سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9855
ټول لیدونکې
1391986

بغاوت


2017/13/04

 
نړۍ روانه پرمختګ کوي فضا په لورې
نوې ژوندون غواړي دعصر تقاضاپه لورې
زما ټولنه اوس دظلم په وحشي طوفان کې
هره ورځ نوی قدم اخلي دګناه په لورې!!!
****
په رڼاورځ کې زما په خويندوداوحشت وګوره
چې حلاليږي هره ورځ داجهالت وګوره
مذهب هم شته قانون هم شته عدالت نه چليږي
ستاحکومت اوستادربارکې دا خيانت وګوره
****
ظالمه کله ستا په حکم به قانون چليږي
افغانې ښځې هره ورځ لکه حيوان قتليږي
د کوم پاچا په زمانه کې دا ظلمونه شوي
کله به ستاپه حکومت کې داوحشت ختميږي
****
خير ده په ما چې الزامونه سر په سر راځي
دمچۍ کور کې لاس وهل چيچل اکثرراځي
زه به د وخت دقافلو سره په مخه درومم
ته نارينه يي ستا غرور ته ستا نظر راځي
****
خو زه دوخت او زمانې په طوفانوکې راځم
زه دايمان او تقدوس په کتابو کې راځم
دهوا لور يم دمذهب اول خانو کې راځم
دخديجۍ داسلاميت په افسانوکې راځم
****
تاته مې زورنه ښايم حق اوعدالت غواړمه
افغانو ښځوته زه حق دبشريت غواړمه
چې سنګساريږي حلاليږي عالمونومخکې
دی بی پتيوپرضدنوی قانونيت غواړمه
****
پاځه لږ ويښ شه تمدن په لورې ساه واخله
قانون تطبيق کړه داسلام سپينه رڼا واخله
ديويشتم پيړۍ وحشي طوفان ته مه سپاره ځان
افغانو ښځوته دژوند ښکلې دونيا واخله
****
نن ياغي کيږم په تا حکم دسنګسار به کوم
ياداسلام قانون تطبيق کړه انتظار به کوم
قصاص روا دی په مسلم چې مسلمان قتلوي
زه عدالت چلول غواړم دا اقرار به کوم
***
داسې مې مه ګڼه چې پټ مخ له دونيابه ګرځم
دزمانې ماتم وهلې بينوا به ګرځم
زه دغرور اود فسات ګرم بازارختموم
نورياغي کيږم دوختونو انتظارختموم
 

زرلښته حفيظ

بېرته شاته