سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9666
ټول لیدونکې
1088494

ښځې دحکومتي قانون ماتونکونه اکثره سرټکوي


2016/08/11

کله چې خبره دقانون اودناموس څخه ددفاع خبره وي نوډير نارينه ورته ټټر وهي خوکله چې بيادوي قانون ماتوي بايدچې ورته سنګين جزاورکړشي نوربه دتاندپه ګذارش کې ولولو
په بلخ ولایت کې یوه نجلۍ چې جنسي تجاوز پرې شوی و او پولیسو ته په شکایت تللې وه، د پولیسو د امر له لوري پرې جنسي تېری وشو.
 تاند
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې یوه سړي، په خپله کوڅه کې ۱۸ کلنه مریم د سږ کال په جولای میاشت کې (شاوخوا ۴ میاشتې پخوا) د توپک په زور له کوره وایستله او خپل کور ته یې بېوله.

مریم رویټرز خبري اژانس ته وویل«د دغه وسله وال سړي کور په هماغه کوڅه کې و چې زه پکې اوسېدم. کله چې یې کور ته ننه ایستم وسله وال او یوه بل سړي راباندې جنسي تېری وکړ.»

دې همداراز وویل:«کله چې د شکایت لپاره د پولیسو ماموریت ته لاړم د پولیسو مشر ورته کار راسره وکړ.»

په افغانستان او ګڼو نورو وروسته پاتې هیوادونو کې دې ته ورته پېښې ډېرې کېږي خو عموماً ښځې او کورنۍ دا ډول پېښې، چې دوی یې ناموسي بولي، پټوي.

په وروستیو کلونو کې د رسنیو د ازادۍ له برکته ښځو هم جرات پیدا کړی چې ورباندې شوي نارواوې افشا کړي.
 

بېرته شاته