سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9666
ټول لیدونکې
1090622

غزل


2017/19/04


لمر چې سحر کې راختلو شور دې وانه ورېدو 
د تيارو زړه يې وڅيرلو شور دې وانه ورېدو

د خاموشۍ عالم کې هسې انګازې خو نه دي
محور د ځمکې تاويدلو شور دې وانه ورېدو

درد د زرې زرې وجود کې وي فرياد هم کوي
د اوچو پاڼو رژېدلو شور دې وانه ورېدو

لښکر د جنګ چې کله راغلو استقبال دې وکړ
لښکر د امن چې راتللو شور دې وانه ورېدو

د خاموشۍ دښتو کې ګرځې ليونى چې نه شې
شور نه د لرې تښتېدلو شور دې وانه ورېدو

په غوږو کوڼ نه يې خو حال د مظلوم نه وايې ته
په زنځيرونو يې وهلو شور دې وانه ورېدو

چې د باطن خلاف دې ژبه او قلم ساتلو
د خپل احساس د قتلېدلو شور دې وانه ورېدو

اتله ته هم د چمن د خوشبويې قاتل يې
ګل چې په لاس زخمي کيدلو شور دې وانه ورېدو

اتل افغان

بېرته شاته