سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9855
ټول لیدونکې
1392064

بلخ کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی!


2016/25/09

 

د پښتنو ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي خبره څه نوې نه ده له کلونو کلونو راهیسې پښتنې ښځې په اسارت او تیارو کې ژوند کوي ، دوئ له ډیره وخته په مذهبي او کلتوري رسۍ تړلې شوي او د لیک او لوست سره سره د هغوئ په فکرونو باندې هم بندیز لګیدلی دی دا چې پښتنې ښځې به څه وخت له دې ناخوالو څخه خلاصون مومي؟ د دې ځواب به ډیر سخته وي ځکه په یوه ټولنه کې، چې ښځې ته د انسان په ارزښت ونه کتل شي او د دې ټولنې شعار هم دا وي، چې ښځه د کور ده او یا هم د ګور، نو د دې ټولنې فکر روښانول څه آسانه خبره نه ده له کلونو راهیسې د دې ټولنې په فکر کار راون دی، چې تر څو دوی د ښځو د حقونو په ارزښت پوه شي او خپلو میندو ته د انسانیت په سترګه وګوري خو تر اوسه دوی د خپلو خویندو حقونه نه دي درک کړي، زه په دې لیکنه کې صرف په بلخ کې د پښتنو ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي څو وړو پېښو ته اشاره کوم که چېرته په دې ولایت کې د پښتنو ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ټولې پېښې ولیکل شي شاید ډیر لوی کتابونه ترینه جوړ شي، د بلخ ولایت چاربولک، چمتال، دولت آباد، بلخ او شولګره هغه ولسوالۍ دي، چې د پښتنو ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې په کې ډېرې لیدل شوي او ورځ تر بلې دغه ناوړه پېښې مخ پر زیاتېدو دي، په دې ولسوالیو کښې پښتنو نجونو باندې تعلیم کول د دوئ د کورنیو لپاره بده خبره ده، د دې ولسوالیو پښتنې نجونې په ډېر ناوړه حالت کې ژوند کوي، د دې سېمې ناوړه رواجونه، ناپوهي، او د مذهبي افراطیانو لخوا د ښځو د تعلیم په اړه ناسم تبلیغات هغه لاملونه دي، چې په دې سېمو کې یې پښتنې نجونې له تعلیم څخه بې برخې کړي دي، ښځه د ټولنې نیم وجود ده کله، چې همدا نیم وجود ناپوه لوی شي نو نیم وجود نور هم ناپوه لوی کوي، د ارواپوهنې له نظره کومې ښځې چې په کور کې ټوله ورځ بندیوانې ناستې وي له ذهني ناروغیو سره مخ کیږي، کله، چې یوه مور په ذهني ناروغۍ اخته شي دغه ناروغي د ماشومانو په روزنه ډیره بده اغیزه کوي او د یوې کورنۍ اقتصاد هم له مینځه وړي. ولې پښتانه په خپلو لوڼو تعلیم نه کوي؟ د دې لوی لامل په خپله د دوئ له پوهنې سره ناپوهي ده. په کومه ټولنه کې، چې ښځو ته د زده کړې موقع او وخت ورکړل شوی هغوئ ثابته کړې، چې له نرانو سره یې اوږه په اوږه د خپلې ټولنې د پرمختګ په برخه کې ستر رول لوبولی، په کورنۍ کې، چې پوهه ښځه وي د کورنۍ نظم ښه وي د اولاد روزنه ښه کېږي.

د بلخ په لرې پرتو ولسوالیو کې پښتانه پلرونه او مشران خپلې نجونې ښوونځیو ته نه لېږي کله، چې له دوی نه پوښتنه وکړې، چې ولې مو خپلې نجونې ښوونځي ته نه استوئ؟ د دوی آسانه ځواب دا دی، چې وخت خراب دی او په ښوونځيو کې درس نشته، ځېنې پښتانه به داسې ځواب هم درکړي چې په اورېدو به یې حیرانه شئ لکه ځېنې وايي، چې نجلۍ مکتب څه کوي، چې وايي یې؟ نجلۍ خو د کور کارونو لپاره پیدا شوې. او ځینې یې؛ خو بیا دا هم وايي، چې زه خو بې غیرته نه یم، چې لور ښوونځي ته واستوم، مګر دی په دې نه شرمیږي، چې لور یې په کلي کې دهقاني کوي، خیشاوه کوي، خس ټولوي، مالونه څروي او خوشايي ټولوي. غیرت دې ته نه ویل کیږي، چې خپله لور ښوونځي ته پرې نه ږدې، پښتون وايي چې بیا به د کلي خلک پیغور راکوي، چې زما لور مکتب ته ځي خو پښتون په دې نه شرمیږي، چې کله یې همدا لور او ښځه ناروغه شي بیا یې نامحرم ډاکتر او ملا صیب ته یې روانه کړې وي بیا خو غیرت او جدان نشته، کله یې چې مېرمن په اولاد ناروغه شي دې ته غیرت نه وايي چې د پردي ډاکتر په مخ کې یې اولاد پیدا شي. د بلخ په لرې پرتو سېمو کې د ماشومانو د زېږون پر محال د مورګانو د مړینې ډېرې پېښې رامنځ ته شوي، ځکه په کومو سېمو کې، چې دوی ژوند کوي هلته د طالیبانو له برکته روغتايي خدمات نشته، هلته ډاکتران نه پیدا کیږي، دا سېمې له ښار څخه لرې هم دي؛ او بل داسې وخت هم راغلی، چې پښتون د غیرت په وجه خپله مېرمن، چې کله په اولاد ناروغه شوې ډاکتر ته نه ده استولې ښه مثال یې تېر ژمی په چاربولک ولسوالۍ کې یوه ځوانه مېرمن ده، چې یو ماشوم هم ترینه پاتې شو د زیږون په وخت کې په داسې حال کې مړه شوه، چې ماښام ناروغه شوې وه او تر سهاره یې ډاکتر ته نه وه بېولې، یو موټروان، چې دغه مېرمن یې مزارشریف ښار ته په خپل موټر کې وړې وه داسې کیسه راته وکړه: د سهار اوه بجې وې، چې م.... راته زنګ ووهه چې موټر دې راوله، دی وايي کله چې زه د م.... کور ته ورغلم ده خپله مېرمن له خپلې مور سره په ځولۍ کې اچولې وه او موټر ته یې راپورته کړه، دی وايي کله مې، چې دغه مېرمن ولیده له لرې نه معلومیده، چې هغه مړه شوې ده او ما یې خاوند ته وویل، چې ښځه خو وفات شوې اوس یې ښار ته وړل بې فایدې دي، د وفات شوې ښځې خاوند راته ویل، چې یو ځل خو یې روغتون ته وړم، چې څه کیږي، دې موټر چلوونکي نوره کیسه راته داسې وکړه: کله مې چې د وفات شوې ښځې له خاوند څخه پوښتنه وکړه، چې ولې دې د شپې ماته زنګ نه وهه، چې ناروغه مو ډاکتر ته بېولې وای؟ ده راته وویل: چې ښځه یې ماخوستن په اولاد ناروغه شوه او د شپې تر نیمايي پورې په هوښ کې وه وروسته بیا بې هوښه شوه، ما داسې فکر وکړ، چې شاید په کور کې د زېږون ستونزه حل شي.

د بلخ په لرې پرتو ولسوالیو کې داسې کلي هم شته، چې په ټول کلي کې یوه باسواده نجلۍ هم نه پیدا کېږي، چې نورو نجونو ته تعلیم ورکړي که چېرته یوه باسواده (پوهه) نجلۍ هم پیدا شي نو پښتانه پلرونه د دې لپاره زړه نه ښه کوي، چې خپله لور دې درس ته واستوي، له همدې ځایه زموږ نیمه ټولنه بې سواده او ناپوه لوییږي او راتلونکی ژوند یې له کړاونو ډک شي، له همدې ځایه د نجونو بدبختي پیل کېږي؛ ځکه کله، چې نجلۍ باسواده وي هغه کولای شي خپلې کورنۍ ته د خپل خاوند ( د ژوند ملګري) په ټاکلو کې پوره مرسته وکړي او خپل د ژوند ملګری په خپله خوښه وټاکي او یا هم له داسې کس سره کوژده وکړي، چې سبا ورځ یې ژوند لږ تر لږه روښانه او آرام وي، کله، چې یوه نجلۍ په یوه نالوستې کورنۍ کې پیدا شوې وي او په خپله یې هم تعلیم نه وي کړی د هغې ژوند به ضرور له کړاوونو او مصیبتونو ډک وي لومړی دا نجلۍ د خپل ژوند ملګری په خپله خوښه نه شي ټاکلي؛ ځکه دا کار د دوی د کورنۍ لپاره ستر عیب ګڼل کېږي، چې نجلۍ دې په خپله خوښه د ژوند ملګری(خاوند) وټاکي یوه مقوله ده، چې وايي: په پښتنو کې واده کول لکه لاټري داسې ده، څوک خبر نه وي چې څه به ورته راوځي.

کله چې نجلۍ هلک او هلک نجلۍ لیدلې نه وي او د دواړو خوښه هم نه وي کله، چې واده شي معلومه خبره ده، چې په نه خبره به د دوئ په ژوند کې ستونزې رامنځ ته او د نجلۍ ژوند به له کړاونو سره پیل شي، چې په پایله کې به نجلۍ د کورنیو تاوتریخوالو له امله ځان وژنه وکړي او یا به هم د همدې کورنۍ لخوا ووژل شي، زه په دې لیکنه کې په روان کال کې د بلخ په څو پښتون مېشتو ولسوالیو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالو څو پېښو ته په لنډه توګه اشاره کوم، که چېرته ټولې پېښې په دې مقاله کې راوړل شي شاید د لوستونکو د حوصلې څخه بهر وي.

لومړۍ پېښه چاربولک ولسوالۍ: د محمد رسول په نامه یوه پښتانه خپله خور په دې خاطر ووژله، چې خوریې د دوئ د خوښې له رېشتې(واده) څخه انکار کړی وه محمد رسول خپله ۱۸ کلنه خور یوه ۴۰ کلن ملا ته د څلور لکه افغانیو په بدل کې ورکړې وه، خو یادې نجلۍ له دې رشتې سره خوښه نه وه او کله، چې دې په ښکاره ډول انکار وکړ ورور یې د چاقو په ذریعه حلاله او ووژله، چې وروسته محمد رسول بیا ایران ته وتښتېد.

دوېمه پيښه چاربولک ولسوالۍ: د عبدالله کندهاري په نامه یو پښتون د روژې په مبارکه میاشت کې خپله مېرمن د وهلو لاندې ووژله د عبدالله ورېندار( د ورور ښځه)، چې دا هم د همدې کورنۍ د تاوتریخوالي له امله له خپله کوره شړل شوې او اوس محال خپل پلار کره د بې وسۍ شپې تېروي د عبدالله لخوا د خپلې مېرمنې د وژلو کیسه راته داسې وکړه: عبدالله کندهاری د نصوارو عملي(معتاد) وه له روژې مخکې به عبدالله په نه خبره جګړه کوله او خپله مېرمن به یې هر وخت وښله او ټکوله کله، چې د روژې میاشت راغله عبدالله به، چې کله د نصوارو نېشې واخیسته په ټول کور کې به یې شر(جنجال) جوړ کړ او په هر چا به یې، چې لاس بر شو د وهلو لاندې به یې ونیوه د عبدالله کندهاري ورېندار زیاته کړه: د روژې د میاشتې پنځلسمه ورځ وه، چې عبدالله د مازدیګر لمونځ د کلي په جامع جومات کې ادا کړی وو او کور ته راغی. د عبدالله مېرمن په ډوډۍ پخولو او دیګ کولو اخته وه، په همدې حال کې د عبدالله اته کلن ماشوم په کور کې ژړل کله، چې عبدالله خپل ماشوم د ژړا په حال کې ولیده په خپله مېرمن یې سمدلاسه وارونه پیل کړل دا وايي: موږ ډېره هڅه وکړه، چې دغه مېرمن د عبدالله له لاسونو څخه خلاصه کړو خو عبدالله په موږ هم ګوزارونه کول، چې بلاخره یې خپله ښځه په یوه کلک لرګي په سر ووهله او ښځې ضعف وکړ، چې وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه. دغه مېرمن وايي: د دې خاوند، چې د عبدالله ورور کېږي هغه هم داسې ظالم انسان وه او هر وخت به یې دا په دې خاطر وهله، چې پلار کره ولې تللې ده؟ دا وايي پلار او مور یې دا بې له رضایته دې کورنۍ ته ورکړه، چې اوس ټول ژوند ورته سور اور شو، او بلاخره خاوند یې ماښام محال له کوره وشړله او اوس له یوې وړې لورکۍ سره د خپل پلار کره د بې وسۍ شپې او ورځې تیروي.

درېمه پېښه دولت آباد ولسوالۍ: یو پښتون ځوان خپله خور په دې خاطر ووژله، چې له هغې سره یې موبایل پیدا کړی و، د دې سېمې یو اوسیدونکی وايي: یوه اتلس کلنه پښتنه پیغله، چې په یوې غریبه کورنۍ کې پیدا او پلار یې هم وفات شوی وه، دوه وروڼه یې درلودل، چې ورور یې یو مازدیګر له خپلې خور سره موبایل لیدلی وه، کله چې د شپې یوه بجه کېږي او خور یې په خواږه خوب ویده وي، دی یې له خوبه پورته کوي او په یوه زَړه کوټه کې یې زندۍ کوي، دی زیاتوي چې د دې نجلۍ مرګ په ډېرې سختۍ سره شوی وه دې نجلۍ خپل ورور ته ډېرې زارۍ او عذرونه کړي وه، خو ورور یې پښتون وه او پښتون چېرته بې ننګي کوي، خور یې داسې وهلې وه چې سترګې، غاړه، مخ او لاسونه یې د وهلو له لاسه ټول تک شنه شوي وه او وروسته یې په غاړه کې ورته تسمه(پړی) بند کړی وه او بیا یې وژلې وه.

څلورمه پېښه چاربولک ولسوالۍ: وروستۍ پېښه څه موده مخکې په یاده ولسوالۍ کې رامینځ ته شوه یوه ۲۶ کلنه پښتنه ښځه په داسې حال کې، چې دوه واړه ماشومان ترېنه پاتې شول او خپل خاوند یې په بند ( محبس) کې شپې او ورځې تېروي د خپل خسر او د خاوند د ورونو( لیورو) لخوا په ډېرې بې رحمۍ سره ووژل شوه، د دې معصومې پښتنې ښځې د وژلو کیسه که هر څوک واوري شاید اوښکې یې له سترګو توی شي، یوې پښتنې ښځې چې د دغې وژل شوې جسد یې لیدلی وه داسې راته کیسه وکړه: دغې ښځې پلار او مور نه درلودل، او د دې ښځې خاوند هم له دوو کلنو راهېسې بندي دی دا وايي: دغه وژل شوې ښځه ډیره اخلاقي وه تر اوسه یې هېڅوک نه وه ازار کړي او په کور کې یې ډېر ښه چلند کاوه؛ خو د دې خسرګنۍ او لېورنو له څه مودې راهیسې له دې سره ډېر بد چلند پیل کړی وه، چې هره ورځ به یې وهله او ټکوله. دا ښځه وايي: یوه ورځ دې وژل شوې ښځې ماته کیسه وکړه، چې یوه شپه مې لېور کوټې ته راغی او تر هغو یې زه ووښلم، چې بې هوښه شوم او کله، چې په هوښ کې راغلم د کوټې په غولي کې پرته وم ټول بدن مې په وینو لړلی وه، دې ښځې خپله کیسه راته داسې وکړه: کله چې موږ د ښځې له مرګ څخه خبر شو کور ته یې ورغلو یاده ښځه د شپې لخوا په ډېره بې رحمۍ سره د څو کسانو لخوا وژل شوې وه، لومړی یې ښځه دومره وهلې وه، چې په بدن کې یې روغ ځای نه وه پاتې، ټول بدن یې تک شين وه، لاس یې مات، سترګې یې پړسېدلې، غاړه ټپي او ټول بدن څخه یې وینې تللې، کله چې نیم ژواندې شوې وه بیا یې د اوړو کوټې ته بېولې وه او ګاز ډبې ته یې اور ورته کړی وه، او ښځه یې په دې خاطر له پاسه په ګاز ډبه غورځولې وه، چې خلک فکر وکړي، چې دې ښځې پېریان درلودل او کله، چې ښځه پیریانو نیولې په ګاز ډبه لوېدلې او مړه شوې ده، دا وايي د ښځې سینه، مخ او غاړه یې ټول په اور سوزولي وو. دغه پښتنه ښځه په ډېرې بې رحمۍ سره ووژل شوه، خو تر اوسه یې قاتلین سرې سترګي ګرځي او ځايي حکومت په دې برخه کې تر اوسه هېڅ ګام هم نه دی پورته کړی.

پورته راوړل شوې پېښې ټولې واقعي او مستندې دي، په دا رقم د پښتنو ښځو وژلو په سلهاو پېښې په بلخ ولایت کې رامنځ ته شوي، په یاد ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې ډېرې کمې رسنیزې شوي او په شمال زون کې د بشري حقونو کمیسیون ترې ناخبره پاتې دی دلیل یې دا دی، چې دغه تاوتریخوالی زیاتره په هغو سیمو کې واقع شوی، چې هلته ناامني ډېره ده، او بل په هغو پښتنو نجونو، چې کوم ظلمونه کېږي دوی د دې وخت نشي پیدا کولای، چې خپل غږ اوچت کړي ځکه دوی په داسې چاپېرچل کې ژوند کوي کوم چې د دوی لپاره هر وخت د مرګ خطره شته، دوی دولتي محاکمو ته لاسرسی نه لري، دوی موبایل په کور کې نشي ساتلی او بل غټ دلیل یې د دوی ناپوهي ده کومه نجلۍ چې ناپوه او بې سواده وي هغه به څرنګه خپل غږ قضايي ارګانو او یا هم د بشري حقونو کمیسیون ته ورسوي؟ که چېرته کومه پښتنه ښځه په ولسوالۍ کې او یا هم کوم کس ته د خپل خاوند د ظلمونو په اړه څه شکایت وکړي او سبا ورځ پرې خاوند خبر شي نو له پخوا یې ژوند نور هم بدیږي او د دې امکان شته، چې دغه ښځه ووژل شي.

د افغان مېرمنو په هکله په مدني قانون کې په دې ټینګار شوی، چې هېڅوک نشي کولای له ۱۶ کلنۍ څخه کم عمره نجونې واده کړي، خو د پښتون میشتو په سېمو کې دې قانون ته هېڅ ارزښت نه دی ورکړل شوی، څه موده وړاندې په چاربولک ولسوالۍ کې یو ۳۵ کلن ملا یوه دولس کلنه نجلۍ واده کړې وه، په دې سېمه کې نجونې د واده او د خپل ژوند د ملګري په ټاکلو کې هېڅ واک نه لري، په شریعت کې ویل شوي کله، چې نجلۍ بالغه شي، پخپله کولای شي چې د واده لپاره تصمیم ونیسي او که چېرته په زور سره ودیږي، نجلۍ دا حق لري چې دغه رشته رد کړي؛ خو د بلخ په پښتون میشتو سېمو کې تر اوسه کم عمره نجونې ودول او لویانو ته د دوی ورکول یو رسم او رواج ګرځیدلی، دلته اوس هم اتلسمه پیړۍ ده، دلته اوس هم ښځه مظلومه ده، دلته ښځه له خپل خاوند سره د فکري مخالفت له کبله وهل کیږي له ښځې څخه غوږونه، پزه او د بدن نور غړي پرې کېږې ښه مثال یې د بلخ په چاربولک ولسوالۍ کې د یوه پښتون خاوند لخوا د خپلې مېرمنې ژبه غوڅول ول، چې دغه پېښه په افغانستان کې په خپل ډول(بڼه) کې لومړنۍ پېښه وه، چې یو غیرتي پښتون د خپلې مېرمنې ژبه غوڅه کړه.

دلته اوس هم پښتنه خور د خپل ورور د ګناه او یا هم قتل کولو په خاطر په (سوره) بدو کې ورکول کیږي کله، چې یو ورور څوک قتل کړي نو د کلي پښتانه مشران دا پریکړه وکړي، چې نجلۍ باید له څو مالونو سره د قتل شوي کورنۍ ته په بدو کې ورکړل شي، کله چې نجلۍ واده شي بیا د خواښې او خسر له خبرو نه خلاصیږي؛ نو له همدې ځایه د دغې معصومې نجلۍ ژوند له ستونزو څخه ډک شي، چې په پایله کې د ورور د ګناه په تور ووژل هم شي، جرمنیان یو متل کوي وايي، چې ښځه د کور څراغ ده؛ نو کله چې ښځه په کور کې وي کور پرې روښانه وي، باید ښځې ته هم د ښه ژوند حق ورکړل شي. په اکثرو هیوادونو کې، چې کله نجونې واده شي، د هغوئ په ژوند کې بیا وروسته ډېر ستر بدلون راشي خو د بلخ په یادو سیمو کې د نجونو واده وروسته بیا د دوی ژوند په دښمنۍ بدل شي.

په دې سېمو کې اوس هم ولورونه ډیر لوړ دي کله، چې یو ځوان کوژده وکړي نو دی نشي کولای، چې ولور پوره کړي وروسته بیا مسافرۍ ته مخه کړي او کلونه کلونه له خپل هیواد څخه ورک وي او یا هم کله، چې کوژده وکړي نو خپله ځمکه ګرو او یا هم له چا نه پیسې پور( قرض) کړي او بیا واده وکړي د واده یې دوه میاشتې نه وي تېرې، چې د پیسو خاوند یې د کور دروازې ته ولاړ وي او خپل پور ترینه غواړي نو دلته دی مجبوره شي، چې یا به غلا ته مخه کوي او یا هم به هیواد څخه بهر ته ځي تر څو د قرض پیسې پیدا کړي، کله چې دی له کوره مسافر شي د کور د مېرمن ژوند یې هم تریخ شي، چې کله ناروغه شي د درملو پیسې به نه لري او نه به یې پلارګنۍ پوښتنه هم کوي په سلهاو داسې لاملونه شته، چې په بلخ ولایت کې یې د پښتنو نجونو ژوند تریخ کړی او دوئ یې د ژوند له خوند څخه بې برخې کړي دي، زما سپارښتنه او توصیه پښتنو مشرانو ته داده، چې خپلې لورګانې دې د څارویو په څېر نه پلوري(خرڅوي) او د هغوی خوښه دې هم په نظر کې ونیسي، چې ترڅو سبا ورځ یې ژوند خوشاله او سوکاله وي، دوی دې خپلې لورګانې هغو کسانو ته ورکړي، چې اقلا کوڅه ډبي او په مخدره توکو روږدي نه وي، که چېرته د کومې نجلۍ خاوند چرسي او پوډري وي د هغې ټول ژوند برباد شو، بدبختانه دغې ستونزې ته دلته په بلخ کې هېڅ پاملرنه نه کیږي، ځينې کسان خپلې لورګانې داسې یو کس ته ورکوي، چې هغه معتاد او یا هم بدکاره وي، سبا ورځ یې د لور ژوند له هغه سره خوار او زار شي، چې پایله به یې ورته ښه نه وي.

څېړنو ښودلې ده، چې که ښځې په خپله خوښه واده ونه کړي ، نو د نارینو په پرتله به تر ډېره پورې د زړه له ناروغیو سره مخ شي .په دغه څېړنه کې، چې په امریکا کې ترسره شوې دا هم ویل شوي ، چې د ښځې او مېړه ترمنځ به هره ورځ په عادي مسلو لفظي برخورد راځي او دا په نارینه او ښځینه دواړو کې د روحي تکلیفونو باعث ګرځي . دغه راز ویل شوي دي ، چې دغه حالت بیا ښځې ډېرې زوروي او اکثره ښځې د لوړ فشار له ستونزې سره مخ کیږي . څیړونکو ښودلې ده ، چې نا خوښه واده د انسان په صحت هم بد تاثیر کوي او تر ډېره پورې ښځې بیا په روحي تکلیفونو ، بې درکه چاغوالي ، لوړ فشار او ځينو نورو ناروغيو اخته کیږي. دغې څيړنې ښودلې ده ، چې د ښځې او میړه دقیق انتخاب کولای شي ، چې هم رواني ستونزې حل کړي او هم په وجود باندې مثبت تاثیرات وښندي.

د بلخ په پښتون مېشتو سېمو کې ښځې ولې سیاست ته مخه نه شي کولای؟ د دې دلیل څرګند دی، چې د پښتنو په دغو سېمو کې څنګه، چې ښځې د خپلو اساسي حقونو لپاره پوره فعاله نه دي، هغوئ د تعلیم، واده او په میراث کې د هغوی برخه او له نورو مسلو نه لا تراوسه ازادي نه ده موندلې، په دې سېمه کې، چې ښځه د کور دننه په حق غوښتلو نه پوهیږي، هغوی به د خپل حق استاځیتوب څنګه وغواړي؟.

له دې ټولو بدبختیو څخه د پښتنو نجونو د خلاصون یوازینۍ لار تعلیم کول دي، دوی دې خپل پلرونه او مشران په دې قانع کړي، چې دوی ښوونځي ته پریږدي که چېرته پښتنې نجونې ښوونځي ته لاړې شي راتلونکی ژوند به یې له خوښیو ډک وي د دوی پر وړاندې به هېڅ تاوتریخوالی شتون ونه لري، زه له ټولو پښتنو خویندو څخه په ډېر درنښت هیله کوم، چې نور دې چپ خوله نه پاتې کیږي او خپل حقونه دې لاس ته راوړي، نور دې تعلیم وکړي ځکه تعلیم یوازینۍ هغه لار ده، چې دوئ له بدبختیو خلاصوي او راتلونکی ژوند یې روښانه کوي، که چېرته دوی همداسې د خپلو مشرانو پر وړاندې چپ خوله ناستې وي او پلرونه یې دوی لکه د څارویو په څېر هغو کسانو باندې خرڅوي، چې زیاتره سپین ږیري او یا هم په مخدره موادو روږدي(معتاد) وي نو د دوی ژوند به همداسې له تاوتریخوالي ډک او راتلونکی ژوند به یې تور وي، د ژوند له ښېګڼو څخه به بې برخې وي. زه خپله لیکنه د ملګري هاشمي صیب په یو څو بیتونو سره پای ته رسوم، چې هغو پښتنو ته یې لیکلي کوم چې په خپلو میندو ظلمونه کوي.

د هغې زړه نه و خو ده په زور کېنوله
پښتانه ځانته پرون کونډه د ورور کېنوله
د بدل کار و، چي پدې به دلته ظلم وشو
هغوئ به هلته هغه خواره په اور کېنوله

 

نجیب الله پاڅون

بېرته شاته