګران باقرصيب هيله ده ښه اوسې،که د مرکې له دود سره سم ځان را وپېژنې چې دکوم ځای ياست، زېږېدلی،چېرې ژوند کوي،څومره زده کړې مو کړي اوپه کومه برخه کې ؟

ځواب: نوم شاه نواز، تخلص باقر،ولد غلام حسين، هيواد افغانستان ، ولايت ننګرهار ،ولسوالي هسکه مينه،قريه خرکنۍ،دزيږيدلو ځاى کوزه پښتون خوا هنګو سيمه،تعليم تر۱۱ ټولګي پورې.

پوښتنه: باقر صيب ! دا طبعي خبره ده چې ژوند لوړې ژورې لري خو له دې حالاتوسره د مقابلې په خاطر مو څنګه ځان عيار کړی دی ،داچې شاعري هم کوئ هرو مروبه کورنۍ هم در له غاړې وي نو داهم راته ووایه چې څه کار کوئ؟

ځواب: که څه هم زموږ په هيواد کې دجنګ جګړې او دلمبو لوګي خواره دي په ډير مشکل سره دخلکو ژوند د مينې او ورورولۍ طرف ته مايل کيږي پدى خلکو کې يو زه هم يم چې ستړى ستړى ژوند مې پر مخ روان کړى دډيرو مشکلاتو با وجود مې دژوند تصوير پيکه ندى پريښى او دژوند نه راضي يم.

پوښتنه: باقرصيب ! ولې مو دشعر ښاپېرۍ ته سرپه غېږ کې کېښود اودهغې خبرې مو په خپله ژبه لوستونکيوته وړاندې کړې؟

شاعري د خداى ورکړه ده چې دډيرو کمو خلکو سترګې په دې اوبو مينځلي د شعر ښاپيرۍ زما دتورو شپو او دناکراره ژوند ملګرى ده چې همدا ملګرې ماته دالهام په پياله کې دشعر مهينې اوبه راکوي او په يوه شيبه کې مې دستړي ژوند ارام ګاه ته بيايي.

پوښتنه: ډېری خلک داسې انګېري چې شاعر بايد له ادبياتو فارغ وي که داسې وي نوتاسې خو لا فارغ نه یاست نو بيا څنګه شاعرياست؟

جواب: لکه څنګه چې مې پورته ذکر کړل چې دا يو الهام دى چې دډيرو کمو خلکو په نصيب دى ،نودادبياتو او کوم بل مسلک سره هيڅ اړيکه نلري ډير لوي لوي پروفيسوران مې ليدلي چې له شعر سره يي بې کچې مينه ده خو شعر نشي ليکلاى.

پوښتنه: ستاسو مينه د چا د شعر په لوستلو له دې فورم سره پيداشوه او ايا په شاعرئ کې ځانګړی سبک لرئ که بل څوک تعقيبوئ؟

جواب : د هر انسان قواره ديو بل څخه توپير لري او دهر انسان ژوند ديو بل څخه مختلف وي نو حتما فکرونه خيالونه او احساسات به هم توپير لري،زما دذات په ځنګل کې يو پټ شاعر اوسي چې دده شاعر ناکراره چغې ما دنورو خلکو څخه بيلوي نو ضرور به زما دشعر لاره دنورو شاعرانو څخه بدله وي او شعوري کوشش مى همدا دى چې شعر دنورو څخه بدل وليکم.

پوښتنه:تراوسه مو څومره اوپه کومه برخه کې شاعري کړي او ایا کوم چاپ شوی اثر هم لرئ کنه؟

جواب: شعر مې په ډيرو برخو کې ليکلى دى ـ غزل ـ نظم ـ سندره ـ هايکو ـ او وغيره وغيره ـ ـ ـ په ډيرو تذکرو کې مې شعرونه چاپ شوي او دا څو ورځې مخکې مې شاعرۍ مجمعوعه له چاپ څخه راوته (د هوا سترګو کې شګې) په نوم.

پوښتنه: باقر صيب! ترکومه چې ماستاسو شعر لوستلی دی ډېر لوړ خيال پکې دی دغه توري له کومه کوئ؟

جواب: د شعر لپاره د نوو موضوعاتو ضرورت ډير وي زه اکثر دا کوشش کوم چې په نوي فکر او خيال د شعر لپاره جامې وګنډم نو شايد همدا وجه وي چې زما شعر ته لوړ خياله شعر وايئ.

پوښتنه: شعرته څه تعريف لرئ؟

جواب: د شعر لپاره زمونږ مشرانو استاذانو شاعرانو ليکوالانو ډير ښه ښه تعريفونه ټاکلي زما په اند شعر د احساساتو روانه چينه ده چې کله سړى ډير تږى شي نو يوه لپه اوبه ترې وڅښي.

پوښتنه :- تلپاتې شعرکوم دې ؟

جواب: تل پاتى شعر هغه دى چې تل د خلکو په ذهنونو کې پاتې وي نو کوم شعر به د خلکو په ذهنونو منګولې لګوي ، هغه شعر چې د وخت او د زمان عکاسي پکې وي چې د نوو موضاعاتو نه ماله مال وي او د مينې ګلان پکې کرل شوي وي.

پوښتنه: باقر صيب! په شعر کې انځور ته څنګه ځای ورکول کېږي او ايا د انځور شتون په شعر کې څه رول لري؟

جواب: د مصور کار له رنګونو سره وي او د شاعر کار د لفظونو سره خو دا دواړه زما په برښه دي زه مصور هم يم او شاعر هم چې کوم تصوير په رنګونو جوړيږي هغه په لفظونو جوړوم او کوم چې په لفظونو جوړيږي او په رنګونو جوړوم انځور په شعر کې ډير اهم کردار ادا کوي.

پوښتنه :- اوسنی شاعری له په خوانی شاعری سره څنګه پرتله کوې؟

جواب : د نن شعر هم ښه دى او پخوانى هم په دې کې څه نه شم وايلى.

پوښتنه :- دشعرونوترڅنګ ، لنډې کیسې ، داستانونه ،ادبي ټوټې هم ليکې اوکنه؟

جواب : د شعر سره مې علاقه ډيره ده او خوند هم راکوي چې شعر ليکم ـ لنډې کيسې مې هم ليکلي دي.

پوښتنه: ايا هرڅوک کولی شي شاعر شي؟

ځواب: هر څوک شاعر نه شي کيدى.

پوښتنه: هغه څوک چې د بازار لپاره شاعري کوي څه ويل ورته لرې؟

ځواب: ځني شاعران د شهرت لپاره دا هڅه کوي چې مارکيټي شعر وليکم کوم سندر غاړى يې وويي او د يو څو ورځو لپاره يې خلک نوم واخلي ـ بايد مونږ تل پاتى شعر وليکو چې د خلکو ژوند ورسره څه نه څه تغير ومومي.

پوښتنه: ایا تراوسه مو شعر کوم سندر غاړي ويلی کنه،که هو ايا په خپله مو ورکړی که ستاسو له اجازې پرته يې اخستی او کوم سندرغاړي ويلی دی؟

ځواب: زما شعرونه ډيرو تکړه تکړه هنر مندانو وايلي ـ کرن خان ـ بريالى صمدي ـ ظفر اقرار ـ او داسې نورو ـ شعر يې زما په اجازت ويلی او خپله يې خوښ شوي دي ما خپله نه دى ور کړى .

پوښتنه: دخوښې وړ ورزش،دخوښې وړ لوبغاړی،دخوښې وړ لوبه ؟

ځواب: د خوښې لوبه مې کرکټ ده ـ د خوښې لوبغاړى مې سچن ټنډولکر دى د بهارت ټيم والا ـ شهزاد محمدي زما د ګران افغانستان لوبغاړى ـ

پوښتنه:کوم رنګ،دڅه شي خوند،کوم هنر،کوم څښاک،کوم خوراک اودڅه شي بوی موخوښ دی؟

ځواب: په رنګونو کې مې اسماني رنګ خوښيږي ، بوي مې د لمدو خاورو ښه راځي ـ

پوښتنه: د چا خبرې،دچا جديت،دچا خندا،دچاغوسه او دچا تمثيل دې خوښ دی؟

ځواب: د امن خبرې مې خوښيږي چې د هر چا په خوله وي ـ د مور غصه راته خوند راکوي چې مينه پکې راته ښکاري ـ خپل جرت مې خوښيږي

پوښتنه: خپل کوم عادت دې خوښ اوکوم دې بد راځي؟

ځواب: خپل يو عدت مې بد راځي چې په نه خبره خفه کيږم او خپل ښه عدات مې دا دى چې که هر څومره راسره څوك بد وکړي زړه کې مې ورته کينه نه وي.

پوښتنه: مشر اولاد مو څه نومېږي او واده مو په خپله،د مېرمنې او که دوالدينو په خوښه کړی دی؟

جواب ـ واده مې لا تر اوسه نه دى کړى

پوښتنه: هغه څه چې سکون او ارامښت درکوي څه دي؟

جواب ـ د بل انسان خوشالي راته ژوند او سکون راکوي او خپل لفظونه

پوښتنه:څه شی مو دستړتيا لامل کېږي؟

جواب ـ کرکه کينه او بې اتفاقي مې خفه کوي

پوښتنه: په زړه پورې ولسمشر مو څوک دی؟

جواب ـ هغه ولسمشر مې خوښيږي چې د خپل قام او د خپل قام او وطن خلکو ته د امن او د مينې د ترقۍ زيري راولړي

پوښتنه: کوم سياست مدار مو خوښ دی؟

جواب ـ هغه څوک چې هره خبره يې ملغلره وي

پوښتنه: ژوند څه ډول تعريفوئ؟

جواب ـ ژوند د يو لوى مقصد نوم دى چې ډير کم خلك په دې معنا پوهيږي ـ د خپل منزل لټون دى

پوښتنه: مشکلات خپله ټوکېږي اوکه ټوکول کېږي؟

جواب ـ ځيني مشکيلات په خپله جوړيږي او ځيني ځان ته خلګ پخپله جوړوي

پوښتنه: په ژوند کې ترټولو دڅه يا چا شتون مهم ګڼئ؟

جواب ـ د مور او د پلار د امن او امان

پوښتنه: له ما څخه هم پوښتنه لرې؟ که هو نو مهربانی.

جواب ـ له تا څخه مې دا پوښتنه دا چې شاعرۍ ته په کوم نظر ګورې او شاعر ته ؟؟؟

پوښتنه: کومه پوښتنه دې خوښه نشوه؟

جواب ـ هره پوښتنه مې خوښه شوه

پوښتنه: ځوانانوته څه پيغام لرئ؟

جواب ـ ځوانانو ته مې دا پيغام دى چې وخت مه ضايع کوئ خپل راتلونكي ته پام وکړئ خپله انرژي په مثبتو لارو استعمال کړئ د مور او د پلار ډير قدر کوئ خپله ژبه ژوندۍ وساتئ.

 

غزل

د ليونو په شانتې شمارم د خيالونو خښتې

زما په ګوتو کې بندونه د لاسونو خښتې

کور جوړوم په کې کرم د قلمونو ونې

کور جوړوم ورته راوړم د کتابونو خښتې

زه به ترڅو پسې وهم منډې او باد به يې وړي?

زه به تر څو کېدمه ستا په تصويرونو خښتې?

خدايه! چې خلک يې کتلو باندې هم ماتوي

دومره نازکې دې پيدا کړلې د زړونو خښتې

چې ورو په ورو مې هره ورځ د کور قامت ټيټېږي

څوک پټوي زما د کور د دېوالونو خښتې?

باقره! چرته ځې چې خلک دې له خوبه ويستي?

په ځمکه ولې ټکوې د قدمونو خښتې?

شاه نواز باقر

غزل

هيچا ونه ليدې زما د ژوندانه تڼاکې

په ډيرو چيغو مې را وختې په خوله تڼاکې

د وخت غربت، د ژوند لټون، او انتها د مينې

د چا لاسونه، د چا پښې، او د چا زړه تڼاکې

اوس به مې تنده ماته کړی وى پرې تږى يمه

د خداى نه ځار شمه اوس نه کوي اوبه تڼاکې

چا ټکولو ټوله شپه زه ويده شوى ومه؟؟

سحر وختي مې وليدې د کور په وره تڼاکې

باقره! ما په داسې ښار کې زندګي تيره کړه

چې نه سـندرې خلك پيژني، او نه تڼاکې

 

شاه نواز باقر

 

 

رفيع الله روشن

بېرته شاته