سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9782
ټول لیدونکې
1282037

یوه قرباني د یوې کورنۍ لخوا کافي ده


2016/05/09


یعنې د خاوند، ښځې، اولادونو، والدینو... لخوا یواځې یوه قرباني
قرباني کونکي اختیار لري چې د خپلې قربانۍ په اجر کې د خپلې کورنۍ نورو غړو ته ونډه ورکړي، که هغه غړي مړه وي او که ژوندي. ځکه پدې اړه د رسول الله ﷺ حدیث دی چې فرمایي ؛ای الله د محمد او د هغه د کورنۍ له لوري دا قرباني قبوله کړه؛ د محمد ﷺ په کورنۍ کې مړي او ژوندي دواړه شامل دي. عَنْ عَائِشَةَ، أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم أَمَرَ بِكَبْشٍ أَقْرَنَ يَطَأُ فِي سَوَادٍ وَيَبْرُكُ فِي سَوَادٍ وَيَنْظُرُ فِي سَوَادٍ فَأُتِيَ بِهِ لِيُضَحِّيَ بِهِ فَقَالَ لَهَا " يَا عَائِشَةُ هَلُمِّي الْمُدْيَةَ " . ثُمَّ قَالَ " اشْحَذِيهَا بِحَجَرٍ " . فَفَعَلَتْ ثُمَّ أَخَذَهَا وَأَخَذَ الْكَبْشَ فَأَضْجَعَهُ ثُمَّ ذَبَحَهُ ثُمَّ قَالَ " بِاسْمِ اللَّهِ اللَّهُمَّ تَقَبَّلْ مِنْ مُحَمَّدٍ وَآلِ مُحَمَّدٍ وَمِنْ أُمَّةِ مُحَمَّدٍ " . ثُمَّ ضَحَّى بِهِ (صحیح مسلم، حدیث نمبر ۱۹۶۷).
د پورته حدیث پوره ژباړه: د عایشې رضي الله عنها څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ امر وکړ چې ماته یو ګډ (پسه) چې تورې پښې، توره ګیډه او د سترګو حلقه یې توره وي راولئ چې قرباني یې کړم. او بیا یې عایشې رضي الله عنها ته وویل چې هغه لویه چاړه راکړه، او بیا یې وویل چې په یوه تیګه یې تیره کړه، او عایشې رضي الله عنها همداسې وکړل. هغه ﷺ چاړه راوخیسته او بیا یې ګډ راونیولو او په ځمکه یې واچولو او بیا یې د بِاسْمِ اللَّهِ اللَّهُمَّ تَقَبَّلْ مِنْ مُحَمَّدٍ وَآلِ مُحَمَّدٍ وَمِنْ أُمَّةِ مُحَمَّدٍ (د الله په نامه، ای الله دا [قرباني] د محمد لخوا د محمد د فامیل لخوا او د محمد د امت لخوا قبوله کړه) په ویلو سره قرباني کړ.
یوه قرباني د یو شخص لخوا چې کیږي هغه قرباني د هغه لپاره، د هغه د میرمنې او د هغه د اولادونو او والدینو لپاره کافي ده، خو پدې شرط چې ټول د یو فامیل غړي وي یعنې په یوه کور کې و اوسیږي. د دې مسلې دلیل هم پورته حدیث شریف دی چې رسول الله ﷺ یو پسه قرباني کوي او بیا فرمایي چې ؛ای الله دا قرباني د محمد لخوا، د محمد د کورنۍ او د محمد د امت لخوا قبوله کړه؛.
په شرح مسلم کې امام النووي رحمة الله علیه لیکلي چې دا پورته حدیث شریف د هغو خلکو لپاره چې یوه قرباني د ټولې کورنۍ لپاره کافي ګڼي یو ښه ثبوت دی. همدا زموږ او د اکثریت علماو رایه ده.
قرباني د یو فامیل یا یوې کورنۍ لپاره وضع شویده لکه څنګه چې رسول الله ﷺ فرمایي چې د یوې کورنۍ غړي باید په کال کې یوه قرباني وکړي. قَالَ أَخْبَرَنَا مِخْنَفُ بْنُ سُلَيْمٍ، قَالَ وَنَحْنُ وُقُوفٌ مَعَ رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم بِعَرَفَاتٍ قَالَ " يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّ عَلَى كُلِّ أَهْلِ بَيْتٍ فِي كُلِّ عَامٍ أُضْحِيَةً (ابو داود، حدیث نمبر ۲۷۸۸، حسن حدیث [شیخ الالباني]).
د ابو ایوب انصاري رضي الله عنها څخه پوښتنه وشوه چې د رسول الله ﷺ په وخت کې د قرباني په څه طریقه کیدله. هغه رضي الله عنها ځواب ورکړ چې یو کس به یو پسه د خپل ځان او خپل فامیل له لوري قرباني کولو، [د قربانۍ د غوښې څخه به] دوی په خپله خوړله او هم به یې نورو ته ورکوله ، تر هغې پورې چې وروسته خلکو یې په اړه غورې کول (ځان ښودنه) شروع کړل او اوس ترې هغه څه جوړ شول چې ته یې په خپله ګورې. قَالَ سَمِعْتُ عَطَاءَ بْنَ يَسَارٍ، يَقُولُ سَأَلْتُ أَبَا أَيُّوبَ الأَنْصَارِيَّ كَيْفَ كَانَتِ الضَّحَايَا عَلَى عَهْدِ رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم فَقَالَ كَانَ الرَّجُلُ يُضَحِّي بِالشَّاةِ عَنْهُ وَعَنْ أَهْلِ بَيْتِهِ فَيَأْكُلُونَ وَيُطْعِمُونَ حَتَّى تَبَاهَى النَّاسُ فَصَارَتْ كَمَا تَرَى (الترمذي، حدیث نمبر ۱۵۰۵، صحیح حدیث).
له پورته حدیث څخه په ډاګه معلومیږي چې د قرباني دا ډول درست ندی لکه نن سبا چې ډیر خلک یې د رقابت په ډول کوي.
په همدې اساس که د فامیل یو سرپرست قرباني کوي نو د هغې ښځې او اولادونو ته اړتیا نشته چې جلا جلا قربانۍ دې وکړي. بلکه همدا سرپرست چې قرباني کوي پدې نیت دې وکړي چې دا قرباني د ده لخوا او د فامیل د غړو لخوا یې کوي، لکه څنګه چې به رسول الله ﷺ په کوم نیت کوله (پورته لومړی حدیث وګورئ). که په دې نیت قرباني وشي نو پدې صورت کې به دا قرباني د دې شخص لخوا او همدارنګه د هغه د فامیل ټولو غړو لخوا ادا شي او همدا یوه قرباني به د ټولو لپاره کافي وي او په اجر کې به یې ټول شریک وي. په عام ډول دا یوه قرباني د فامیل ټولو غړو ته راجع کیږي یعنې که قرباني کونکی شخص دا الفاظ ونه هم وایي او د کورنۍ د غړو نومونه ذکر هم نکړي بیا هم قرباني د فامیل ټولو غړو (ښځې، اولادونو...) ته راجع کیږي.
او که چیرې د کورنۍ سرپرست همدا یوه قرباني یواځې د خپل ځان لپاره وکړي او نور د فامیل غړي له ځان سره پکې شریک نکړي، پدې صورت کې هم د فامیل نورو غړو ته اړتیا نشته چې قرباني وکړي ځکه چې د فامیل یو غړی قرباني وکړي نو د ټولو غاړه خلاصیږي. که څه هم پدې صورت کې به د فامیل نورو غړو ته د قربانۍ کوم اجر نه وي. نن سبا موږ ګورو چې ډیر خلک قرباني د اجر لپاره نه کوي بلکه د دې لپاره یې کوي چې غاړه یې خلاصه شي او یا چا ته کم رانشي. همدارنګه که لمونځونو ته وګورو نو ډیر خلک لمونځ د اجرونو او ثوابونو لپاره نه کوي بلکه د غاړې خلاصولو او ځان ښودلو لپاره یې کوي، هغه لمونځ چې باید په څو دقیقو کې وشي موږ یې په څو ثانیو کې کوي. نو الله تعالی ته دا ډول عباداتونه د قبول وړ ندي.
په هر صورت که څه هم د یوه فامیل لپاره یوه قرباني کافي ده خو بیا هم که د فامیل کوم غړی غواړي چې ځان لپاره جلا قرباني وکړي نو کولی یې شي. د مثال په ډول که چیرې ښځه خپلې پیسې ولري او غواړي چې ځان لپاره قرباني وکړي نو کولی یې شي او یا همدارنګه ښځه پیسې نلري خو یو ځوی یې د قربانۍ لپاره پیسې ورکوي او هغه یې هم قبلوي پدې صورت کې هم قرباني کولی شي.
دلته د یوې قربانۍ څخه مطلب یوه برخه ده یعنې داسې نه شي کیدی چې څوک یو پسه د بل چا سره په شریکه قرباني کړي او یا هم په یوه غوا او یا اوښ کې د اووه کسانو څخه زیات کسان شریک شي. کله چې په یو فامیل کې یوه قرباني کیږي یعنې دا یوه برخه (یو واحد) قرباني ده چې په اجر کې یې د فامیل غړي هم شریکیدی شي که هغه ژوندي وي او که وفات شوي وي. په غوا او اوښ کې اووه برخې (۷ واحده) قربانۍ تر سره کیدی شي چې بیا د هرې قربانۍ په یوه برخه کې د هماغه فامیل ټولو غړو غاړه خلاصه او په اجر کې یې شریک وي.
ابن قیوم رحمة الله علیه وایي چې د رسول الله ﷺ لارښونه دا وه چې یو پسه (یوه قرباني) د یو شخص او د هغه د ټول فامیل لپاره کافي ده که د فامیل د غړو تعداد یې زیات هم وي.
شوکاني رحمة الله علیه وایي چې په واقیعت کې د یو پسه قرباني کول د فامیل د ټولو غړو لپاره کفایت کوي، که څه هم پدې فامیل کې سل او یا تر هغې هم زیات کسان وي.
شیخ ابن عثیمین رحمة الله علیه وایي چې د قربانۍ په اجر کې د شریکولو لپاره هیڅ حد نشته یعنې هر څومره کسان چې وي هغه یې په اجر کې شریکیدای شي. ځکه چې رسول الله ﷺ د خپل ټول امت لپاره یو قرباني کړیده. نو یو شخص کولای شي د خپل ځان او خپل فامیل له طرفه یوه قرباني وکړي، که څه هم پدې فامیل کې سل پیاوړي کسان اوسیږي.
همدارنګه د دې ترڅنګه یوه بله مسله چې د همدې موضوع سره تړاو لري داده چې د کورنۍ هغه یو کس غړی چې قرباني کوي هغه به د ذولحجة د لومړۍ څخه تر هغې چې قرباني یې نه وي کړي د بدن نوکان او ویښتان نه لنډوي. یعنې پدې لس ورځو کې به ویښتان او نوکان نه اخلي. خو د کورنۍ نور غړي بیا د دې کار څخه خلاص دي. او که بیا په کورنۍ کې درې څلور برخې قربانۍ کیږي نو هر شخص چې قرباني کوي هغه به خپل نوکان او ویښتان نه لنډوي.
خو هسې نه چې د یو چا وسه کیږي او بیا هم قرباني نه کوي، یعنې په ټول فامیل کې یې هیڅوک هم قرباني نه کوي نو بیا د داسې خلکو په اړه رسول الله ﷺ فرمایي هغه څوک چې د قرباني وس او توان لري او نه یې کوي نو هغه دې زموږ د لمانځه ځای ته نږدې نه راځي. عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم قَالَ " مَنْ كَانَ لَهُ سَعَةٌ وَلَمْ يُضَحِّ فَلاَ يَقْرَبَنَّ مُصَلاَّنَا " (ابن ماجه، حدیث ۳۱۲۳، حسن حدیث).
ځیني خلک بیا داسې دلیل هم نیسي چې څومره ډیر خلک قرباني وکړي نو غوښې به ډیرې وي موږ به هم ډیرې غوښې وخورو او غریبانو ته به هم ډیره ډیره غوښه ورسیږي. چې پدې اړه الله تعالی فرمایي چې هغه غوښې او وینې الله تعالی ته نه رسیږي بلکه ستاسې تقوای او اخلاص الله تعالی ته رسیږي : لَن يَنَالَ اللَّـهَ لُحُومُهَا وَلَا دِمَاؤُهَا وَلَـٰكِن يَنَالُهُ التَّقْوَىٰ مِنكُمْ كَذَٰلِكَ سَخَّرَ‌هَا لَكُمْ لِتُكَبِّرُ‌وا اللَّـهَ عَلَىٰ مَا هَدَاكُمْ وَبَشِّرِ‌ الْمُحْسِنِينَ (سورة الحج، ۳۷ ایت).
شخصي نظر: هغه کورنۍ چې ثروتمندې دي او هر کال د یوې پر ځای څو قربانۍ کوي د هغوی لپاره زموږ توصیه داده چې یوه قرباني وکړي او د باقي قربانیو پیسې دې په هغو غریبانو باندې مصرف کړي چې هغوي د قربانۍ غوښې پخولو لپاره غوړي، رومي، نغري، دیګ... نلري او یا هم دومره پریشانیانې لري چې زموږ ورلیږل شوې غوښه پرې هیڅ نه لګیږي او یا هم هیڅ اړتیا ورته نلري. که په ریښتیا یو څوک قرباني د ځان ښودنې او رقابت لپاره نه کوي نو هڅه دې وکړي چې د غریبانو سره نورې لازمې مرستې هم ترسره کړي.
الله تعالی دې موږ ته د رسول اللَّهِ صلى الله عليه وسلم په طریقو د عبادت کولو همت راکړي. آمیـــــــــــــــــــــــــن

تازه زمانزی Taza Zamanzai فيسبوک پاڼه

بېرته شاته