سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9789
ټول لیدونکې
1290144

دمارچ تر اتمي پوري


2016/27/11

دمارچ تر اتمي پوري
ساليماد خان ويل زه ازادي نه قبلومه
زه سپيني ښځي نه ورکومه
ښځي يې ورکړې غيرت ولاړی له اسلامه
غښتلی زمری ساليماد خانه

هسي ما ويل چي که دا قصيده زموږ منافق ړوند اندي ولولي نو په بېوزلو پښتنو به بيا ډرۍ ووهي دخپل پلار او نېکه لمن به پر څټ راواړوي چي وګوره دغه پښتانه دي او دغه يې اتلان دي. د بې هويته او بې ارزښته روشنفکرانو په مخ کي تر اوسه داسي څوک درېدلی نه دی چي د دوی د برغزويو او منافقت جواب ورکړي.
که څوک لږ او ډېر ذهني تنوير ولري نو هيڅ ټولنه عموماً او پښتني ټولنه خصوصاً نوی بدلون په وچ زور منلی نه دی. ددغه ډول جاهلانه ګام په مخ کي دپښتني ټولني دغه ډول بغاوت يو طبعي امر و او دی. دبې کلتوره او سطحي روشنفکرانو څخه داسي دنامي زوی تر نن ورځي پوري پيدا هم نه سو چي پرخپلوهغو مرداريو جفاو چي ده دخپلي ټولني سره کړي او يا يې ترننه پوري دخپلو شخصي ګټو په خاطر کوي چي نور هيڅ نه وي يو کوچنی اعتراف وکړي. دا کار يې هم نه دی کړی.
دا دهغي ولسي اوږدې قصيدې مازي يوڅو بيتونه دي چي ما پورته ياد کړل دهغه وخت څخه پاته دي. وايي چي په کندهار کي زياته وکم نيمه پېړۍ مخکي د وخت چارواکو غوښتل چي مامورين دي سرکاري جشن ته دخپلو مېرمنو سره لڅ مخ راووزي. په هغه زمانه کي پر سرکار باندي دلوېديځوالو د ټولني ياني ملګري ملتونو د اقتصادي فشار په سبب ددغه کار امر سوی و. وروسته ددغه کار په سبب په کندهار کي بلوا جوړه سوه اودکندهار يوه سينما هم وسوځوله سوه. ساليماد خان (صالح محمد خان) دکندهار يو دهغو مخورو کسانو څخه و، چي ددغه بې چوړه سرکاري امر مخ ته ودرېد.
دښځو دتش په نامه نړيوالي سياسي ورځي پوري دا خبره راياده سوه چي ښځه چي څونه مظلمومه ده په هغه کچه ددې دحق په نامه هم وحشي تمدن ګټه پورته کړې ده. تردې چي ښځه يې په خپله هم په نا اګاهانه توګه ښه ډېره استعمال کړې ده. ښځه انسان ده. لکه څنګه چي انسان په ارتقايي ډول پرمختګ کړی دی. دښځي ژوند ددغه ارتقايي پرمختګ سره تړلی دی. ځني بېلېدلای نه سي. که يې څوک دبېلولو زور وهي نو دغره سره سر جنګوي.
خو دلوېديځ مکار واکمن او د دوی مکاره ټولنه ملګري ملتونه د کابل بې ارادې ګوډاګی سرکار يوازي دخپلي سياسي ګټي لپاره له دې څخه کار اخلي. ښځه په ټوله نړۍ کي عموماً محرومه او بېوزله ده.
څوک به د امريکايي امپراتوري څخه وپوښتي چي نن په امريکا کي په سلو کي نهه نيوي ښځي ددغه ورځي په باره کي مالومات هم نه لري. ځکه په امريکا کي انسان د ازادۍ سا نه سي اخيستلای نود ښځي خوارکۍ دريځ خو ګردسره بېل دي. خو دا چي د امپراتوري امر دی او مستعمرې بايد اګاه وي نو ځکه بايد په اشغال سوي افغانستان کي دښځو ورځ ولمانځل سي.
پر افغانستان دلوېديځ دخونکار يرغل يوه بريا دا ده چي زموږ د نوي نسل ازاد تفکر او معنوي ارزښتونه يې داسي لتاړ کړي چي انساني کرامت او هويت ټوکي ورته مالوميږي

سيد عبدالرحيم

بېرته شاته