سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9666
ټول لیدونکې
1090597

نظم


2017/19/03

 

نن بابا جانه راته ډیر یادیږې

نن ستا هغه سلګۍ چې اخیري سلګۍ وې

 له زړګي بوټې ووځي

نن مې هماغه شیبه سترګو کې ده

 چې ته په خپل درد نه وې

د زنکدن سختئ دې هیرې وې خو

تا به همدا ویلی هیلی نا هیلی مه شی

گوره ژوند بل شان دی پروانه لري

ته به هم لویه شی

 الله ج به درته خپله زندګي درکړی

او بیا به لویه کورنئ ولرې

ته دې درسونه وایه

درنه به جوړه شي ښه لویه ښځه

  تاتراخره پورې بلا خبرې وکړې

او زما له سترګونه د اوښکوڅاڅکي

لکه باران وریده

داسې بې واره راتله

په ګل لالا دی هم زماښه سپارښتنه وکړه

بچیه هیله می وروستئ هیله ده

گوره چی هیله می نا هیلی نکی

زما د تلو نه وروسته!

ورته زما مینه پوره ورکړه

له دی خبری سره

 گل لالا غریوونیوه

چغی ناری یی کړلی

ای بابا هیله یواځی نه ده

ښه دا خو سمه ده زه به دی هیله لکه ژبه ساتم

خو ته مونږچاته پریږدې ته رانه ځی مونږدی دنیا ته پریدی

بابا په بنده ژبه ورته لګیا شو بچی

 ددنیا دود داسی دی

چی نه باچا او نه ګدا او نه هم کاڼي بوټي

ټول ختمیږي

زه هیبت والی ومه لکه کالبوت می درته مړه مړه کتل

 نه مې څه ویلی شو او نه مې ډیری چغی وکړې

 فقط همدومره وه چی ښپو نه مې ساه وخته

په زړه مې بل شانتې چپې راتللې

چی ستا دخلې نه وینو دارې وکړې

 په توره ګیره او په سپینو جامو

 دې سره رنګونه راغله

زه نوره نه پوهیدم

چی مرګ به څه ته وایی

شپه ښه پخه وه چی تا

روح الله ج ته وسپارولو

په کور کی چغی شوی ژړاجوړه شوه

خپلوان دوستان او. ټول دکلي خلک

 زمونژه کورته راغله

څه خونړئ شپه څه دبې رحمه زندگئ شپه وه

  زمونږ او ستا چی اخیری شپه وه

سهار وختی وه

ته یی تابوت کې بند کړې خپل دایمي کور ته یی یوړې رانه

خو!

زه څه بې وسه څه بې کسه ومه

تر هدیرې پوری هم چاه درسره پرینخودم

بابا خبر یی که نه! ستا تلونه پس دې هیله درس نه ووایی

بابا خبر یی که نه! هیله دی اوس په شاعرئ ژوندکوي

بابا خبر یی که نه!

چرته چی غم ښادي شي هغی ته هم نه ورځي

ځکه چی!

 سوک ورته گوري ووایی

دغه یتمه جنۍ د ورونو لاس ته گوري پلار څه په ناز ساتله

بابا باور وکړه چی

 نوره ددی خبرو زغم نه لرم

کله نا کله دومره تنګه شمه

 ځان سره فکر کوم چی ځلن وژنه وکړم

 خو بیا می ستا نصحت سترگو ته شي

 له خپله هوډه واوړم

 نن بابا جانه راته ډیر یادیږې!

نن می له سترګو نه داوښکو په ځای

 دوینو داری راځي

او زړه ته مې غلي وایم

که نصیبونه کنډولي وای

مابه دا خپل په دیواله ویشتلی ونه

 

هيله ارمان

بېرته شاته