سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9889
ټول لیدونکې
1452378

فرخندې خورې!!


2017/19/03

خورې! نن شپه ته یو ځل بیا مړه شه، بیا مړه شه
ته دې دنیا ته تر یو ماشي هم ارزښت نه لرې بیا مړه شه
هیڅ بلا نه ده شوې
کومه دی؟ چیرته؟ ته چا ووژلې؟
چا دې سېځلي دي خورې زلفې؟
تاته چا وویل؟ چې ښار کې څو نامرده سړو
له تانه ستا د مخ پلو واخیست؟
تاته چا وویل؟ چې ته یې تر موټر لاندې کړې؟
تاته چا وویل چې ته یې کړې په اور کباب؟
کومه دی؟ چېرته خورې؟
هیڅ بلا نه ده شوې
کومه دی؟ چیرته؟ ته چا ووژلې؟
خورې خراب خوب دې لیدلی دی کیسه بس کړه
ټولې مېوې دې کړې ترخې د نوروز
اوښکې دې مه تویوه بیا مړه شه!
هیڅ بلا نه ده شوې
دا ته چې څه وایې، باور مې نه شي
څوک وو؟ هغه چې ستا ایره وجود ته
لکه لیوان په ننداره ولاړ وو
څوک وو هغه چې په لغتو، په کنځلو په سنګسار کې یې
له تانه ستا د تن کالي وویستل؟؟
په تا ستا پاکه لمن چا څېرې کړه؟
اوهو!! پولیس څېرې کړه؟
دا ته رښتیا وايې؟
باور مې هېڅ نه کېږي
له تانه وروسته په دې ښاره ذره هیبت راغی؟؟
له تانه وروسته په ذهنونو کې کوم فرق راغی؟؟
او یا قیامت چرته د شاه دوشمشېره پیر په زیارت راغی؟؟
زما په خیال خورکې! ته لیونۍ شوې یې
نو دا ته څه- څه وایې؟؟
ته راته وایې چې په دې ښار کې انصاف هم شته؟؟
انصاف به وي مګر نو ته خو خورې ښځه یې!!
او ستا مشکل دا دی چې ښځه یې
ته په انصاف څه کوې؟؟
ته خو عاجزه یې، ناقصه یې په عقل کې
ته غولېدلې یې چې خپله وینه سره ګڼې
او له دې خلکو نه انصاف غواړې
ته باید بیا مړه شې
رښتیا مړه شه! او بیا مړه شه!
ځکه د ښار قاضي د تا په طرف نه دی ولاړ!!!
د هغه وینه سره او ستا د وینې رنګ سپین دی!!!

نجیبه ایوبي د شعر ژباړه: سعید شینواری

بېرته شاته