سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9651
ټول لیدونکې
1061979

په افغان ټولنې کې د ښځې د رول


2017/03/03

ډیر وعزتمنولوستونکیو ، سهار مو په خیر او نیکمرغه هیله من یو چې د تل په شان به مو د خداوند متعال په یاد او نوم سره خپل سهار پیل کړی وی  او د ورځنیزو چارو په فکر کې به وې چې مونږه هم  له  لوې خدایه د  تاسو ګرانو اوریدونکیو لپاره د یوې ښې او بریالی ورځې دعا غواړو.امین یا رب العالمین
عرفان خان :زه هم په خپل وار ګرانو اوریدونکیو ته سهار په خیروایم ، هیله ده چې زمونږ ګران دوستان به صحیح و سالم  وی او د خپلې ټولنې کورنۍ او ټولنې د ودې په لاره کې ګامونه پورته کوی .
شاکر خان :ښه عرفان خانه لکه څنګه چې تاسو ته پته ده مونږه نن د سهار په خیر پروګرام میناوالو لپاره ، په افغان ټولنې کې د ښځې د رول موضوع خوښه کړی ده ، ځکه چې  د نورو ټولنو په شان په افغان ټولنه کې هم د ښځو رول ډیر مهم دې .
عرفان خان : بیخی سم ټکې ته دې اشاره وکړه ، ګرانو میناوالو ته به پته وی چې  میرمنې د نړۍ د نفوسو نیمه برخه جوړوی  ، که د انسانانو رول او ځای  د پراختیا او ترقۍ د اساس او چورلیز په توګه ومنو نو باید د ښځې رول او ځای هم په پراختیا کې د ټولنو د انسانی نفوسو د نیمې برخې په توګه قبول کړو   .
 د خدا تعالی بشپړه دین  اسلام ، میرمنو ته لوړ انساني مقام ورکوي. له دې پلوه دمیرمنې رول لوي کرامت لري او دټولنې او کورنۍ د بنسټ تیږه حسابیږي . ددغه تفکر په اساس دټولنې د فعالیتونو په بیلابیلو ډګرونو کې دمیرمنې شتون د کورنۍ دجوړیدا او دهغې د پیاوړتیا خنډ نه کیږي .
شاکر خان :په یوه ټولنه کې د ښځې په حقیقی او مهم رول څوک سترګې نشی پټولې ، راګرځو په افغان ټولنې کې د ښځو رول ته چې که څه هم ښځې ته  اوس هم په افغان ټولنه کې له دودیز نظره کتل کیږی ، هسې خو د تاریخ په اوږدو کې له بده مرغه په افغان ټولنې کې له میرمنو سره ظلم او زیاتې شوې دې ، په خپله په کورنۍ کې مور او پلار د زوی په مقابل کې لور ته په هغه سترګه ندی کتلی چې باید ورته ولیدل شی ، که ښونځی ته د تګ خبره وی یا د ښو خوړو او کالیو په هرې مسلې کې زوی ته ترجیح ورکول کیږی .
عرفان خان : له بده مرغه اوس هم زمونږ په ټولنه کې داسې خبرې لیدل کیږی ، او یو ډول مرد سالاری اوس هم تر سترګو کیږی .
 له بلې خوا حکومتونو هم د تاریخ په اوږدو کې د  میرمنو مسلو ته جدی پام ندې کړې ، که همدې وروستیو لسیزو په تیره بیا  د طالبانو رژیم پړاو ته ووینو نو له افغان میرمنې سره دیر ناروا زیاتې شوې دې که څه هم له دغه تور پړاوه وروسته  څه هیلې او امیدونه هم رامینځته شوی دی . نن افغان میرمنه په سیاسی ، کلتوری ، اقتصادی ، اجتماعی او حتی په پوځی ډګر کې هم فعاله ښکاری .
شاکر خان :تاسو د طالبانو د پړاو خبره وکړه ، ما ته په یاد شی چې په  ۱۹۹۶ میلادی کال کې طالبانو د حکومتی شفاخانو او عمومی ځایونو کې د تش په نامه اسلامی شریعت له مخې د میرمنو د شتون لپاره ډیر سخت شرایط اعلان کړه ، د بلګې په توګه ناروغه میرمنې باید ښځینه ډاکټرانو ته مراجعه وکړی .هغې منشیانې چې ښځو ته نوبت ورکوی باید میرمنې وی ،د ښځینه او سړی ډاکټرانو ترمینځ ناسته پاسته او خبرې کول منع دی او داسې نورې ډیرې مسلې ، جالبه خبره خو دا ده چې په روغتونونو او شفاخانو کې ښځینه میرمنو شتون نه درلود ، دا څه معنا لری ؟ ایا له دې پرته یې بل څه معنا درلوده چې ښځینه میرمنه له ناروغی مړې شی ؟؟ځکه خو په افغانستان کې د طالبانو پړاو د افغان میرمنو لپاره تر ټولو تور پړاو بلل کیږی .
عرفان خان :جالبه خو دا چې د طالبانو د ټول فعالیتو د اسلام او شریعت په نوم ترسره کیدل ، حال دا چې د اسلام په سرکینیو وختونو کې په نورو چارو کې خو پریږده حتی په دفاعی چارو کې هم د میرمنو رول نه انکاریدونکې دې . د اسلام په سرکینیو وختونو کې د میرمنو تر ټولو ستره مدافع د نبی مکرم ګرانه لور حضرت بی بی فاطمه الزهرا س ده ، دغې عظیمې بی بی په جنګ احدکې  شرکت وکړ . حضرت زهرا س په دغه جنګ کې  له نورو ۱۴ میرمنو سره یو ځاې د خوړو او اوبو د وړلو او د ژوبلو کسانو د خیال ساتلو او څارنې  مسولیت پر غاړه درلود . په همدې جنګ  کې بی بی فاطمه الزهرا س  له نبی مکرم ص او امام علی ع څخه پرستاری او څارنه وکړه . همداسې نورې ډیرې میرمنې د اسلام په سرکینیو وختونو کې په بیلا بیلو ډګرونو کې فعال رول درلود .
شاکر خان :د افغان میرمنې ملالۍ همدم یو شعر می را په یاد شو چې وایی ،
زه د ستړي ژوندون خوا کې
یو لارورکې قافله  یم
تورو شپو سره  ملګرې
د خیالاتو ننداره یم
زه همدمه ځکه  ژاړم
د زخمي زړه افسانه یم
عرفان خان :ډیر ښه شعر وو ،  له بده مرغه په افغان ټولنه کې نن هم له ښځې سره ډیر ناروا چلند کیږی او کله کله خو انسان داسې خبرونه او کیسې هم اوری چې زړه یې سوزوی
.
سحرګل؛ د افغان میرمنو د مبارزې یوه بیلګه
 
د «ځوانې ښځې د بدلون لپاره» موسسې غړو د خپل تاسیس کلیزه د ثور یا غوایی په اوومه د «سحرګل په نیټ خونه» کې ولمانځله. دا نیټ خونه یا انټرنیټ کافي په ټول هیواد کې د ښځو لپاره ځانګړې او د یوې افغانې میرمنې په نامه نومول شوی ده چې سږ کال د ښځو په نړیوالې ورځ پرانیستل شوه.
سحرګل هغه ۱۵ کلنه ناوې وه چې د خپل خاوند د کورنۍ له لورې د مرګ تر پولې ګړول شوی وه. نوموړې هغه مهال چې ۱۴ کاله عمر یې درلود د خپل ناسکه ورور له لورې د ۲۶۰ رزه افغانیو په بدل کې یو ۳۰ کلن سړي ته په نکاح شوه خو له واده څخه یې ۵ میاشتې لا تیرې شوی نه وي چې خسرګنۍ یې هغه بدلمنۍ ته هڅوله خو کله چې نوموړې تر انکار وکړ د ډول ډول شکنجو او کړاؤنو سره مخ شوه، آن تر دې چې تیر کال پولیسو د مرغومي یا جدي په اوومه د بغلان په ولایت کې هغه پیدا او بیا یې د درملنې لپاره د کابل وزیر محمد اکبرخان روغتون ته را ولیږدوله.
د بدلون لپاره د ځوانو ښځو مؤسسې له لورې سحرګل د «افغاني ښځو د شهامت او مقاومت بیلګه» ګڼي نو له همدې امله یې دغه نیټ خونه هم د نوموړې په نوم، ونوموله.
د سحرګل نیټ خونې مسئوله او د بدلون لپاره د ځوانو ښځو بنیاد غړی، میرمن طوبا احمدیار په دی باور ده چې په افغانستان کې د یوې میرمنې په نوم د نیټ خونې جوړول د ښځو د حقونو په برخه کې لوی پرمختګ دی.
د سحرګل نیټ خونه شاوخوا ۱۵ کمپیوټرونه لري او هره ورځ لسګونو ښځو ته د انټرنیټ اسانتیا برابروي.
د طوبا احمدیار له قوله د دې نیټ خونې د پرانیستلو څخه یې موخه یواځې د نیټ څخه ګټه پورته کول نه وو، بلکه هغه زیاتوي: «هره پنجشنبه د خویندو په نامه یوه غونډه لرو چې په هغې کې بیا پر ټولنیزو مسایلو بحث کوو.»
 
نوموړی ټینګار کوي چې هغوی دیته ورته نور پروګرامونه په ټول هیواد کې لري او د سحرګل نیټ خونې پرمختګ نورو ولایتونو ته د دې کار لپاره یو پیل وو.
عرفان خان :له بده مرغه زمونږ په ټولنه کې اوس هم له میرمنو سره بد چلندونه کیږی چې د غندلو دی ، خو په دې وروستیو کې په افغان ټولنه کې ښځه لګیا ده د خپل موقعیت لپاره هأې ځلې کوی ، نن په افغانستاکې ښځینه وزیره ، ولسواله ، والی ، پایلیټه هم تر سترګو کیږی او په پولیسو او داسې نورو ځایونو کې خو نن د ښځو رول معلوم او جوت دې ، که څه هم په افغان ټولنه کې ښځه اوس هم خپل اصلی ځای ته د رسیدو لپاره اوږده لاره پرمخ لری خو همدا چې اوس په افغان ټولنې کې داسې بیلګې چې مخکې مو ورته اشاره وکړه تر سترګو کیږی ، نو دا هم یوه ستر بریا ده .
شاکر خان : هو نن ښځه خپلو حقوقو ته متوجه شوی ده ، خو پکار ده چې زمونږ حکومتونه ، ادارې  او شخصیتونه هم په دې خپل رول ولوبوی او لکه څرنګه چې مخکې اشاره وشوه ښځو پر ضد د تاوتریخوالی مخنیوې وکړی او کلتور سازی وشی چې ښځه هم  په اسلام کې د سوی په شان برابر حقوق لری او د ښځو روزنه او تعلیم خو بیا له نرینه و هم زیات اهمیت لری ځکه چې د ټولنې په جوړولو کې میرمن  اصلی او اساسی رول لری ، که مور تعلیم یافته وی نو بچیان به یې هم د ټولنې لپاره ګټه ور وی خو که مور بې سواده یا کم سواده وی نو د هغه په اولادونو به هم بیا اغیز شیندی .

جمیل حسین بنګش

بېرته شاته