سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9782
ټول لیدونکې
1281991

هيله نجيب افغان حکومت ته د سولې لپاره وړانديزونه لري


2017/26/04

 
د پخواني افغان ولسمشر ډاکټر نجيب الله احمدزي لور هيله نجيب د خپل پوهنتون او د پلار سياسي روغې جوړې پاليسۍ د څېړنې په بنسټ خپل تازه چاپ کړى کتاب کې اوسني افغان حکومت ته د سولې په برخه کې ځينې مشورې لري. په انگليسي ژبه خپور شوی دا کتاب روغه جوړه او ټولنيز رغاوی نوميږي.
د ۱۷۰ مخو دا کتاب د هيلې د پوهنتون ماسټرۍ څېړنې يا تیسټ او د هغې شخصي ژوند يوه شريکه ټولگه ده. نوموړې مشال ريډيو سره په يوه ځانگړې مرکه کې وويل چې ملي پخلاينه وخت اخلي. د هغې په وينا څېړنې يې ښئ چې سياسي پخلاینه به هله کاميابه شي چې د سيمې او نړۍ قوتونه
((د سولې رامنځته کولو لپاره بايد ملي او نړيوال اړخونه سره جلا کړل شي. زما پلار په کامیابۍ سره دا کار کړی وو. د پاکستان سره د سولې خبرې هغه مهال ملگرو ملتونو کولې. په اوس وخت کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د اړيکو کوم تار نشته. لږ تر لږه عام خلک ترې نه دي خبر. بله خبره دا ده چې د سيمه ييزو هيوادونو سره هم روغې خبرې وشي. او د دې لپاره، کيدای شي، دا يو چيلنج وي چې څنگه د پاکستان، چين، ايران، سعودي، روس او هند گټې په پام کې ونيول شي. دا به څنگه کيږي؟ فکر کوم افغان حکومت د دومره ډېرو اړخونو د اداره کولو توان نه لري.))
((زما په څېړنه کې يوه په زړه پورې خبره ماته مخکې راغله. هغه دا چې کله روسان په دې وپوهيدل چې زما پلار د ملگرو ملتونو سره د ملي پخلاينې بهير کې په اخلاص همکاري کوي او تيار دی چې ولسمشري پريږدي نو مسکو کوشش پيل کړ چې خپل لاس پوڅي کسان واک ته ورسوي. له دې وجې کورنۍ جگړې پيل شوې. ډير خلک داسې فکر کوي چې زما پلار، ډاکټر نجيب د کمونستانو لاس پوڅی وو او هغه سره د روسانو ملاتړ وو. ډيرو داسې فکر کاوه چې د روسانو په وتلو سره به سمدستي د نجيب حکومت هم ختم شي خو تاسي وليدل چې داسې ونه شول. بل حقيقت دا دی چې روسي پوځيان له افغانستانه ووتل خو دغلته يې لاس وهنې بندې نه کړي او دا مداخله يې تر ډېره پورې – آن د کورنۍ جگړې د وخت پورې، روانه پاتې شوه.))نوموړې وويل: ((فیصله داسې شوې وه چې لومړی بايد عبوري حکومت رامنځته شي، بيا به زما پلار کابل پريږدي. زما ياد دي چې له مور مې وپوښتل چې پلار مې ولې زر نه شي راتللی. نو دې وويل چې هغه خپل افغانان په خالي ميدان پريښودل نه غواړي. خو عبوري حکومت رانغی. زما پلار موږ ته يو خط کې ليکلي وو چې ملگرو ملتونو افغانستان ته سوله ساتي ځواکونه نه شي راليږلی. دوی يې لامل د پيسو نشتوالی ښودلی. زما پلار ورته وويل که زه له حکومته ووځم، د عبوري حکومت خلک راشي او ویجاړی رامنځته شي نو څه به کيږي؟ ملگرو ملتونو ورته ويلي وو چې داسې به نه کيږي.))
هيله نجيب په خپل کتاب کې وايي چې افغانان ملي پخلاينې ته هله رسيدلي شي چې ټولنیز رغاوي ته پام وشي. د هغې په وينا د سولې لپاره بايد په ملي کچه ولسي وگړي دخېل کړل شي او حکومت کوښښ وکړي چې په سيمه ييزه او نړيواله کچه هوکړه رامنځته کړي. سرچينه مشال راډيو

فضل قادر انډيوال

بېرته شاته