سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9834
ټول لیدونکې
1362669

( زرلښت ته ډالۍ )


2016/25/12

 

قلم دې کر په لر و بر د محبت کوي

هره ليکنه دې ستايينه د عظمت کوي

اے د لفظونو جادوګرې د وحدت سفيرې

پښتنه وينه دې رګو کې حرارت کوي

دلګيره نۀ شې د منزل لار وي ازغنه مدام

تحريف هميش د تعميرونو دلالت کوي

دا چې تعمير له يې تحريف کړو د افغان بچي

په خپلو کړو به تر قيامته ندامت کوي

ډير شهيدان شو ډير معزوره او بې کوره زرلښت

مدام تيارې د رنړاګانو بشارت کوي

تيارۀ چې لنګه شي د نوي سهار زيرې راوړي

پلوشين لمر به خاتمه د دې ظلمت کوي

دا چې يې رنګ کړو محلونه د افغان په وينو

دغه تورمخي به نور ژوند د ذلالت کوي

رحم د رب دې زرلښت مونږه زورور پيدا يو

انتظار تل کمزوري خلک د قيامت کوي

د يو يو ظلم به حساب په دا جهان راکوي

څوک چې په لوې افغانستان کې شرارت کوي

والله که څوک يې کړي مجبور د غلامۍ په ژوندون

هغه قامونه چې يې جونې وکالت کوي

زۀ دراني دې د فکرونو اخترام کومه

زما قلم به فخر تل په تا زرلښت کوي

شبير دراني

۸ جون ۲۰۱۶

ګران اوقدرمن ورور ښاغلی شبيرخان دوراني صاحب :- داچې په يوه داسې ټولنه کې چې دښځوپه شتون اودهغوې موجوديت اوحتې په کورونوکې دانجونوپه پيدايښت باندی يوتعدادخلک شرميږي اوزه وياړم چې زمايوپښتون ،انقلابي اود زړه ورملت په قام اوازادي باندی مين شاعرماته داوياړرابخښي اودخپل قلم په ژبه يوه داسې ډالې راکوي چې ترهرڅه يي ارزښت اوقيمت يي راته لوړدی ماته دوياړ ځا ی دی خدای دی هغه قلم راکړي چې زه وکولې شم خپل دا نه وانه ملت ته ديوالې روحيه ورکړم ترڅودګران افغانستان ترنوم لاندی ديوافغان په نوم سره ټول شي اودخوشحالې ژوندوکړي يوه نړۍ مننه خدای مودبدوسترګووساته خوشحالې شيبې موميلمنې

بېرته شاته