سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9782
ټول لیدونکې
1281172

په بلخ کې لا هم پښتانه په خپلو لوڼو تعلیم نه کوي.


2016/18/10

د بلخ په لرې پرتو ولسوالیو کې زیاتره داسې سیمې شته، چې اوس هم پښتنې نجونې د  تعلیم څخه بې برخې دي په دې سیمو کې پښتانه پلرونه دې ته زړه نه ښه کوي، چې خپلې لوڼې ښوونځیو ته واستوي او په هغوی باندې زده کړه وکړي  د دې تر څنګ ، چې په ورستیو کلنو کې د بلخ په چاربولک، چمتال، دولت آباد او بلخ ولسوالیو کې د نجونو  لپاره ځانګړي ښوونځي جوړ  شوي؛ خو که په درسي وخت کې له دې ښوونځیو څخه لیدنه وشي د ګوتو په شمېر نجونې به په کې ولیدل شي، څه موده مخکې د چاربولک ولسوالۍ په مرکزي لیسه کې د(  آی او ایم ) دفتر لخوا د رسامۍ یوه سیالۍ ترسره شوه، چې په دې سیالۍ کې د یوسلو شلو تنو په شمېر نجونو برخه اخیستې وه کله ، چې زه دې ښوونځي ته د رپوټ جوړولو په موخه لاړم  او  ومې غوښتل  ، چې یوه داسې نجلۍ پیدا کړم چې په پښتو راسره مرکه وکړي ؛ خو په دې یو سلو شلو نجونو کې ټول ټال دولس نجونې پښتنې وي، چې هغه هم د اووم او اتم ټولګیو زده کوونکې وې او نورو ټولو دري ژبو زده کوونکو په دې سیالۍ کې یې  برخه اخیستې وه دغه دري ژبې نجونې زیاتره  د یوولسم او دولسم ټولګیو زده کوونکي وې او له نورو ښوونځیو څخه یې په دې سیالۍ کې ګډون کړی و، د یاد ښوونځي مدیر وايي دوی د نجونو لپاره  له لومړي  څخه تر دولسمه پورې ټولګي لري، چې په دې ټولګیو کې اکثره نجونې دري ژبې دي. دی وايي  زیاتره دغه دري ژبې نجونې  له لرې سیمو څخه هره ورځ  دې ښوونځي ته راځي او خپل درسونه لولي، د چاربولک مرکزي لیسې له مدیر څخه مې دا وپوښتل، چې ولې د پښتنو نجونو شمېر کم دی؟ هغه راته په ځواب کې وویل: موږ هره اونۍ د څو ښوونکو سره زیاتره هغو کورنیو ته ورځو،  چې دوی خپلې لوڼې ښوونځي ته نه راستوي کله، چې د پښتنو کورنیو ته ورشو هغوی نه غواړي، چې لورګانې یې ښوونځي ته لاړې شي او درس ولولي، دی وايي زیاتره داسې وخت هم شوی، چې کله دوی  د کوم پښتون کور ته ورغلي او هغه ته یې ویلي، چې ولې دې خپل لور ښوونځي ته نه پرېږدي هغه ورته په ځواب کې ښکنځل کړي او د کور له مخې یې ښوونکي شړلي.
بلخوا د چاربولک ولسوالۍ د پوهنې آمر محمد عظیم ابراهیم خېل په دې ولسوالۍ کې د پښتنو لخوا په خپلو لوڼو تعلیم نه کول یوه غټه ستونزه ګڼي او وايي: دوی له ډېرو کلنو راهیسې په دې لټه کې دي کوم پښتانه پلرونه، چې په خپلو لوڼو تعلیم نه کوي د دیني عالمانو او قومي مشرانو په مرسته په دې قانع کړي، چې خپلې لوڼې ښوونځیو ته واستوي  دی وايي په چاربولک ولسوالۍ کې د نجونولپاره څو  ځانګړې لیسې  اوهمدارنګه په هر کلي کې د نجونو لپاره الحاقیه ښوونځي جوړ شوي، چې ښوونکې یې ټولې ښځینه دي ؛ خو په دې ښوونځیو کې اکثره نجونې  د نورو ژبو زده کوونکې دي او د ګوتو په شمېر پښتې نجونې پیدا کېږي، چې په یادو ښوونځیو کې درس لولي، محمد عظیم ابراهېم خېل د بلخ په پښتون میشتو سیمو کې ښوونځیو ته د پښتنو نجونو نه تګ، ناسم رسم رواج او له تعلیم څخه د دوی د پلرونو ناخبري غټ لاملونه ګڼي . دی وايي په دې سیمو کې  ناسم رواجونه د دې لامل شوي، چې زیاتره پښتنې کورنۍ خپلې لورګانې ښوونځیو ته پرېنږدي.

ښاغلی ابراهیم خېل وايي: دوی د قومي مشرانو ، دیني عالمانو  په مرسته او همدا راز د عامه پوهاوي په ترسره کولو سره تر یوه  ځایه په دې توانیدلي، چې په ځینو سیمو کې پښتانه پلرونه دې ته وهڅوي، چې خپلې لورګانې ښوونځیو ته پرېږدي.
د بلخ د لرې پرتو ولسوالیو اکثره پښتانه خپلې لوڼې د غیرت له وجې ښوونځیو ته نه لیږي، دوی وايي نجونو لپاره بده ده، چې هره ورځ د خلکو په مخ کې ښوونځي ته روانې وي، د بلخ د چمتال ولسوالۍ له یوه قومي مشر نه مې دا وپوښتل، چې ولې ستاسو په سیمه کې پښتنې نجونې ښوونځي ته نه ځي؟ ده راته په ځواب کې وویل: ښوونځي ته د نجونو نه تږ له ډېر پخوا راهیسې موږ ته یو رواج ګرځیدلی که په کلي کې یو روښانفکره مشر پیدا شي او هغه وغواړي، چې خپلې لوڼې ښوونځي ته واستوي نور پښتانه ورپسې بد او رد وايي او دا کار د پښتنې دودونو خلاف ګڼي، دی وايي زموږ په کلي کې د نجونو او هلکانو لپاره لیسه شته خو، چې کله دې لیسې ته څوګ ورشي څو د ګوتو په شمېر نجونې به په کې ولیدل شي.
د دولت آباد ولسوالۍ یو قومي مشر وايي: زموږ په کلي کې د نجونو لپاره ښوونځی شته؛ خو پښتانه پلرونه زړه نه ښه کوي، چې خپلې لورانې دې ښوونځي ته واستوي دی وايي: په دې کلي کې دوه سوه اتیا کوره پښتانه او پنځوس کوره عرب دي، چې تنها د عربانو له کورنیو څخه نجونې دې ښوونځي ته ځي او د پښتنو له کورنیو څخه وړې نجونې، چې د لومړي ټولګي څخه تر اتم ټولګي پورې درس لولي راځي، دی زیاتوي کله چې دغه پښتنې نجونې اتم ټولګي ته ورسیږي بیا د کورنیو لخوا ورته اجازه نه ورکول کېږي، چې ښوونځي ته لاړې شي، ځکه د دوی د کورنیو په باور دغه نجونې سترې شوي او دوی لپاره ښوونځي ته تږ خطر دی.
که د بلخ په پښتون میشتو سیمو کې ځینې دولتي او غیر دولتي ادارو ته لکه پوهنې، روغتیا.... او نورو ریاستونو ته سر ورښکاره کړل شي؛ نو په دې ادارو کې به د ګوتو په شمېر پښتنې ښځې ولیدل شي، چې کار کوي. د بلخ چاربولک، چمتال او دولت آباد ولسوالیو اکثره صحي کلینیکونو ته د مزارشریف ښار څخه فارسي ژبې ډاکترانې په اونۍ کې څو ورځې راځي.  همداراز په دې سیمو کې، چې د نجونو لپاره کوم ښوونځي جوړ شوي د ښځينه ښوونکو له کمښت سره مخ دي. د بلخ په لرې پرتو ولسوالیو کې داسې ځایونه هم شته، چې د ځينو ملاامانو لخوا د نجونو د تعلیم لپاره ناسم تبلیغات کېږي او په خپلو تبلیغونو کې پښتانه پلرونه او مشران دې ته هڅول کېږي، چې خپلې لوڼې ښوونځي ته وانستوي. د چاربولک ولسوالۍ یو اوسېدونکی وايي: د جمعې په ورځ زموږ د کلي ملاامام د کلي اوسیدونکو ته په تبلیغ کې وویل: د دې پر ځای، چې خپلې لوڼې ښوونځي ته واستوئ هغه په پرده کې وساتئ.
 اسلام زده کړې ته له هر څه نه ډېر ارزښت ورکړی او په نارینه او ښځو  دواړو یې تعلیم فرض ګرځولی، زده کړه د بریالیتوب او روښنايۍ یواځينۍ لار ده په کومه کورنۍ کې، چې پوهه ښځه وي د هغې کورنۍ نظم او د اولاد روزنه په ښه توګه ترسره کېږي؛ خو د بلخ په پښتون میشتو سیمو کې دې ټکي ته هیڅ پاملرنه، نه کېږي او زیاتره پښتنو په دې خاطر خپلې لوڼې له تعلیم څخه بې برخې کړي، چې دوی ته په ښځو باندې تعلیم کول بې ننګې ښکاري دوی په دې فکر نه کوي، چې د یوې مېرمنې پوهه د دوی د ماشومانو د روښايي او روڼ اندۍ سبب ګرځي.

نجیب الله پاڅون

بېرته شاته