سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9832
ټول لیدونکې
1361032

له تکړه او مبارز ځوان محمد منيب ابراهيمي سره د زرلښت ډاټ کام مرکه


2016/24/09

د زرلښت وېباڼې قدرمنو لوستونکو په سلامونو مو هرکلی کوم،تمه ده ښه او خوښ به ياست،دادی له يوې اوږدې مودې وروسته بيا له يوه تکړه،مستعد،باهنره او با شخصيته ځوان سره چې زموږ د خلکو او هېواد د اصيل کلتور په هکله نړيوالوته معلومات ورکوي او دافغانستان په هلکه دهغوی ناسم ذهنيتونه ناسم ثابتوي، دا ښکلی ځوان د افغانستان د ملی هويت او اصيل کلتور مودل محترم محمد منيب ابراهيمی دی،له ده سره مو دده د هنر او ژوند په هکله خبرې کړي نو لوستل يې پر تاسې.

مرکه کوونکی: رفيع الله روشن

پوښتنه: د لوی او ځواکمن څښتن تعالی په سپیڅلی نا مه قدرمن ابرا هیمی صاحب ډیرخوښ یم چې نن دهېوا د له هغه تکړه اوښکلی ځوان په حضورکې نا ست یم، څوک چې دخپلې ټولنې عنعنا ت اوکلتورپه هغه بڼه نوروخلکوته وړاندې کوی،لکه څنګه چې ددوی په خټه کې نغښتي دي، ترڅو نړيوال زموږله نوم اونښا ن سره آ شنا شی، ومې غوښتل دخپلې ویب پا نې لپا ره له تا سوسره دزړه خوا له وکړمه ستا سودزړه خبرې هغه څه چې په زړه کې یې لری هغه پلا نونه چې په راتلوونکې کې دخپل فن اوهنرلپا ره لری دوستا نوسره شریک کړم اوهغه څوک چې تراوسه پورې محمد منيب ابراهیمی نه پیژنۍ چې څوک دی چیرې يې زوکړه شوې زده کړې یې څومره اوکومه برخه کې کړی مهربا نی وکړی په مفصله توګه يې په خپله ورته ووایئ ؟

ځواب :- له هرڅه نه مخکې روشن صاحب تا سوته ښه راغلاست وایم چې زما د فترته راغلې سلامونه اونیکې هیلې اول تا سوته بیا ټولوهېوا دواولوته وړاندې کوم خدای دې وکړی چې روغ اوجوړاوسی نوم مې محمد منیب دی ابراهیمی تخلص کوم د لغما ن ولایت قرغیووالسوالی اوسېدونکی یم زوکړه مې کابل کې شوې عمرمې دیرش کاله دی زده کړې مې دا قتصا د اوبا زا رمودنې په برخه کې کړیدی له ډیرورسنیوسره مې دمنيجرپه صفت دنده ترسره کړې ده او دخپلو ډېری افغانانو پشان يو دردېدلي او ځورېدلی ځوان يم چې په همدې ناخوالو کې د ژوند دوه مهمې مرحلې چې له ماشومتوب او ځوانۍ څخه دی تېرې کړي او تېروم يې.

پوښتنه :- ابراهيمي صاحب! ومو ويل چې زه د نورووګړوپه شا ن یود رد ېد لی ځوان يې که دا را ته ووا یې چې ولې د ردېد لی یې اودغه درد څنګه دې ته مجبوره کړئ چې له نوروډیروبرخوغیرخپل کلتورنورو ته ښوولو او همدې برخه کې مخکې تللو ته دې مخه کړه؟

ځواب:- د رد ېد لی په دې یم چې زما ولس د رد ېد لی دی هغه نا خوا لوسره چې ولس لاس اوګریوان دی زه هم یم په دې هېواد کې قومی ، ژبنی اوسمتی تعصب شته،هره ورځ ورور وژنې دي،ماتم دی او زموږ په دې جګړو ځپلي هېواد کې لا داسې ورځ نده راغلې چې زما خويندې وروڼه پکې د ارام ساه واخلي او هغه ډول ژوند وکړي چې الله تعالی ورته ورکړی دی،نو دې هرڅه حالت ته په کتلو سره زه هم ډېر زورېږم ولې چې په خپله يې يوه برخه يم، زه تل غواړم چې یوالی ته کا روکړم دې هنرته مې مخه کړه د دوستا نوتشویق هم را سره مل دی او انشاء الله تر کومه حده چې زه ارزيابي کوم انشاء الله چارې مې د برياليتوب په خوا روانې دي.

پوښتنه :- هغه شیا ن چې تا سویې ډ یزاین کوی او جوړوی بیا یې چیرې پلورې اوکنه سا تی یې ؟

ځواب:- روشن صيب! سره له دې چې زموږ په هېوا دکې يوه تر ټولو عمده او د ډېرو افغانانو په مخکې پرته ستونزه اقتصادي ناورين دی چې لویه برخه هېواد وال مو ورسره لاس او ګرېوان دی، خو بيا هم هغه شیا ن چې زه يې جوړوم او ډيزان کوم چارې يې تر دېره په خپل کورکې ترسره کوم او له ځا ن سره یې ساتم پلورم یې نه داځکه چې دا زما او زما د هیواد والو کلتور دی نو څنګه کولای شم چې خپل کلتور دې و پلورم .

پوښتنه :ـ دغه هنردې چیرته یا د کړ او ایا د کورنۍ غړی مرسته درسره کوی ؟

ځواب:- هېواد نی مینه د دې سبب شوه چې ما دې هنرته مخه کړه ،همدلته مې ياد کړ،په کورکې مور او وړوکې ورورمې را سره ډیره مرسته کوی منندوی يې یم.

پوښتنه :- له رسنیونه څومره راضې یا ستی چې ستا سودغه فعا لیتونه نوروته وښا یی یا ستا سوآوازنوروته ورسوی آ یا دغه کا ریې په سمه توګه کړی اوکه دخپلې ګټې لپا ره ستا سوآوازخپروی؟

ځواب:ـ له رسنيو څخه رضا یت لر م ځینویې ما سره همکا ری کړې زما اوازته یې انعکا س و رکړي چی د ا د ګوتوپه شمیردی اونورو ډېرو یې خپل مسؤلیت په سمه توګه سرته نه دی رسولی له هغورسنیومې هیله دا ده څنګه چې زه یوالی ته کا رکوم با ید دوی یې هم وکړی،دوی د نورو ډېرو هغو کارونو لپاره وخت ورکوي چې نه زموږ دخلکو په ګټه وي او نه هم زموږ د هېواد ،که وګورو زموږ په هېوادنيو رسنيوکې د بهرنيو مبتزلو سريالونو چلښت نور اوج ته رسېدلی دی، غیر اخلاقي فلمونه او ډرامې خپرېږي خو د خپل هويت او خپل کلتور لپاره دوی وخت نه ورکوي چې نور ورڅخه خبر کړي ځکه چې دوی هرڅه د قېمت په بدل کې کوي او هغه څوک چې زما په شان په خپل شخصي لګښت توکي رانيسي او بيا ورڅخه نورو ته دخپل کلتورپه روښانه کېدو کې کار اخلي رسنيوته به څه ورکړي،لنډه دا چې ډيری رسنۍ هرڅه د پيسو په بدل کې کوي.

پوښتنه :- که چېرې دا حقيقت وي چې له دې هنرنه پرته بل کا ر نه کوی اوهغه شیا ن چې ډ یزاین کوی پلوری يې هم نه د کوراود فترمصا رف هم ستا په غا ړه دی نو بيا دا له کومه کوی؟

ځواب:- مخکې له دې چې دې هنرته مخه کړم د نده مې درلوده اوښه معا ش مې اخیستلوپه هما غه پیسومې د فترپرانسیتلواودا سې مې انګیرله چې حکومتی چا رواکی اوملی سودا ګربه زما ملا تړوکړی ،خو څومره چې مې تمه لرله تر اوسه هسې لا ندي شي او تر اوسه پورې په خپلوپیسو ګوزاره کوم .

پوښتنه :- آ یا په راتلونکې کې دا سې تمه لرې چې دا سې یوڅوک به پیدا شی چې ستا سولاس نیوی وکړی اوستا سوهمکا رشی او ستا سوهیلې اوارما نونه پوره کړی؟

ځواب:- بلې ښاغلی روشن! تنها زه نه بلکې زما هر مسلمان او افغان ورور او خور بايد راتلونکې ته ډېر اميدواره و اوسي او زه ډیرامید واریم دا چې یوالی ته کا رکوم زما هېوادوال په یوا لی مین دی دا سې یوڅوک به پیدا شی چې لاس نیوی مې وکړی اوترمنزله مې ورسوی او انشاء الله چې زه به خپلو هيلوته هرو مرو رسېږم .

پوښتنه :- هرهغه کا رچې په لومړیوکې پیل کېږی حتمآ له ځا ن سره ستونزې اوتهد ید ونه لری آ یا تا سوهم د کا رپه پیل کې له ستونزواوتهد یدونه سره مخ شوئ ؟

ځواب:- هو دا روښانه حقيقت دی چې د هر کار پيليزه کږليچونه لري ،مشکلات او ستړتياوې له ځانه سره لري او زه هم له ستونزواوتهد ید ونو سره مخ شوی یم ولس مې همکا ردی دهیڅ تهد ید پروا نه کوم اوخپل کا رته په ډیره مینه ا دا مه ورکوم .

پوښتنه :ـ ا برا هیمی صا حب کله دا سې شوی چې یوچا تا سوسره د یوځا ی تصویراخیستلوغوښتنه کړی وی اوتا سوورته نه ویلی وی؟

ځواب: تراوسه خودا سې نه دی شوی .

پوښتنه :ـ په راتلونکې کې څه پلانونه لرې؟

ځواب:- غواړم چې ترڅوژوندی یم دقومونویوالی ته کا روکړم .

پوښتنه :ـ هنرمند ا ن ، انځورګرا ن یا د بل کسب خا وندا ن چې ملا تړونه لری ټولنه کې په وخت سره یې له خپل هنرسره مینه کمیږی اوزړه توری کیږی اولاس ترې اخلی تا سوبه هم همدا سې کوی؟

ځواب :ـ زه په دې ډ ګرکې مبا رزه کوم ولس مې ملا تړکوی ترڅوچې ژوندی یم خپل هنر سره پا تې کیږم،که چېرې زه هم لکه د نورو پشان ماته ومنم او له خپل فن اوهنر څخه پر شاه شم نو بيا خو زما او دهغوی ترمنځ هیڅ ډول توپير پاتې نشو،زه به تر هغی هڅه کوم چې ترڅو مې بدن کې روح وي او هېڅ ډول ننګونې،ستونزې او ګواښ ته به سر ټيټ نکړم .

پوښتنه :ـ هغه ځوا نا ن چې په کوڅوکې ګرځي اوخپل قیمتی وخت ېېځا یه تیروی هغوی ته څه ویل لرې؟

ځواب :- هغوځوا نا نوته زما وینا دا ده چې خپل قیمتی وخت څخه په سمه توګه استفا ده وکړئ د دې هېوا د را تلونکې په تا سوپورې ا ړه لری اودعلم په ګا ڼه ځا نونه سمبا ل کړی.

پوښتنه :ـ د ولتی چا رواکو څځه څه غوښتنه لرې ؟

ځوا ب :ـ د ولتی چا روا کونه زه ما غوښتنه دا ده چې ما سره دې مرسته وکړی او لاسنيوی مې دې و کړی،ځکه زه چې څه کوم دا زموږ د ټولو ګډ فرهنګ دی نو که د ګډ فرهنګ لپاره په ګډه کار وکړو پايله به يې ډېره مثبته وي.

پوښتنه :- وا ده موکړی دی ؟

ځوا ب :- وا ده مې نه دی کړی.

پوښتنه :- هغه لحظه چې ډیرپه کې خوشحا له اوسې؟

ځواب :ـ د هېوا دوا لوخوشحا لی زه ما خوشحا لی دی.

پوښتنه :- هغه حظه چې تا ډیرزوروی؟

ځواب:- د هېوا د نا خوا لې ما ډ زوروی .

پوښتنه :ـ د خوښې وړ ولسمشر د ې څوک دی ؟

ځوا ب :ـ غنی با با ) محمد اشرف غني( .

پوښتنه :- دخوښې وړخواړه دې کوم دی ؟

ځوا ب:- قا بلی پلو.

پوښتنه :- هغه خوا ړه چې نه یې خوښوې؟

ځواب:- ټول خوا ړه مې خوښېږی.

پوښتنه :- کوم رنګ دې خوښیږی؟

ځواب:- تول رنګونه مې خوښ دي .

پوښتنه :- غواړې چې له کوموخلکوسره نا سته ولاړه ولرې؟

ځواب:- با کریکټره،باشخصيته،با ادبه او با سليقه خلکوسره.

پوښتنه :- کوم هېوا د دې خوښیږی؟

ځواب:- ګرا ن افغا نستا ن .

پوښتنه :- کله چې وزګا ریې څه شی کوې؟

ځوا ب :- مطا لعه .

پوښتنه :- کله دې ژړلی دی ؟

ځواب :- ډ یرزیا ت.

پوښتنه :- کله چې په لا ره روا ن یې یونا څا په یوڅوک د سوال په دود درته لاس وغزوی څه احسا س کوې؟

ځواب :- د ما یوسی احسا س کوم .

پوښتنه :ـ هغه را ز چې تراوسه دې چا ته نه دی ویلای؟

ځوا ب :- هغه ډیررا زونه دی چې ویلای یې نشم .

پوښتنه :ـ نشه کوی؟

ځوا ب :- نه فضل دخدا ی .

پوښتنه :- زه ما څخه کومه پوښتنه لرې؟

ځواب:- نه .

پوښتنه:- زه ما په پوښتنوکې دې کومه یوه بده را غله؟

ځواب: یوه هم نه.

روشن: محمد منیب ابراهیمی د افغانستان د ملی هویت او اصیل کلتور موډل دا چې زرلښت ډاټ کام ته مو له خپلو قېمتي شېبو څخه وبخښلې ډېره مننه ستاسې د لا برياليتوبونو په هيله.

ابراهيمي: روشن صيب له تاسو څخه ډېره مننه او د زرلښت ډاټ کام له مشرتابه څخه دېره مننه چې د هیواد په دومره وګړو کې يې زه هم ياد کړم او زما فعاليتونه د خپلې وېبپاڼې له لارې له نړيوالو سره شريک کړل،بريا مو په برخه.

.

رفيع الله روشن

بېرته شاته