سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9803
ټول لیدونکې
1337988

د ګلاب منګل لومړني اجراات دقدروړدي


2016/23/10

کله چې په ټولنه کې پوه اوپاک نفسه کسان وګمارل شي نوقانون خپل ځای پيداکوي سليم عقل په سالم بدن کې وي که څه هم کله چې ښاغلی ګلاب دمقرريدونه مخکې مې فيسبوک پاڼوکې ډيرې ليکنې لوستلې وه خو کله کله متضادجهتونه د ښه اشخاصو دشخصيتونودبدنامولو لپاره دخپل شخصي منافع دټنيګښت لپاره دسپيڅلي اشخاصو پرشخصيت رنګارنګ تعرضونه کوي خويومتل دی چې وايي کم عقل خبرې کوي عقلمنددی قياس وکړي خودځينونه دابه هير وي چې دلمرسترګه په دوه ګوتونه پټيږي حقيقت اوعدالت به خپل ځای نيسي اوقانون به په ټولوباندی يوشان تطبيقيږي نو هلته به ټولنيز عدالت تامين شي زه چې ننګرهار کې وم دجنګ وختونوکومې مرستې چې به کونډو،يتيمانو،معيوبينوته راتلونويوخس په اندازه به هم نه بيځايه کيده ټول به مويوشان حق په حقدار سپارل نه دخلکو شور به پورته کيدل نه به چا بد تبليغ کاوه اونه به غير مستحق کس راتلوچې دمرستې غوښتنه وکړي ځکه چې هلته قانون ومنظم اسناد و دشهيد،معيوب او کونډو لپاره مشخصې فورمې وې خلک په دی پوهيدل چې دا مرسته دچادپاره ده رشوت په دور بين کې هم نه ليدل کيده غصپ خوبيخي چانه پيژندله دښځو،انجنوعزت ته تل درناوې موجود وه حتې هرڅه ته دښځولپاره دنارينو لخوا دلمړيتوب مقام ورکول کيده داځکه چې پر هر چا خپل ناموس ګران واو دننګ،غيرت،اودپوهی خاوندان په کې اوسيده په هجرو اوديروکې به ملکي خلک سم د مشکلاتوپه حلولوکې اوږه ورکړي وه هر مشکل به يي په جرګو او مرکو حلول  ٠
دننګرهار خلک اکثره پوه ادب پال ،رښتيني او غيرتي خلک دي   قانون ته احترام او دلمړيتوب حق ورکوي خو کله چې دجهاد په نامه اواز پورته شو دپاکستان دپوځي جنرال حميدګل لخوا دغه دګلونوښارپه کنډوالوبدل شول ښکلا،ارام ژوند،امنيت اوهرڅه ګډوډ شول عامه شتمني لکه هوايي ډګر نه دالوتکو،رادار،عسکري ټانګونه،دزيتونو،مالټې دبيخه ووهل شول اوډير دولتي دفترونه دغنيمت په نوم لوټ شول  اوحتی زمونږ افغان مجاهيدنوټول نه ځينې هم  په دی ټولو لوټماريوکې متقيما لاس درلود ل خوددوې راتګ سره بيا قانون کاملا خپولاندی شول داصلي اسنادوپرځای جعلي اسناد بيسودان دپوهنځي شهادت ناموسره راغلل غير مسلکې خلک دمسلکيانو ځاې ونيوه او دخلکوپر جايدادونوغصب دچوراو تالان بله پاڼه پرانستل شو ل چې ننګرهاريان ددی ټولوخيانتونوته په کتوسره دقهرجامونه يي سرته راغلل او دقانون دپلې کيدو اوازونه په ټولوباندی دی يوشان تطبيق شي اوازونه پورته شول که څه هم په تيرشويو واليانوکې شيرزی هم تر يواندازه مثبت کارونه وکړ خو دابسنده نه وه ننګرهاريان عالم ليدراولارښود ته ضرورت لري چې رشوت،خيانت ،بداخلاقي،اوفساد ته دپاې ټکۍ کيدي او قانون پرټولوباندی يوشان تطبيق کړي ماڅومياشتې مخکې زه افغانستان ته تللې وم دننګرهار دګمرک مدير دعشونواوپه دريمګړۍ کس باندې درشوت اخيستواولنډه داچې دپنجشيره پورې ددی تګ اوهلته په ورځ کې ديو پسه دحلاليدواوددی دميلوشاهده ومه خو پدی مې باور درلودچې شپې پسی ورځ هم ده درشوت مخه به يي ونيول شي هغه يوشعر ده چې وايي
چراغ ظلم ظالم تادم محشرنمې سوزد
اګرسوزدشبې سوزد شبې ديګر نمې سوزد
نوپه دی هيله چې ښاغلی ګلاب منګل هم قانون دی په ټولوباندی يوشان تطبيق کړي ددی ولايت ټول خائنين لکه دونوژيړې پاڼې وروي اوپاک نفس کسانوته په دندوکې دګمارولوچانس ورکړي ٠

زرلښته حفيظ بشريار

بېرته شاته