سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9666
ټول لیدونکې
1090603

زما دارواښادې مور خوږې خاطرې او یادونه


2017/05/01

زما ارواښاده موردې زموږ او ستاسو دټولو مړوسره خدای پاک وبخښي ډیره دینداره میرمن وه . زما نه دی په یاد چې یو وخت لمونځ به یې قضا شوی وی. هره ورځ یې دقرآن کریم تلاوت کاوه، دبیت الله شریف په حج هم مشرفه شوې وه ،
دپیغمبرانو او انبیاوو ډیرې کیسې یې زده وی ځکه چې پلار یې ورته دقصص الانبیا نه دپیغمبرانو ډیرې کیسې کړې وې .
زما ښه په یاددي چې ددې دقران کریم پاڼو ګلابي رنګ درلود او دتاج کمپنۍ چاپ و چې دغه قران شریف یې دکوچنیوالي نه دخپلې مړینې تر ورځې پورې ساتلی و او ډیر ښایسته وریښمین پو ښونه یې ورته جوړ کړي وو،
دقرانکریم نه پرته یې تل نور دوه پښتو منظوم کتابونه لوستل چې یو یې (رشید بیان )و چې دملا عبدالرشید لیکنه وه او دحنفي فقهې منظوم کتاب و. بل کتاب یې چې ډیره مینه یې ورسره درلودله هغه دحضرت پیغمبر محمدالر سو ل الله صلی الله علیه واله وسلم (وفاتنامه )وه چې تل به یې ویله او کله به یې چې لوستله ورسره به یې ژړل.
زما دوړکتوبه دپيغمبر علیه السلام دوفاتنامې هغه څو بیتونه په یاد دي چې زما مور به د هر بیت په لو ستلو سره ژړل او واوښکې به یې تو یولې .نن دوفاتنامې هغه څو بیتونه چې له ډیره وړکتوبه لا تر اوسه زما په یاد کې پاتې دي ستاسو سره شریکومه:
پاک رسول وي چې مې روح شي په رفتن
څوک به غسل راکوی څوک به کفن
جبرائیل وی دکوثر اوبه به راوړم
او عمر به غسل درکړي دبدن
جنازه به دې صدیق اکبر وکاندي
اوپه کور دعایشي به شي دفن

ډاکترلطيف ياد

بېرته شاته