سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9666
ټول لیدونکې
1088450

زرلشت حفيظ دشعراوتخيل انځورگره شاعره دښځوپه ژوندشعرونه ليکې


2017/08/03


اغلې زرلشت دهيوادپه جنگونوکې خپله ځاله يې دانقلاب طوفان کې دلاسه ورکړه چې څوک ورته دسولې اوڅوک هم دحماسوشاعره يي بولي داچې خپله ځان ته څه وايې هغه دده خپل نظرده زماپه اندزمادسويه نه ډيره پورته خبره ده چې زه پې څه وليکم ځکه چې زه نه شاعر يم نه ليکوال مگردومره پوهيږم چې دده شعرونه مثال ديوبڼ دی لکه څنگه چې په بڼ کې هررقم گلان وي ددې ميرمنې په شعرونوکې هم هر رنگ ليدله کيږي چې زه يې دشعرونوسره خاصه مينه لرم په شعرونوکې دوطن پالنې دسولې دمينې دموراو لنډه داچې دښځوپه هکله بی شميره رنگينه شاعري کړې چې زه ورته ډيراحترام لرم داچې اتم دمارچ دی زه مې خپلې مورته جنت غواړم الله دی هغه دنياورته ښايسته کړي او زرلشت جانې ته دښځودورځې په وياړمبارکي وايماوهغه شعرونه چې ښځواوميندوته ليکلي يوڅودرته دمثال په توگه دلته نقلوم اورته دښه ژوند هيله کوم
 
 يوه ښځه                        

زه دورک ژوندون تصويريم په خوبونوکې مې ګوره
دونياټوله يوه کيسه کړه په خيالونوکې مې ګوره
 
سنګ تراش له ځانه جوړکړه زه غمې دتيګوزړه کې
ته پيدامې کړه سره زريم په اورونو کې مې ګوره
 
پټ کتاب د محبت يم د ژوندون په فلسفه کې
زه يوه لښته دګل څانګه په باغونوکې مې ګوره
 
دژوندون دښايست نوريم اصليت باندې مې پوه شه
زه د زړونو داوه ګيره په رمزونو کې مې ګوره
 
ته پوهيږی چې زه څوک يم داسې ولې درته وايم
پټ رڼا دژوندانه يم تور تمونوکې مې ګوره
 
سياموې هم جلالي ته دعمرونو افسانه شوه
ملکه دښاپيرو يم قفقازغرونو کې مې ګوره
 
ارتقا ددژوندمې غواړم لکه تاغوندې انسان يم
زه يوه ښځه دتولنۍ هيوادونوکې مې ګوره
 
نالوستلې يوکتاب يمه دافغان په کتابتون کې
دزرلښت دزړه ارمان يم ارمانونوکې مې ګوره
             
   ښځه
ښځه مينه ده هم پوهه ښځه
مورد بشريت ده دخوښيوخزانه ده
ښځه کيف دمحبت ده دساقي په خم خانه کې
ښځه نوم د حقيقت ده تل دمينې ترانه کې
ښځه ستره شخصيته نابغان په غيږکې روزي
ښځه ښکلې پښتنه ده ننګياليان په غيږ کې روزي
ښځه  څانګه ده دګلو دانسان د ژوند په بڼ کې
ښځه لښته دسره زرده معلوميږي دګلرنګ کې
ښځه مينه ده وفا ده ښځه ژوند لره ښکلا ده
ښځه ښکلې خديجه ده د اسلام د دين رڼا ده
ښځه تل دسولې غږ ده دجنګونولسيزو کې
ښځې وګورئ ژړيږي ستړي شوي په سلګو کې
احترام لتانه غواړي که هرڅوک يي خو انسان يي
يوه مورغيږکې لوې شوې دحفيظ دزړه ارمان يي
 افغانه ښځه
ښځه حيا ده لوپټه د عزت
ښځه ښکلا ده د ژوندون مرحمت
په يوه لاس ښځه جهان زنګوي
په بل زانګو او ماشومان زنګوي
ګردې نړۍ کې قهرمانې ښځې
سل افرين په تا افغانې ښځې
په بسم الله باندې هر کار پيلوې
پاکې ستوره او مسلمانې ښځې
ښځه ښادي او خوشحالي د ژوندون
ښځه ډيوه او رڼايي د ژوندون
ښځه غوټۍ ده دګلونو څانګه
ښځه ښکلا ده نورونو وړانګه
هره يو انسان ته محترمې ښځې
ماته له هر چا معظمې ښځې
په پاکه غيږکې اتلان وروزه
هر تجاوز ته فاتحان وروزه
له تانه ځارشمه افغانې ښځې
اې په نړۍ کې قهرنانې ښځې
د سولې غږ په هر افغان ېې ښځې
ته حفيظ د زړه ارمان ېې ښځې
ستا دحيا ستا د عفت نه قربان
ستا د ايمان او عقيدت نه قربان  
زما په زړه کې ميلمنې پښتنې
دزمانې نه کړې ګيلې پښتنې

ته به نازو شې پښتنو په کورکې
بل ميرويس خان به لويوې پښتنې

ستا دپښتون تاريخ نړۍ پيژني
زما شاعرې ښا يستې پښتنې

پام چې دزړونو سودا ګره نه شې
خپل اصليت خو به منې پښتنې

دناريتوب سزا دعلم کمزوري
وي دکمبختو داکيسې پښتنې

داعشق پرسته ليونيان دمينې
دکاره باسي ښاپيرې پښتنې

زمونږ پلوکې دپښتو غيرت ده
دملالۍ په خيال به ځې پښتنې

که ځينې خپل ګوراوايمان خرڅوي
په نوې نسل به يې ګټۍ پښتنې

قلم دی توره دايمان او پښتو
که د زرلښتې دا منې پښتنې
 بدقسمته ښځه  
چې پيدا شومه  دادا په ما خپه شو
هم زړه ادکۍ نيا په ما خپه شوه
دقسمت داول ورځ تندۍ کې ګونځه
توبه توبه ټول دونيا په ما خپه شول
****
چې لږ لويه شوم ما وويلې مورکۍ ته
دمکتب دشوق کيسه خپلې ادې ته
مورکۍ وويل بابا نه به دی پوښتم
بابا وويل نورغوږ مه ږ ده  دې انجلۍ ته
****
د مورکې سترکوته اوښکه ژړا زه شوم
خوار قسمته د ډير خولو واويلا زه شوم
په وې وې باندې مې پيل دژوند سبا شوه
تر هغه چې دځوانې  يوه ښکلا زه شوم
****
دهر ځوان د زړګي مينې ته کيسه شوم
دهر زړه دمينې ښکلې تلوسه شوم
چا باڼه راته ستايل اوچاهم سترګې
 چې څراغ دپينځو ګوتوافسانه شوم
****
مرکو او د جرګو ګرم بازار شو
توبه توبه ټول دونيا مې خريدار شو
د هر چا په خوله کې زما و صفتونه
مرکو باندې مې ستړي عالمونه
****
بيا هم نيا او هم دادا زما واکدارشول
دولور پيسوطلب ته طرفدار شول
بی له دې چې  څوک له مانه تپوس وکړي
ځما کوژده اوبيا واده هم را تيار شول
****
په سروسترګو مې ژړل چې  واده نه کړم
وه  ابوې او اې  دادا ځان به  مې مړه کړم
ما ويل چې ددې کور زه مذدوري کړم
ته چې ما خرڅوې زوړ سړی به څه کړم؟
****
دادا وويل په ټوپک دمړه کوم
ددې کورپه مذدورې د نه ساتم
ښځينه جنس دشرمونو يوه ټوټه وي
زه مجبوريم دا خپل شرم خوندې کوم
****
بله لاره راته پاتې نه شوه خدايه
څله اوښکې تويومه زه بيځايه
يا خو دلته يا خو هلته مذدوري کړم
اې قسمته زه کمبخته زندګي کړم
****
د واده نه مې ډيرپاتې شول غمونه
د ميړه او زما دخواښې پيغورونه
دلغتو د سوکانو ګذارونه
په نهاره تورې شپې اوماښامونه
****
ژوندمې تيرشوه په ژړا اوتراوتر يم
دحيوان غوندې سودا دسودا ګر يم
نه دقدرنه دعزت ځاې مې پيدا شو
بد قسمته يمه ښځه يم  تورسريم
*****
زرلښت وليده افغانې ښځې خوارې
شپه اوورځ چې ددستورپه وير کې ژاړي
دنړۍ ښځۍ سپوږمې پلورې درومي
خو زما د وطن ښځې دي  ناچارې

افغانه ښځه په يويشتم پيړۍ کې
زه دژونددفلسفې پوره کتاب يم
سل توصيف زه ته دهويوه ځواب يم
ماته سل ځلي دحسن تعريف مکړه
په ويښ نه راځم دپټ زړه انقلاب يم
***
يوارمان مې پټ په زړه کې دی ساتلې
سرترپايه يي خيالوکې يم نيولې
خلک وايي زندګي ده زندګي ده
زه وايم نه تش دخيالونو بندګي ده
***
زه ارواح يمه رښتينې دونيا نه يم
ګنګار ه دژوندون دښکلا نه يم
زه چې سل ځله قربان اوصدقه شوم
زه مورنشوم چاته خور اوليلا نه يم
***
په رڼا ورځ کې ناپاک لاسونه راشي
زما دژوندسپينې لمنۍ ته ګناه شي
پس چاړه راپسې اخلي ما حلال کړي
دننګونو په وطن جوړه غوغاشي
***
زما تصويرخوستاټولنۍ ته ګناه ده
ځکه سترکونه دی زما وجود پناه ده
مونږ تور سرې دحيا په نوم مړه کيږو
ستاهيوادکې خودښځوژوندون داده
***
يوشتم پيړۍ هنداره کې زه نشت يم
زه خو موريمه يوه زيرۍ دبهشت يم
حق مې غواړم دې تياروته رڼاراکړئ
دافغان خوږو بچو ته سرنوشت يم
***
تصوير مه راځنې غواړه چې بدرنګ يم
د خيرنې زمانې په تهمت رنګ يم
نورسوالوکې دديدن ارمان مې مکړه
زرلښت وايي ځکه ژوندسره په جنګ يم

 

حيدر مليار

بېرته شاته