سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9884
ټول لیدونکې
1451077

دقندیل بلوچ درملنه وژنه وه اوکه روزنه ؟


2016/17/07

 
زړه یې مه بوله تورکاڼی دصحرا دی
په لیدو دزخمي زړه چې زخمي نشي


له رسنیو مې واورېدل چې مشهوره ماډله قندیل بلوچ دخپل ورور لخواوژل شوې ده تردې لږ وړاندې درې نورې مشهورې سندرغاړې غزاله جاوېد، ایمن اداس، یاسمین ګل اوفلمي لوبغاړې یاسمین خان هم دخپلو کورنیو لخوا وژل شوې وې زه خو دقندیل بلوچ او ددې نوروټولوسندرغاړوپروژنه دزړه له تله غمجن شوم .
په دې وروستیوکې په افغانستان او پاکستان کې (ناموسي وژنې ) ډېرې شوي دي .
داسمه ده چې غیرت ښه شی دی ، هرانسان او په ځانګړې توګه مسلمان باید غیرتي وي او هرڅوک باید پخپله کورنۍ غیرت وکړي، اصلاح یې کړي اوپر وړاندې یې مسؤولیت ولري خوکه د ښوونې او روزنې پر وړاندې یې بې پروا وي ،په پیل کې یې له ژونداو چلندڅخه ځان نه خبروي ، اوچې اوبه ښې له ورخه تېرې شی نوبیا یې وژني آیا داوژنه ورته روا اوسم کار دی ؟ نه هېڅکله هم نه ،زه د قندیل ،غزالې او ددې نورو سندرغاړو فن نه تائيدوم، ټولنې ته زیان او حرام کار یې بولم خوهغه کورنۍ چې خپلې خویندې او لوڼې دسندرو ویلوپه تور وژني او داغیرت بولي نو ولې یې لومړی اصلاح او تربيې ته پام نه کوي ؟ .ولې له علاج څخه مخکې وقایه نه کوي ، پخپل لاس ددوی وژنه که غیرت وي نودا اسلامي نه ،بلکې جاهلي غیرت دی ، اسلامي غیرت دادی چې اسلام ته غاړه کېښودل شي، ځان پرې پوه کړل شي، پرلوڼو اوخویندو زده کړه وشي ،سالمې ښوونې او روزنې دواړو ته یې پام وشي او داسې زمینه له سره برابره نشي چې یوه انجلۍ سندرو ته مخه کړي تاسو څه وایئ چې ایا دپورته یادوشویو سندرغاړو کورنۍ به ددوی له دومره شهرت څخه وړاندې په پیل کې نه پوهېدلې چې لوڼواو خویندو یې ناسم حرکت پیل کړی او سندرې وايي . که دوی یې ددوی په باور دوژلو مسؤولیت لري نو دسالمې ښوونې او روزنې دنده یې هم لري .
اسلام دا نه مني چې هرڅوک دې پاچا او قاضي وي اوپه یو ناثبوته تور دې څوک ووژني .
ځینې داسې انګیري چې ګویا د دوی وژنه داسلام غوښتنه وه خو اسلام دومره تنګه لمن نلري چې دوی زغملی ونشي او فزیکی حذف یې وغواړي ، داسلام غېږه ګناهګار او کافر ته دواړوخلاصه ده او په خپله ټولنه کې ګناهګاران خوپرېږده آن کافران هم زغملی اوپرېښودلی شي، که دالله ج خوښه او اراده نه وای نو هیچابه ګناه نه وای کړې آن داسلام په صدر کې هم ځینو صحابه ولوی لوی ګناهونه کړي دي ، عصمت یواځې دانبیاوو ځانګړنه ده، که ګناه نه وای نوبیا دتوبې او انابت معناڅه شی شوه ؟.که ګناه نه وای نو دالله ج دغفور رحیم رحمان او..... نومونو اوصفتونو به کوم عملي مصداق موندلی وای .
که داسلام له نظره ګناه ، تقصیر او تمرد نه زغمل کېدلی نو انساني او بشري ټولنه به نه وه ،پرښتې ښې پرېمانه وې او[لایعصون الله ما امرهم ویفعلون مایؤمرون]یعنې :او څه چې دوی (پرښتو) ته دالله ج لخوا امر وشي تمرد ترې نه کوي او هغه څه کوي چې ( دالله ج لخوا ورته) امر کېږي .
لومړی خو په سندرو ویلو دچا وژل روا ندي ، اسلام دمسلمان وژل یواځې هغه وخت رواکړي چې بل څوک بې ګناه ووژني ، مرتدشي اویا محصن وي (مېړه یاښځه ولري) او له هغه سره خیانت اوله بل سره زناوکړي که څوک احیاناٌ کوم داسې کار وکړي چې وژل یې روا شي نوبیا دقانون تطبیق او دمجرم وژل دشخص کارنه ، بلکې داسلامي دولت او حاکمیت کار دی .
دانسان وینه ډېره محترمه ده همدا لامل دی چې اسلام وايي(تدرء الحدود بالشبهات) یا د جرم په ثبوت کې کوچنی شک او شبهه هم دحد دتطبیق مخه نیسي او د ارتداد ،دبل دوژلو او زنا تور هم داسې ندی چې په اسانه ثابت شي ، مثلا د قتل په موضوع کې که څوک ،یوڅوک وویني چې مرۍ یې همدا اوس غوڅه شوې او وینې ترې بهیږي اویوبل تن په تازه وینوسره چاړه په لاس منډې وهي نودا ددې غوڅ دلیل ندی چې دا شخص همده وژلی دی البته قرینه کېدلی شي ،که یوپردی نارینه او ښځه په یوه خونه کې لوڅ لپړ ولیدل شي او ان یوپربل لوڅ پراته هم وي دا د زنا دلیل کېدلی نشي او نه پرې حد تطبیقېدلی شي ترڅو یې چې څلورتنه نارینه داسې ونه ویني چې دنارینه تناسلي اله دښځې په هغې کې سم ننوتی دی البته تعزیرلري .
اسلام دا نه خوښوي چې ، څوک پر بل د زنا شهادت ورکړي آن که په خپلو سترګویې وهم ویني دهمدې لپاره یې ثبوت هم ورته سخت کړی او که فرض کړو چا رښتیاڅوک په زنا ولیدل او دا شهادت ورکړي نو اړ دی چې درې تنه نور هم دده شهادت په دې ډول تایید کړي چې لکه سلایي یې په رنجومه کې ننوتې لیدلې وي .او که درې تنه نور ونه مومي او آن که درې تنه شاهدي ورکړي خو څلورم ونه مومي چې داډول شاهدي ورکړي نو درې واړه به اتیا اتیا درې وهل کېږي .
ماعز او غامدیې دحضرت رسول اکرم ص په وخت کې زنا وکړله حضرت هزال ماعز وهڅاوه چې ورشي درسول اکرم ص په حضورکې خپل جرم ومني اوځان پاک کړي هغه هم همداسې وکړل ،رسول ص ډېره هڅه وکړه چې ماعز له خپل اقرارڅخه وګرځوي،خوهغه ونه منله او رسول ص هم پرې حد تطبیق کړ، پر ماعز دحد له تطبیق وروسته رسول ص هزال وراټه او ورته یې وفرمایل چې ولې دې هغه پرخپلې زنا اقرار ته وهڅاوه ورته یې زیاته کړه : ((لوسترته بثوبک کان خیرا لک)) یعنې: (( که پر هغه دې پرده غوړولې وای نو دا به درته (تردې) غوره وه ( چې هغه دې اعدام ته برابر کړ) )) ابوداود دوهم ټوک
اسلام قاضیان هم هڅولي چې په دا ډول موضوعاتوکې پرخلکو پرده وغوړوي . المرافعات الشرعیة
دجرم ثبوتول اسانه او دهرچا د وس کار ندی ،قضاوت ډېرې باریکۍ اوډېر پړواوونه لري نوځکه اسلام دا حق حکومت ته ورکړ او له خلکویې وغوښتل چې له محاکموسره په دې اړه په ځانګړي ډول د حق العبد په تثبیت کې مرسته وکړي .
اسلام په خلکو پسې لیتکي (څراغ ) ګرځول حرام او نارواکار بللی دی .فرمايي [ولاتجسسوا .... یعنې تجسس ( جاسوسي ) مه کوئ اودنوروعیبونه مه لټوئ ] ) الحجرات
که فرض کړو چې چا په کومه لویه څلور لاره کې زنا وکړه ، یا یې بې ګناه څوک وواژه یا مرتد شو اوسلګونو خلکو ولیدل او جرم یې دپټولو نه و نو بیا هم ده ته سزا ورکول دشخص ( آن پلار، ورور ، زوی، تره، ملک، خان ....) دنده نده بلکې، دشریعت تطبیق داسلامی حکومت او قاضي کار دی او که چاپه خپل سر کوم زاني ،قاتل او مرتد وواژه نو دی ورسره قصاص کېږي او باید قصاص شي.
که چا دمحکمې له حکم پرته څوک وواژه یا ووژله نو شریعت یې د وژلو او که یې ټپي کړله نو په هماغه اندازه یې دټپي کولو امر کوي [ وَكَتَبْنَا عَلَيْهِمْ فِيهَا أَنَّ النَّفْسَ بِالنَّفْسِ وَالْعَيْنَ بِالْعَيْنِ وَالْأَنْفَ بِالْأَنْفِ وَالْأُذُنَ بِالْأُذُنِ وَالسِّنَّ بِالسِّنِّ وَالْجُرُوحَ قِصَاصٌ ۚ فَمَنْ تَصَدَّقَ بِهِ فَهُوَ كَفَّارَةٌ لَهُ ۚ وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ] المائده ۴۵
یعنې (نفس دې دنفس په بدل کې ووژل شي سترګه دسترګې ،پوزه دپوزې ، غوږ دغوږ ،غاښ دغاښ په بدل کې دي او ټپونه په قصاص کې مساوي دي .......)
دشریعت تطبیق اومجرم ته سزا ورکول دحکومت او محکمې کار دی هغه هم دصحرايي محکمې نه .
اوس نو که څوک سندرغاړې وي او که ماډله ،شخص ته یې وژل خو پرېږده آن ځورول هم رواندي .البته وعظ او نصیحت ددواړو حق دی ، په نیکیو امر او له بدیو منع کول دهر مسلمان دنده ده «ولتکن منکم امة یدعون الی الخیر و یأمرون بالمعروف و ینهون عن المنکر» آل عمران، آیه 104
یعنې :او په تاسوکې دې خامخا یوه ډله داسې وي چې غوره کارونو ته بلنه وکړي اوپرنیکوکارونو امر او له بدیو منع وکړي.
له شک پرته دکورنۍ مشران په دې اړه ډېر مسؤولیت لري خو هېڅوک دا حق نلري چې قانون په خپل لاس کې واخلي او دحکومت دنده ترسره کړي .
څوک که بد کار کوي ، سندرې وايي ، نڅېږي دایې خپل جرم دی یو مسلمان ورته نصیحت کولی شي ، ښه لار ورښودلی شي ، خو وهلی او وژلی یې نشي او که داکار یې وکړ نو دی قاتل دی او دده وژل پر حکومت او قاضي فرض شول. او که دی پردې ګناه ونه وژل شي نوحاکمان بیاکافران ، ظالمان او فاسقان دي.
دټولنې اصلاح دهر فرد مسؤولیت دی «والمؤمنون و المؤمنات بعضهم اولیاء بعض یأمرون بالمعروف و ینهون عن المنکر» توبه، آیه 71،
یعنې مؤمنان او مؤمنانې ځینې دځینو نورو دوستان دي ،( داځکه چې ) دوی یو بل ته په نیکیو امر او له بدیو منع کوي .
خو دقانون تطبیق یواځې دحکومت صلاحیت دی که کومه انجلۍ ناروا کار کوي، نڅېږي، سندرې وايي نو حکومت یې په زور هم منع کولی شي او آن تعزیري سزا هم ورکولی شي ، خو فرد او شخص نه.
اوس نو که کوم نامسؤوله شخص قنديل بلوچ او غزاله جاوېد وژني او که مولنا ذاکرنایک ،که یاسمین وژني او که دکعبې امام قاري سدیس داکار یې داسلام له نظره دغندلو دی اوباید بالمثله سزا وګوري.

محمدحسن حقیار

بېرته شاته