سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9666
ټول لیدونکې
1088480

د فرعون ظالم پاچا لور :


2016/30/06

:
عبد الله بن عباس رضی الله عنه روایت کوې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ویل : دمعراج په شپه مې خوږه خوشبویې ترسپوږمو شوه ، له جبراییل علیه السلام نه مې پوښتنه وکړه چې داخوشبویې دڅه شي ده ؟ هغي راته وویل : داد فرعون دلور دسر ږمنځ کونکي میرمني او دهغي داولاد ده ، رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې ما له جبراییل نه دهغي کیسه وپوښتله او هغي یې کیسه داسي بیان کړه :
هغي یوه ورځ دفرعون دلور سر ږمنځاوه چې ږمنځ یې له لاسه ولویدله ، او ناڅاپه یې له خولي د ( بسم الله ) جمله ووتله ، دفرعون لور ورته وویل : له الله نه دي مراد زما پلار دی ؟ هغی ورته وویل : نه ، بلکي زما خدای هغه ذات دی چې ستا دپلار هم خدای او خالق دی ، تردي وخته پوري دي میرمني له فرعون او دهغه له کورنی نه ایمان پټ ساتلی و ، دفرعون لور ورته وویل : زه به مې خپل پلار ته داخبره کوم دي ورته وویل : ورته ویې کړه ، دفرعون لور خپل پلار ته وویل : زما سر ږمنځ کوونکي ستا خدایې نه مني او فرعون سمدستي هغه راوغوښتله .
فرعون هغي ته وویل : ای فلانکی ! ته له ماپرته بل خدای لرې ؟ هغی ورته وویل : هوکې ! زما او ستا دواړو خدای یو الله دی ، فرعون امر وکړ چې د نحاسو په لوښي کې تیل ګرم کړﺉ او دا میرمن سره له اولادونو پکي وغورځوﺉ ، دې میرمني فرعون ته وویل : زما یوه خبره راسره ومنه ، فرعون ورته وویل : وایه کومه خبر ؟ شاید ده به فکر کاوه چې زما خدایې منلوته تیاره شوه ، خو هغې ورته وویل : زما او زما د اولادونو له سوځولو وروسته زما اوهغوی هډوکي په یوه کفن کې وپیچه اویوځای مو دفن کړه !! فرعون ورته وویل : همداسې به وکړو .
دا میرمن سره له اولادونو راوستل شوه او د دې په مخکي یې دهغې یو یو بچۍ خوټیدلو تیلوته وغورځول ، د دې ایماندارې میرمنې په غیږ کې یوتۍ خوړونکی بچۍ پاته شو اونور یې ټول په تیلو کې وریت کړل شول ، هغه یې په غیږ کې و اود همدې تي خوره ماشوم لامله زړه نازړه وه چې څه وکړې ، همدې تي خور ماشوم ورته وویل : مورکۍ ورغورځه ! د دنیا عذاب داخرت له عذابه اسانه ده ، او له ماشوم سره یې خوټیدلو تیلو ته ور ودانګل ، عبدالله بن عباس رضی الله عنه وایې : په ماشومتوب کې څلورو ماشومانوخبرې کړي دي ، دمریم زوی عیسی علیه السلام ، د جریج ماشوم ، دیوسف علیه السلام ګواه او د فرعون دلور دسر ږمنځ کونکي میرمني زوی .
(دا قيصه دحديثو په کتابونو امام احمد ، الطبراني ، ابن حبان او الحاکم روایت کړي ده .)
الله پاک د زمونږ او تاسې ایمانونه هم داسې محکم (ټینګ) کړي.
------------------------------
خدایا! هغه کسان چی مونږ سره په دی معلوماتو شریکولو کی برخه اخلی ته یی د دوزخ او سرو لمبو څخه وساتی. یا الله ! ته یی جنتی کړی.

اسلامی معلومات فیسبوک

بېرته شاته