سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9666
ټول لیدونکې
1090658

د شعرونو ځلا


2017/12/04


د نزار قباني
پښتنی سکښت
--
څنګه دې پټه کړم؟
خلک زما د جامو له عطرو پوهېږې
چې ته مې مینه یې
زما د ځان له عطرو پوهېږي چې ته راسره وې
زما له ویده مړونده پوهېږي، چې ستا د سر لاندې سروېږدی و
نوره دې پټولی نه شم
زما د شعرونو له ځلا نه
پوهېږي چې دا تاته لیکم
زما د ګامونو له تلوسو
او د لیدو له تندې.
زما د شوندو د ګل وزمې غوټۍ له خپتیانه
نو ته څنګه کولای شي؟
څنګه کولای دا پټه کړې؟
نو ته به څنګه وکولای شي
زموږ د مینې کیسه
د مرغیو له خیالو او حافظې نه پاکه کړې؟
--
ژباړه

لطيف بهانډ

بېرته شاته