سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9832
ټول لیدونکې
1360973

په پښتونخوا کې دښځو، بشري حقونو او ماشومانو دحقوقو مبارزه آغلې لایبه یوسفزۍ


2016/27/11

که پښتنو نارینه وو دتاریخ په اوږدو کې په خپلو ټولنو کې دانساني حقونو ستر مبارزین او پلویان په خپلې غیږه کې روزلي دي نو په دې برخه کې د پښتنو ښځو رول هم تر نارینه وو کم او لږ نه دی. په پښتونخوا کې دښځو،ماشومانواو د بشري حقونو یوه مبارزه آغلې لائبه یو سفزۍ ده چې دا وخت دپښتونخوا په مرکز پيښور کې اوسیږي.
لا یبه یو سفزۍدپښتونخوا په رسالپور کینټ کې زیږیدلې او خپلې لومړنۍ زده کړې یې هماغلته ترسره کړي دي .نوموړې وروسته دپښتونخوا دمرکز دپيښور دپوهنتون نه د ژورنالیزم ( جرنالیزم) او انګریزي ادبیاتو په څانګو کې ماسټر ډیګري او په ښوونې او روزنې او بشري حقوقو کې یې هم ځانګړې زده کړې ترلاسه کړي دي . لایبه یوسفزي په الکترونیک میډیا کې دپراخې تجربې خاونده ده او په ډیرو تلویزیوني پروګرامونو کې یې دډایرکټرې ، پروډیو سرې او سکریپټ لیکونکې په توګه کارکړی دی. نوموړې دپښتونخوا دنورو پښتو او اردو چینلونولکه ای .وي .ټي خیبر برسیره دخوست د غرغښت دتلویزیون سره هم ژورنالیستیکه همکاري کړې ده همداراز نومړې دراډیو مشال، فري یورپ او دبي بي سي دپښتو پروګرامونو سره همکاري لري او په پښتو ، اردو او انګریزي ژبو کې ښه مهارت لري او په درې واړو ژبو یې ډیرې علمي او ژورنالیستیکې لیکنې کړي دي.
آغلي لایبه یو سفزۍ ۳۵۰ درې سوه پنځوس داسې ټلویزیوني يروګرامونه جوړکړي دی چې په بیلا بیلو مسایلو ، ټولنیزو مسایلواو سیاسي مسا یلوپورې اړه لري لکه : په پښتنو کې کورنۍ شخړې او لانجې Domestic violence، پروړوماشومانو کارChild labourاو ، په پښتني ټولنې ( معاشرې ) کې دښځو او ماشومانوزده کړې . همداراز نوموړې ۲۵ داسې پروګرامونه جوړکړي دي چې په هغو کې یې دپښتو داوچتې پایې شاعران لکه : خوشال بابا ، رحمان بابا ، حمزه بابا، ارواښاد کبیر ستوري او نور ډیر شاعران او ددوی دشعرونو بیلګې یې خلکو ته ورپيژندلي دي .
آغلې لایبه یو سفزي دګندهارا پر لرغوني تهذیب او هم د کیلاش په خلکو چې ځانته بیل مذهب او تهذیب لري په پښتو ، اردو او انګریزي ژبوهم مستند فلمونه او ډاکومینټرۍ جوړ کړي دي .
آغلې لایبه یو سفزۍ دپښتنو داوسنۍ ټولنې ټولې ستونزې دپښتنو په بې علمۍ کې ویني او په دې اند ده چې دپښتنو درنځونو دلیرې کولو یوازینۍ نسخه تعلیم او پوهه ده . نوموړې په افغانستان او پښتونخوا کې دروانو حالاتو په اړوند وایی چې دکابل او پيښور دښمن یو دي او موږ ته په کاردي چې دوی ته ددوی رښتینی دښمن وروپيژنو .
آغلې لایبه یو سفزۍ زما سره هم ژمنه کړې ده چې یو شمېر لیکنې او مقالې به مې دپښتو نه اردو او انګریزي زبو ته ژباړي او دامکان په صورت کې به یې دپښتونخوا په ورځپاڼو او مجلو کې خپروي .
زه دآغلې لا یبه یو سفزۍ ټولې هلې ځلې ستایم اوپه پښتونخوا کې دبشر ي حقو نو دغې مبارزې ته دلا زیاتو بریاوو هیله کوم.

ډاکترلطيف ياد

بېرته شاته