سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9782
ټول لیدونکې
1281206

زمادجنګ ځپلي هيواداودبشري نړۍ دجنګ دقربانيانوروح ته پسرلنۍ ډالۍ


2017/31/03


پس دمرګه زرغونيږم

زه نورنه يم ،رڼانه يم ،محبت دزړونونه يم
حقيقت نه معلوميږم
لا مجاز يمه *١تياروکې

زه دجنګ لمبوکې سوځم
مانه ځاله ورکه شوې
دغربت په طوفانوکې
اودجنګ په سرولمبوکې
دملکونونه پناه شوم
اوخوراک داژدها شوم!

ما نه مه پوښته چې څوک يي
ولې ځان پټوې مونږ نه
حقيقت نه مجازي يې !
بس
تل داسی فکر وکړه
ريديګل يم ستادغرونو
پس دمرګه زرغونيږم
ديوڅو ورځو ژوندون ته
بيرته پاڼه پاڼه غورځم
يوتور داغ وړمه په زړه کې
چې کلونه پس ته راشی
زماقبرته نژدی شه

رانه وپوښته چې څوک يې؟
اوس تصوير راته ښکاره کړه
چې مجاز که حقيقت يې

بياهم وايم ريديګل يم !
کال کې يوځلې شين کيږم
بس په زړونو باندی ګرځم
دشهيدوانسانانو
اودخپل وطن ځوانانو
ارمانونه يادومه
چې دجنګ په تورتموکې
بيګناه شيهدان شوي

ورته جوړ يولوې منارکړه
دګم نامو شهيدانو!
چې ريدي ورباندی شين شي
او يادونه يي تازه شي

اوس مې وپيژنه څوک يم
ريديګل يم ستا دغرونو
يوتور داغ لرم سينه کې
دا تور داغ زما ارمان دی
زه دسولې انتظاريم
دشهيددوينورنګ يم
پس دمرګه زرغونيږم
پسرلوته انتظارشه

زرلشت حفيظ بشريار

بېرته شاته