سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9924
ټول لیدونکې
1509789

دتورخم جګړېته((غزل))


2016/13/06

زماګرېوان ته دي دچا په لمسون لاس رااوږدکړ
 صبرپرتامي دشکېدلې تڼۍ پورپاته دى
  نورنوماهم دزوروروسټي و هيستلې
 بس په نړۍ کي لايودغه سړي خورپاته دى
 پلاريې پرون موږپه سوټيوپه اسلام خبرکړ
 زوى يې نن وايي زماپه تاسي دپلارپورپاته دى
 په رڼاورځ دابداليانوپرحريم رااوړي
 خبرپرې نيم چي په کوم ځاى کي يې زورپاته دى
  لکه وى نه دچاکورروغ رانه خلاص شوى ندى
 حيران پدې يم چي لاولي دي روغ کورپاته دى
 له پړقه نده لالوېدلې نه يې زنګ کړي دي
ايوبي توره کي مواوس هم هسي شورپاته دى
 زموږدخاوري هربچى دى ابدالي غزنوي
له سره تيردي پرې اوهريويې غمخورپاته دى
 هرنېټه ليک هرځاى ګوادى جمالياره پدې ـ
چاچي په بدنيت راکتلي دي مختورپاته دى،،

اجمل،، جماليار

بېرته شاته