سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9782
ټول لیدونکې
1281181

دکتور سينا وردګ عمليات يې پخير اوکامياب تېرشو


2016/24/10


د وردکو ولايت د سيداباد ولسوالي د تنګي د درې د جويزرين په کلي کې په 1984کال د جون په 13نيټه په یو متدینه او علم پروره کورنۍ کې زيږېدلې ده .يوازې دوه لومړي کلونه یې په وردګو کې ژوند تير کړي.د کورنيو مشکلاتو له وجهې کابل ته مهاجره شوه. او په 1991 م کال کې یې د ملالي په عالي ليسه کې لومړي زده کړې شروع کړې.او تر اتمه ټولګيه یې مکملې کړې.د وخت د جنګونو او مشکلاتو له وجهې یې کورني هندوستان ته مهاجره شوه.او پلار یی هلته کاروبار پيدا کړي وو.نو په 1999م کال هندوستان ته ولاړه.اوپه 2000م کال کې یې د انګليسي ژبې زده کړه شروع کړه.د يو کال په ويلو سره یې د ممبي ديګري هاي سکول ته متحان ورکړ.
او په 2001م کال کې یې په ياد مکتب کې د نهم ټولګي نه خپلو زده کړو ته ادامه ورکړه.د زياتو مشکلاتو او کړاونو سره سره یې په 2005م کال کې د دوولسم ټولکي نه د فارغيدو سند تر لاسه کړ.او په همدې کال یې د دهلي په بين المللي پوهنتون کې په سياسي علو مو کې داخله واخيسته.
او په 2010 م کال کې د حقوق د څانګې څخه فارغه او په 2011م کال کې یې د کيت په پوهنتون کې د بين المللي اړيکو په بخش کې ماستري شروع کړه.او په 2013م کال کې یې د ماستري سند تر لاسه کړ.
او تير کال ( 2014م )په نيويارک پوهنتون کې یې د دکتورا داخله ترلاسه کړه.او اوس مهال د سياسي علومو څانګه کې د دکتورا زده کړې کوي
دافغانستان دبيروني سياست لپاره يې بېلابېلو هېوادوته سفرونه کړي دي دموجوده حکومت دوړانديز دنه منلو په صورت کې چې ورته يې دښځو چارو وزارت د %30 واک په ورکولو سره شوى وو رد کړ
خو اوس دناروغى څاپېړې پرمخ وهلې ده
الله ج دبيړنى روغتياورکړي

ګل رحيم

بېرته شاته