سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9855
ټول لیدونکې
1414234

دافغانستان لمړنۍ ښځينه پيلوټه شرمیلاپکتياواله وه


2016/01/12


دافغان مشرتابه د جدی پاملرې وړ !
درنو لوستونکو ترلوستلو وروسته قضاوت تاسو خپله وکړی !
دازادی راډيو پښتو ويبپاڼه
۲۰۱۶ ز کال ددسمبر اوله
د افغان ځواک یوه پخوانۍ پیلوټه ګدايي ته مجبوره شوې
شرمیلا د کندهار ښار خیتځ ته په زړو بلاکونو کې په یوه کوچني او تیاره کور کې د خپل معیوب خاوند سره ژوند کوي.
د افغان ځواک دغه پخوانی پیلوټه چې مسکو، ترکیې او نوي ډیلي کې یې فني زده‎کړي کړي اوس خلکو ته د سوال لاس غځوي او یوه نیمه ګوله ډوډۍ پیدا کوي.
شرمیلا وايي، د بګرام، کابل او کندهار په هوايي ډګرو کې يې دندې ترسره کړي دي، خو اوس د دولت او خلکو له پامه غورځېدلې او په خورا سختې کې ژوند کوي.
شرمیلا وايي، اوس یوازې یوه واده شوې لور لري او دوه زامن يې چې کلونه مخکې پاکستان کې نیول شوي وو، د روان کال په سېپټمبر میاشت کې د هغه هېواد د پوځ له‎خوا اعدام شول.
نوموړې وايي:
"د یوې پیلوټې د یوې انجینیري دا حالت دی، سوال کوي په کورونو ګرځي موږ چې ۳۰ کاله وطن ته خدمت وکړ، دولت وغورځولو؛ هېر یې کړو."
د شرمیلا خاوند عبدالمالک هم یو پخوانی نظامي دی هغه اوس په پښو معیوب او ولاړېدای نه شي.
هغه وايي، د ترکي د حکومت په دوران کې يې په مسکو کې تر پوځي زده‎کړو وروسته لومړی استخباراتي ماموریت په پاکستان کې پیل کړ چې وروسته هلته ونیول شو او د ۱۸ کلونو بند او شکنجو وروسته ازاد خو د ده هرکلي ته راغلي دوه ځوان زامن يې د دغه هېواد د استخباراتو له‎خوا ونیول شول.
شرمیلا او عبدالمالک که څه هم په خورا افتخار او خاص غرور سره په وسله‎وال پوځ کې هېواد ته د خدمت خاطرې بیانوي خو د دوی ناتوانه اقتصاد دوی مجبوره کړي چې د یوې ګولې ډوډۍ پیدا کولو لپاره په ښار او کوڅو کې خلکو ته د سوال لاس وغځوي.

حبيب الله غمخور فيسبوک پاڼه

بېرته شاته