سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9666
ټول لیدونکې
1090572

دپښتورګو تيږي. (ډبري)


2016/17/10


په طبعې ډول په تشو ميتيازو کې منرالونه او مالګي موجودې دي چې په ځېنو حالاتو کې په پښتورګو کې د تيږو د رامنځ ته کېدو سبب ګرځي
په پښتورګو کې د تيږورامنځ ته کيدل د بولي تناسلي سيستم يو له هغو خطرناکو ناروغيو څخه دي چې انسان له اخته کېدوسره سم د سختو خوږو اوګواښونو سره مخ کوي.
دښځو په پرتله نارينه څلور چنده زيات په پښتورګو کې د رامنځ ته شوې ډبرو په ناروغيو اخته کېږي.
دپښتورګو تيږي په تشو ميتيازو کې له شته منرالونو او مالګو څخه هغه مهال منځ ته راځې چې کله په جامدو کرسټالونو باندي واوړي.
په نورمال حالت کې هم کيدای شې د تشو ميتيازو په واسطه له مالګوو او منرالونو څخه جوړ کرستالونه په پښتورګوکې شتون ولري، خو دا کرستالونه پرته له دي چې د بولې تناسلي سيستم په برخو، په ځانګړې ډول په پښتورګو کې کومه ناخواله را منځ ته کړې په سمه توګه د ميتيازو په واسطه د دې سيستم له برخو څخه تيرېږي، خو د ځېنو لاملونه له کبله کيدای شي جوړې شوې او غټې تيږي را منځ ته کړي.
په پښتورګو کې شته کرسټالونه چې کله د ځېنو لاملونه له کبله په پوره توګه په غټو تيږو بدلې شي، له دي سره سره چې سخت درد را منځ ته کوي حالب يا هغې نلکې ته چې له پښتورګو څخه ميتيازي مثانې ته انتقالوي هم يو وړلې شي.
کله چې د پښتورګو يوه پوره غټه شوې تيږه په حالب کې ونښلي دزيات خوږ، د پښتورګو د ميکروبې کيدلو او آن کله کله خو دپښتورګو د ويجاړېدو او دندي د له منځه تللو سبب هم ګرځي چې په خپل وخت د انسان په وجود کې د يو لړ روغتيا يې ستونزو لامل ګرځي.
کله چې تيږه له ګردې څخه را خطا شي او د مثانې په لورې اتقال ومومې د سخت درد سبب ګرځې چې دې درد ته Renal colic وايي .
د ګردې التهاب، دځيګر، ګردې او مثانې ناروغۍ، په تشو ميتيازو کې د تيزابو ډيروالی، له خپل نورمالې اندازې څخه د فروسټاټ غدې لويوالی، د سابو او چايو ډيرکارول، د چټلو او ناپاکو اوبوڅښل، په وجود کې د ويټامينونو کموالی او کله کله د زياتو پروټين لرونکو خوړو خوړل اوپه کمه اندازه د اوبو استعمال په پښتورګو کې د تيږو د را پيدا کېدو سبب ګرځي.
کله چې تيږه د نارينه خصيو ته برابره شې ميتيازي بندي بندي کېږي، که غټه وه دا تېږه د سخت درد سبب ګرځې.
هغه کسان چې په پښتورګو کې ډبره ولري د ملا په يوه او يا هم دواړو خوا وو کې له سخت خوږ څخه شکايت کوي دا خوږ کېدای شي چټک يا خنجر لرونکی درد وي چې له پنځو دقيقو نيولی تر پنځويشت دقيقو پوري دوام کوي چې په ملا کې له پښتيو څخه به ښکته پيل کيږي، نوموړی درد کيدای شي نارينه وو کې د خصيو طرف اوپه ښځېنه وو کې د تناسلي غړي طرف ته هم وغزېږي.
همدارنګه هغه کسان چې په پښتورګو کې تيږه ولرې کيدای شي ژر ژر ورته د تشو ميتيازو د کولو ضرورت پيدا شي چې ميتيازی يې کېدای شي وينه ولري او يا تياره مالومې شي .
د پښتورګو د درملنې لپاره د جراحې عمليات تر سره کيږي خو اکثره تيږي له عمليات څخه پرته هم تداوي کيدای شي، هغه تيږي چې په پوره ډول سره لا غټې شوې نه وي کيدای شي په ورځ کې له پنځو ليترو تر ديرشو ليترو اوبو څښلو سره په داسې حال کې چې کس جسماً روغ وي د ميتيازو په واسطه بهر ووزي.
وړې تيږي په يوه ورځ او ځينې نوري کيدای شي د ناروغۍ له پيل د څلورو يا پنځو اونيو په دوران کې د ميتيازو په واسطه له بولې تناسلې سيستم څخه خارجي شي.
خو د غټو تيږو لپاره د جراحې عمليات ترسره کيږي چې د طبې تکنالوجې د پرمختګ په مټ اوسمهال په ځينو ځايونو کې د پښتورګو د تيږي درملنه د لايزر په واسطه هم صورت نيسې.

. اميرخان سمسور

بېرته شاته