سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9789
ټول لیدونکې
1286291

الف جانه


2016/27/06

آغلې الف جانه خټک د پښتو يوه انقلابى شاعره ده چې تعلق ئې د خپل وخت خدائى خدمتګار تحريک سره ؤ. د پلار نوم ئې غنى شاه خټک دی. دی په احمدى بانډه کې په مارچ ١٩٢٧ء کې زيږېدلی ده. رسمى تعليم ئې تر اتمه پورې ترلاسه کړی دی.
ولې وروسته ئې د پښتو انرز هم کړی و او د کلى په يو سکول کې ئې د درس او تدريس وظيفه ترسره کوله. د الف جانې شاعرى چې سړی لولى نو دا لکه د سيده بشرى بېګم غوندې قام پرسته شاعره ده. په پښتو او پښتونولۍ مئينه ده. ويلی شى چې د دې په شاعرۍ کې به د دې سخر(خسر) اصلاح کوله. د محترمې شعروشاعرى به د پښتو مشهورې مجلې "پښتون" کې خپریده . دا هغه وخت ؤ چې د دې مياشتنۍ مجلې دچلولو چارې د ستر ملى مبارز باچا خان په غاړه وې.
په پښتو ادب کې د الف جانې ډېره لويه نامه ده ولې د دې محترمې ادبى عمر ډېر کم وختو. څومره زر چې دې په ادبى نړۍ کې خپل نوم ګټلی ؤ هم دومره زر دغه پښتنه ادبى منظر نه په شا هم شوه او بيا ځنې داسې ګنګوسې به هم کېدې چې ګنې الف جانه يو فرضى نوم ؤ چې د ضرورت په وخت کې ئې مېدان ګرم کړو او بيا يوې ډډې ته شوه. ولې د محترمې په نوم چې کوم څۀ په ورځپاڼو او مجلو کې خپاره شوى دى پکار ده چې اوس ئې مدعى پېدا شوی وی. خو خبره داسې نۀ ده. البته د محترمې تراوسه پورې د شاعرۍ څۀ کتاب مخې له نۀ دی راغلی. چې کومه شاعرى ئې ما لوستې ده د هغې نه دا اندازه کېږى چې الف جانه خټکه يوه روشن فکره شاعره ده او په پښتو او پښتونولۍ باندې مئينه ده. راځئ چې اوس ئې د کلام څۀ بیلکې ولولو چې د دې شاعرې د شاعرۍ نه تاسو هم مستفيد شئ.
پښتونه
پښتونه پورته شه قامونو کې خپل قام پورته کا
بيا په دنيا کې د پرېوتى پښتون نام پورته کا
ګوره قامونه ټول په بام د ترقۍ وختل
تۀ څۀ ته ګورې؟ ترقۍ په لورى ګام پورته کا
بيا په دنيا کې د قامونو انجمن جوړېږى
دې انجمن کې د ګمنامې پښتو نام پورته کا
بې له نظامه ترقى د قام ممکنه نۀ ده
قام منظم کا او معيار بيا د خپل قام پورته کا
پرېوتى قام له ترقى بويه د برق په رفتار
د هر سحر په مقابل کې خپل ماښام پورته کا
د يو څو کسه ترقى تۀ ترقى مۀ ګڼه
که ترقى غواړې د قام نو خاص و عام پورته کا
فخر افغان نه مې پېغام د ترقۍ راوړی
په دواړو لاسو دا پېغام په احترام پورته کا
د جهالت الزام په تا باندې په ځاى لګېږى
د خپل تعليم انتظام وکړه دا الزام پورته کا
د خپلې ژبې ترقى چې درنه هېره نۀ شى
د انګرېزۍ په شان معيار د خپل کلام پورته کا
نر که دماغ دی ستا د قام، ښځه ئې زړۀ وګڼه
که ترقى دې وى مقصد د دوى مقام پورته کا
تۀ د خالد بابا اولاد ئې شجاعت وښايه
د مظلومانو په امداد کې خپل صمصام پورته کا
په بنيادمو چې احسان دين د اسلام کړی دی
په ښۀ عمل سره تۀ هم دين د اسلام پورته کا
د الف جان نصيحت واوره بيا عمل پرې وکړه
پښتونه پورته شه قامونو کې خپل قام پورته کا

لطيف ياد

بېرته شاته