سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9855
ټول لیدونکې
1391964

‌بابا ته ګيله!


2017/28/04


ما په کمره دننه
بهر د خلقو شور او زوږ اورېدۀ
نعرۀ تکبير اواز راتللو پکښې
الله اکبر به مې ډېر ښۀ اؤرېدۀ
ولې دَ دې سره مې
دا هم تر غوږو شو چې
’’ګستاخ کي ايک هی سزا
کرو سر تن سے جدا‘‘
چا وې بهر ته ئې کړئ
چا وئيل اور ورته کړئ
زۀ د کمرې يو ګُټ کښې
پرېشان حاله ناست وم
اؤ مخامخ په دېوال
د مارکس او کاسټرو تصوير
ورسره خوا کښې بګټي
او باچا خان ته ځېر وم
زړۀ کښې وئيل مې بابا!
بهر کۀ ډېر دي خلق
زما خلاف راپارولی دی چا
زما دَ قتل اراده ئې کړې
دا د رڼا قاتلان
دا د تيارو ملګري
چې د دروغو په نيلي سوارۀ دی
د خپل مفاد دپاره
د خپل عناد په سبب
اؤ د پاک دين په نامه
زما د وينو تږي
په ما حمله به کوي
ولې ډاډه يم بابا!
چې ستا روښان فکرونه
لا خو ژوندي دي دلته
دا ستا خدائي خدمتګار
د سرو شملو او سرو ټوپو خاوندان
لا خو ژوندي دي دلته
څوک چې په هر دور کښې
د وخت ظالم جابر ته
لکه د غر ولاړ وي
د تشدد خلاف چې
وی تل پۀ ضد دَ شمر
وی د حسېن ملګري
د حق دپاره کلک وي
نۀ لۀ چا ويره کوي
نۀ لۀ چا ترهه کوی
کله چې ټوله دنيا
لۀ ويرې غږ نۀ کوي
هلته کښې ستا ملګري
همېش د حق دپاره
د خپله ځانه تېر وي
زۀ ډېر ډاډه وم بابا!
ما وئيل دلته کښې خو
دې پوهنتون کښې بلا
ستا وارثان موجود دی
د سرو شملو ملګري
د سرو ټوپو خاوندان
دوي به ملاتړ شي زما
دوي به مرستيال شي زما
دا ترهه ګر پنجه ور
دوي به تالا والا کړي
د دوي دروغ به بابا
په دې موقعه ښکاره کړي
زۀ ډېر ډاډه وم بابا
په دې کښې درز شو بابا!
چې دروازه ماته شوه
دَ شرمخانو رمه
کمرې ته دننه راغله
د چا په لاس کښې ډنډې
د چا په لاس کښې پېچ کس
د چا په لاس کښې کاڼي
د چا په لاس کښې خښته
زما د وينو تږي
ولې په دې ګڼه کښې
ما ستا د فکر مرستيال
د سرو ټوپو خاوندان
هلته ولاړ وليدل
زما یقین محکم شو
ما وې زما ملګري
د باچا خان د کاروان
رڼا رڼا ملګري
دوي به زما لۀ وجود
لکه ديوال راتاؤ شی
دا شرمخان اؤ لېوان
به ټول پۀ شا کړی رانه
دا ننګيالي ملګري
د دروند بابا د فلسفې منونکی
چې په انسان انسانيت مئين دی
د تشدد د پنجورې بلا
خلاف به مل شی زما
زۀ ډېر ډاډه وم بابا!
خو ولې يؤ ناڅاپه
يؤ تن اواز وکړلو
"وهئ ګستاخ دے اؤ مرتد دے مشال
د سپين سپېځلي مذهب
په جامه داغ دے مشال
دے د اغيارو اېجنټ
دۀ خپل ضمير خرڅ کړے
لږو پېسو دپاره
ئې دےخپل دين خرڅ کړے
وهئ وهئ ئې خلقه!"
ما چې ور وکتل نو
د سرې ټوپۍ خاوند وۀ
اول ګوزار ئې وکړو
خو د ګوزاره سره
ترې سره ټوپۍ پرېوته
يو تن پرې پښه کېښوده
ورپسې زۀ پرېوتم
پۀ دې ټوپۍ ليکلې
يوه جمله مې تر نظره شوله
"باچا خاني پکار ده"
زۀ دغه وخت کښې مړ شوم !
څو کۀ مې زړۀ درزېدۀ
څو کۀ لا ساه وه راکښې
بيا په سُوکونو، لتو
په ګوزارونو، کاڼو
زۀ پوهيدلے نۀ وم
دغه وخت مړ وم بابا!
دغه وخت مړ وم بابا!
 

توقير احمد يوسفزے

بېرته شاته