سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9666
ټول لیدونکې
1090584

موبوفوبیا (Mobophobia) ناروغي


2016/01/08

 
مخکې لدې چې د موبو فوبیا (رواني ناروغۍ) په اړه پوه شو؛ د دې ناروغۍ په بېساري شیوع (پراختیا) او لاملونو یې لږ تم پاتې کېږو. 🙂
پدې ناروغۍ ډېری اخته کسان ځانونه ناروغ نه بولي! که څه هم پخپل غیر نورمال ( اعتیاد) اقرار کوي. پداسې حال کې چې په موبوفوبیا اخته کسان ځانونه جوړ بولي خو د دوی تر څنګ نور کسان په (ځیرک ټلېفون د معتاد کس) له لیدلو یا له دوی سره له یو ځای کارکولو یا یو ځای اوسېدلو څخه رنځ وړي.
پوهېږم چې د دې کوچنۍ اشارې په لوستلو مو د خپل ځان په اړه هم په اندېښنه کې شوئ ځکه چې نن سبا د عامه اړیکو وسایل په تېره بیا ځیرک ګرځنده ټلېفونونه ډېرو ته لکه د خپل وجود نه بېلېدونکې برخه ګرځېدلې چې نه یواځې ترې ځان نشي بېلولئ بلکه له مؤقتي لېرې والي یې هم ځوریږي.
د نویو څېړنو په بنسټ د نړۍ په کچه ۸۷ سلنه وګړي نن سبا د ګرځنده ټلېفونونو څخه کار اخلي. دا کوچنۍ وسیله که له یوې خوا د اړیکو په ډګر کې بیساری انقلاب راوست او بشر ته یې پخپل ذات کې ډېرې آسانتیاوې رامینځته کړې خو تر څنګ یې له روغتیایي او رواني ورسره مل ګواښونو یې هم انکار هم نشو کولئ. پکار ده چې لدې ګواښونو څخه د خلاصون لپاره حتی الإمکان وقایوي او د ژغورنې هڅې وشي.
“موبوفوبیا” یعنې کله چې تاسو د خپل ګرځنده ټلېفون د سېګنل ورکېدو، اړیکو د پرې کېدو، انټرنیټ د نه نښلېدو، د بټرۍ د چارج خلاصولو او تر ټولو خطرناک دا چې د خپل ګرځنده ټلېفون د ورکېدو یا کوم ځای کې د پاتې کېدو پخاطر له بېړني اضطراب او وېرې سره مخ کېږئ! یقین لرم هر ګرځنده ټلېفون لرونکی له ورته حالاتو سره مخ شوی. موبوفوبیا ته ځینې وخت د “نوموبوفوبیا” ( No-Mobile-Phone Phobia) نوم هم کارول کیږي چې د ( ګرځنده ټلېفون د نشتوالي اضطراب) مفهوم لېږدوي.
څومره وګړي په موفوبیا یا نوموفوبیا اخته دي؟
د څېړنو له مخې ۸۰ سلنه وګړي په تېروتنې داسې احساس کوي چې ګواکي په جیب کې یې پروت ګرځنده ټلېفون لړزیږي او ۳۰ سلنه بیا داسې انګیري چې ګواکي ټلېفون ته یې زنګ را روان دی. دوی چې کله خپل ګرځنده ټلېفون ګوري؛ پوهېږي چې نه؛ بلکه دوی تېروتلي.
د څېړنې په یوه برخه کې ویل شوي: د هغو وګړو له ډلې چې عمرونه یې د ۱۸ او ۲۴ کلونو ترمینځ وي؛ ۸۰ سلنه یې د شپې لخوا له خپلو ګرځنده ټلېفونو سره یو ځای ویده کیږي. دا او دېته ورته په لسګونو نور عادتونه چې دلته یې لیکل د لیکنې د اوږدیدو سبب کیږي؛ د همدې (موبوفوبیا) په خورا چټکي سره د خپرېدونکې ( پانډمیک) ناروغۍ نښې نښانې دي.
د دې څېړنې د موندنو په بنسټ: یو عادي کس په یوه شپه او ورځ حد اکثر تر ۱۱۰ ځلې خپل ګرځنده ټلېفون ته ګوري حال دا چې په موبوفوبیا اخته کس تر ۹۰۰ ځلې خپل ګرځنده ټلېفون ته په پرلپسې ډول یا له لنډو دمو وروسته ګوري.
که غواړئ د “موبوفوبیا” د پراختیا له ژورو خبر شئ؛ باید پوه شئ چې: ۹۵ سلنه د ګرځنده ځیرک ټلېفونونو خاوندان د شپې لخوا مخکې لدې چې ویده شي له نورو سره چټ کولو، پیغام لېږلو او د په ټولنیزو رسنیو کې په لټون وخت تېروي. له هرو څلورو کسانو یو کس خپل ګرځنده ټلېفون د شپې لخوا نه مړ کوي او له هرو ۲ کسانو یو کس چې کله نیمه شپه په ناڅاپي ډول را ویښیږي؛ تر ټولو د مخه خپل ګرځنده ټلېفون چېک کوي.
د موبوفوبیا نښې: لکه څرنګه چې ګرځنده ټلېفونونه د شخصي او منحصر په فرد انځورونو، لیکلو پیغامونو، غږیز پیغامونو او داسې نورو محرم محتویاتو ډک وي؛ په همدې خاطر یې خاوند د ناڅاپي ورکېدو څخه ویره لري تر څو یې محرم ډاکومنټري د نورو لاس ته ونه لویږي.
د دې ناروغۍ یوه بله بارزه نښه دا ده چې: د ګرځنده په تېره بیا ځیرک او په تېره بیا ټولنیزو رسنیو کاروونکی د خپل ټلېفون څخه ژر ژر او مکرراً ګټه پورته کوي. دوی آن د کار په درشل کې د نویو پیښو، غبرګونونو، پېښو او پیغامونو د تر لاسه کولو په تمه شېبه په شېبه د خپل موبایل سکرین ګوري، دوی هڅه کوي پدې اړه پر وخت خبر شي او خپل غبرګون ښکاره کړي.
د موبوفوبیا په دوام سره اخته کس ته اضطراب، تنفسي ستونزي، د وجود لړزه، تعریق، د سر خوږ، د زړه ضربان شدت، ناببره وېره، اعتیاد، پخپل نفس د اعتماد کموالی، او یوازیتوب احساس پیدا کیږي. هر څومره ژر درملنه یې اغېزناکه پرېوتی شي.
که فکر کوئ چې پدې قسماً عادي خو خطرناکه ناروغۍ اخته یاست؛ اند‌ېښنه مه کوئ! ځکه چې لدې ناروغۍ څخه د خلاصون او علاج لاره یواځې ستاسو سره ده.
دا ناوړه اعتیاد کرار کرار را لږ او بالآخره له مینځه یوسئ!
درنښت
 

کاپي : قاسم امیري فيس بوک پاڼه

بېرته شاته