سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9884
ټول لیدونکې
1451103

شيخ وشيطان


2017/14/04


ميکدي ته دي راغلي بيانن شيخ وشيطان دواړه
د خيالنو ز لز لي و د غمو نو طو فا ن دواړه
د يوي لمحي په تمه د ر ا ز و نو سمندر ته
د اميد مستي څپي و د يادونو جولان دواړه
د بيلتون سړه سيلي و د ارمان تودي لمبي دي
 
لکه را چه پر ګلشن سي پسرلي و خزان دواړه
په هنر مي د جنون نن اصالت د عقل پړ کړ
دا د علم فلسفه و د عشق وصل وهجران دواړه
په مرام د ياراني يي د ښکلا په و يرانه کي
کړل مجنون پاره ليلا ته نن لمن و ګريوان دواړه
تا ويله چه ځه ورک سه ما وطن ځکه در پريښود
زماپردووسترګو قبول دي داستاحکم وفرمان دواړه
ستا کعبه د تورو سترګو د باڼو په منارو کي
د هيبته لړزوي نن زما توبه و ايمان دواړه
د مستي په طمعه راغلم و ساقي ته د سرو شو نډ و
درست جهان راته فردوس سوپکښي حوروغلمان دواړه
چه دحسن صباون کي سوخماردنرګيس مړاوي
په يوه غمزه يي و سول نن زمين و اسمان دواړه
بيا موسم د خوشحالي سو د ګلونو باران اوري
و ديدن ته دي راغلي نن نصير و جانان دواړه

عبدالرحيم رسوا

بېرته شاته