سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9882
ټول لیدونکې
1449444

له ځوان او تاند ليکوال او ژورنالېست نصیب الله پوپل سره مرکه.


2016/29/06

 

سلام او ښې چارې قدرمنو لوستونکيو ! داځل مو له کندهاره ليدنه کړې او له يوه تکړه ليکوال او ژورنالېست ښاغلي نصيب الله پوپل سره مو دزړه خواله کړي،پوپل داوسنۍ زمانې اووخت د جبر په ژرنده دل وګړی دی چې له حالاتوسره يې دمقابلې په خاطر سينه سپر کړې او په يوه رسنۍ کې خپله دنده په رېښتينولۍ سره مخته وړي،داچې ښاغلی پوپل د خپل مسلک او ژوند په هکله څه ويل لري په ورسره شوې مرکه کې يې ولولئ.

مرکه کوونکی : رفيع الله روشن

پوښتنه: قدرمن پوپل صيب! سلام او ښې چارې زه خومو په بشپړه توګه پېژنم خوکه د مرکې له دود سره سم له قدرمنو لوستونکيو سره پېژندګلوي وکړې چې د کوم ځای ياست،زوکړه مو چېرې شوې،چېرې ژوند کوئ، ايا زده کړې مو کړي کنه که هو چېرې په کومه برخه کې او ترکومه حده؟

پوپل: په لومړي قدم کي سلامونه مينه، ادب، د زرلښت ډاټ کام درنو لوستونکو ته، ورپسې راځم پوښتنې ته! نوم مي نصیب الله دی او قلمي نوم پوپل د کندهار ولایت د شاولي کوټ ولسوالۍ د ملیزو د کاریز اصلي اوسیدونکي یم.

کله چي په افغانستان کي مرمیو افغانان دې ته نه پرېښودل چي په خپل هیواد کي ساه واخلي او ژوند وکړي نو د افغانستان څخه په زرګونه کورنۍ پاکستان ته مهاجر سول او زه هم د مهاجرت په دوره کي هلته زېږېدلي یم او د مکتب دولس کلنه دوره مي په خپل تاریخي کندهار کي پایته رسولې ده.

پوشتنه: پوپل صيب په کندهار کې د ژورنالېستانو او رسنيو پر وړاندې پرتې ننګونې په اوسنيو حالاتوکې څه دي؟

پوپل: ټوپکسالاران، زورواکان او واکداران دا هغه څوک دي چي اوس یې هم د رسنیو او ژورنالیستانو لپاره ستونزي جوړي کړي دي.

پوښتنه: په کندهار ولايت کې هغه رسنۍ چې دخلکو اوټولنې داړتيا وړ خپرونې کوي کومه ده؟

پوپل: میرمن راډیو چي په کندهار غوندي ولایت کي د میرمنو د ستونزو د حل په موخه کار کوي.

پوښتنه: ژورنالېست د دولت او ولس ترمنځ د پله حيثيت لري ستاسوپه اند ولې په افغانستان کې دغه پلونه ډېر نړول کېږي؟

پوپل: بې قانوني بې عدالتي هغه څه دي، چي افغانستان یې څو لسیزي شاهد پاته سوی مګر اوس ژورنالیستان دي چي غواړي د داسي کړنو مخه ونیسي، چي دا کار د بې قانونو اشخاصو نه خوښیږي او دوی تل غواړي چي خپل سري وګرځي.

پوښتنه: کله چې یو خبريال غواړي په يوه مهمه موضوع راپور جوړ کړي ستاسو له انده کوموټکوته بايد پام وکړي ترڅو يې راپور په تمامه معنی مکمل وي.

پوپل: لومړی باید یو خبریال په پوره دقت اوفکرسره یوه موضوع راواخلي دټولني ستونزو ته باید پام وکړي چاپیریال درک کړي اومنابع یې باید مشخصي وي اودده راپور ټولني اوخلکوته ګټمن وي.

پوښتنه: په ژوند کې له کوم هنر،مسلک يا علم سره علاقه لرئ؟

پوپل: د لیکوالۍ سره

پوښتنه: ښاغلی پوپل ! ايا هغه کسان چې په افغاني رسنيو کې کار کوي مسلکي او رسنۍ معياري دي، که هو د کومو اوصافو په لرلو اوکه نه دي د کومو خاليګاو له مخې؟

پوپل: که چیري رسنۍ مسلکي ژورنالستان ولري نو معلومه خبره ده چي هغه رسنۍ به معیاري پرګرامونه ولري خو دلته په افغاني رسنیو کي تر ډیره حده مسلکي کسان نسته چي زموږ رسنۍ معاري نشرات نه لري خو بیا هم د خوښۍ ځای دا دی چي اوس د پوهنتونونو څخه يه زیاته اندازه مسلکي ژورنالستان فارغه کیږي.

پوښتنه: ايا په افغانستان کې له ټولنيزو رسنيو لکه فيسبوک، ټويټر، انسټا ګرام، يوټيوب او نورو څخه په سمه توګه استفاده کېږي؟

پوپل: لکه څنګه چي لازمه ده او نړيوال ورڅخه استفاده کوي په همهغه کچه په افغانستان کي ورڅخه سمه استفاده نه کوي. ولي چي دغه ټولنیزي رسنۍ هم د عامه پوهاوي لپاره یو ښه سرچینه کېدای سي، چي متاسفانه په افغانستان کي ورڅخه داسي استفاده نه ده سوې.

پوښتنه: يوژورنالېست په کومو حالاتوکې له مشکل سره مخ کېدلی شي؟

پوپل: په کاري وخت کي د سرچینو د نه حاضریدل او په ځینو ساحو کي د ناامنۍ له امله خبریال خپل تحقیق او څیړنه په سمه توګه نه سي کولای دا هغه لاملونه دي چي ژورنالیست په ستونزو کي وي.

پوښتنه: د افغانستان هر اړخيزو حالاتو ته په کتلوسره د رسنيو زياتوالی څنګه ارزوئ؟

پوپل: په اوسنیو وختونو کي رسنۍ دي چي خلک یې د حالاتو څخه خبر کړي دي که تر دې لا هم زياتي سي لا به ښه وي.

پوښتنه: څه بايد وشي چې زموږ د رسنيو او رسنيوالو کميت او کيفيت دواړه معياري شي؟

پوپل: پر مسلکیتوب او معیار باندي کار باید وسي.

پوښتنه: ستاسوپه اند يو ژورنالېست بايد د کومو اوصافو،اخلاقو او هنرونو لرونکی اوسي؟

پوپل : اخلاق، رښتنولي ، سیاست او ادب پوهنه دا هغه څه دي چي هر ژورنالېست یې باید له ځان سره ولري.

پوښتنه: ستاسوپه اند هغه څه دی چې نن يې افغاني رسنۍ له سقوط او تنزل سره مخ کړي دي؟

پوپل: دا چي اوس رسنۍ د کاروبار اله کرځېدلې ده نو اقتصادي زوب دی. تجار رسنۍ لري د اقتصادي زوب سره مخ سو او رسنۍ فلج (سقوط) سول.

پوښتنه:ايا هر هغه څوک چې په رسنيوکې کار کوي ژورنالېست يې بللی شو؟

پوپل: که د یو اموزشي دورې څخه فارغ وي او خبر جوړ او نشر کړي دې ته موږ ژورنالیست ویلای سو خو مسلکي نه.

پوښتنه: رسنۍ يا ميډيا څنګه راته تعريفوئ؟

پوپل: رسنۍ هغه ده چي میډیا یا مطبوعات هم ورته ویل کیږي.
یا په بل عبارت رسنۍ تودې پیښي معلومات او د خلکو افکار تر نور خلکو پوري رسوي

 

پوښتنه: که چېرې ديوه رسنيز کور يا رسنۍ بشپړ صلاحيت درکړل شي نو د درپورې اړوندې رسنۍ دپرمختګ لپاره به څه وکړې؟

پوپل: داچي یوه رسني دټولني سترګي بلل کیږي اورسنۍ پریښتینولی ولاړه وي ، اودخلکو ږغ اوستونزي ترمسوولینو رسوي ترڅو دخلکو ستونزو ته دحل لاره پیداکړي ، زه هم لومړیتوبونو ته پام کوم نن سبا ترهرڅه ډیر زموږ ولس وتعلیم اوعامه پوهاوي ته اړتیا لري ، همدارنګه زموږ هیواد و سولي، امن اویووالي ته اړتیا لري زما لمړیتوبونه هم همدا وي .

پوښتنه: د خوښې وړ خبرو مو کوم وي؟

پوپل: د هیواد د پرمختک.

پوښتنه: له څه شي مونفرت کېږي؟

پوپل: له جنګ او ویني تویویني څخه .

پوښتنه: د خوښې وړ رسنۍ مو کومه يوه ده؟

پوپل: هغه رسنۍ چي د هیواد نافذه قوانیونو ته درنښت ولري ملي ارزښتونو ته ژمن وي د خلګو د سوکالۍ لپاره کار کوي.

پوښتنه: درته تر ټولو په زړه پورې جمله يا کلمه څه ده؟

پوپل: سوله.

پوښتنه: د خوښې وړ ژورنالېست مو څوک دی؟

پوپل: د بي بي سي راډیو خبریال او لیکوال ایمل پسرلی

پوښتنه: ايا تراوسه مو په ژوند کې کوم ارمان پوره شوی؟

پوپل: هو د واده مخکي مي انتخاب درلود چي د الله (ج) په توکل پوره سو.

پوښتنه: دکومې هيلې د پوره کېدو په هڅه کې ياست؟

پوپل: غواړم ټولني ته نه ستړي کېدونکي کارونه وکړم او تل په دې هڅه کي یم.

پوښتنه: څه شی موډېرځوروي؟

پوپل: غیري قانوني کړني. او بې نظمي

پوښتنه: هغه راز چې تراوسه مو چاته نه وي ويلی؟

پوپل: چي تر اوسه مي چا ته نه دي ویلی نو د لیکلو حق یې هم ځان ته نه ورکوم.

پوښتنه: ايا واده مو کړی، که هو مېرمن مو دنده لري؟

پوپل : هو شکر دي الحمدالله مېرمن مي کومه دنده نه لري.

پوښتنه: د ژوند قهرمان مو څوک دی؟

پوپل: خدای (ج) بخښلي پلار جان مي.

پوښتنه: د خوښې وړ ولسمشر مو څوک دی؟

پوپل: هغه کس چي دافغانستان هر وګړي ته یې هدف وټاکه اودهیواد بیرغ یې پرټوله نړۍ ورپاوه پخوانی ولسمشر جلالتماب حامد کرزی.

پوښتنه: د چکر لپاره کوم ځای ته تلل خوښوئ؟

پوپل : د افغانستان ټولو ولایتونو ته.

پوښتنه: د خوښې وړ کتاب موکوم دی؟

پوپل: لومړی خو قران مجید او ورسته هغه کتابونه چی زما په هدف پوري تړلي وي.

پوښتنه: د خوښې وړ نوم مو کوم دی؟

پوپل: د خپل یو کلن زوی نوم چي ما ورباندي ایښي دی (مُزمل)

پوښتنه: کوم رنګ مو بد راځي او کوم خواړه موخوښ دي؟

پوښتنه: د سره رنګ څخه او ورجي او سوپ

پوښتنه: که چانس درکړم له ما کومه پوښتنه کوي؟

پوپل :له تاسو څخه خو مي زړه غواړي ډیري پوښتني وکړم خو اوس صرف همدا یوه ، ستاسو د پرمختګ راز په څه کي دی؟

ځواب: مننه کوم چې زما مو دې ته پام کړ چې زه هم يودپرمختللو کسانو څخه يم هاهاهاها،د مور دعا او دملګرو مينه مې دپرمختګ راز دی.

پوښتنه: زما پوښتنوکې دې کومه يوه خوښه نشوه؟

پوپل : ټولي پوښتني زما د خوښي پوښتني دي ټولي راته په زړه پوري دي.

پوښتنه: چاته او څه پيغام لرې؟

پوپل: اوسنیو ځوانانو ته یو لنډ پیغام د یو ورور په صفت، ځوانانو راځي چي نور د ځان ځانۍ څخه تیر سو یو او بل سره درک کړو یو او بل ته احترام ولرو د هر ځوان په پر مختګ خوشحاله سو د ټولني د ناخوالو پر وړاندي له سپر داسي ودیږو کله څنګه،چي ځوان د ټولني د ملاتیر بلل کیږي نو راځئ چي په عمل کي یې ثابته کړو.

مننه چې له ډیرو مصروفيتونو سره سره مو څوشېبې زرلښت ډاټ کام ته ورکړې.

د زرلښت ډاټ کم څخه نړۍ مننه، چي تل یې ځوانان تشویق کړي دي او په خپله پراخه لمن کي یې د ټولني د هر فرد لپاره د دوی د ضرورت وړ مواد وړاندي کړي دي.

 

رفيع الله روشن

بېرته شاته