سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9666
ټول لیدونکې
1090635

د سولې خوب


2017/01/04

 

خوب مې لیده وطن کې سوله راغله

نور د پردو ټوپک مو وغورځاوه

ورور ته مو غیږه ورکړه

مینه کامیابه شوه د کرکې پر ځای

چې په اړخ واوښتمه

ګورم دا خوب وه زما

زما خوب څه چې دهر افغان وه دا سوچ

ځان سره غلی شوم، خپه شومه زه

بیامې قلم راواخیست په فكر شومه

چې دغه سوچ، زمونږ دا خوب به حقیقت شي کله ؟

نو سم د لاسه مې په جګ اواز ناره پورته کړه

چې دا تقدیر به بدلوو

، د هوډ لاسونه به یو بل ته ورکوو

دا لر او بربه یو کوو

چې مو خوبونه او خیالات په حقیقت بدل شي

دا مو تکل شي سوله راشي او ملت حاکم شي

-------------------------------------------

د. ص. سعیدي

٢٠١٧ كال د مارچ میاشت

د. ص. سعیدي

بېرته شاته