سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9666
ټول لیدونکې
1088493

ادبي افراطيت


2017/06/05


د مذهبي افراطيت بازاري کلچر مو پر ادبياتو هم اغېز وکړ او ځوانان مو اوس ادبي فتواوې صادروي. يوه ملګري پر فېسبوک ليکلي "دا ځينه شاعران خپل جزبات بيانوي او وايي چي زه د ژبې خدمت کوم. کوم شاعر چي مترقي، قامي، او انقلابي نه وي. هغه شاعر نه دي.". ما ورته وليکل چې ادب د فتواوو ميدان نه دى او نه د يوه مستبد واکمن ملکيت دى، چې څوک دي څوک ځنې وباسي، لومړى پکار ده ادب خصوصاً شاعري مطالعه کړو او او په دې ښه سم پوه شو چې شاعري څه شى ده، زموږ ٩٥ فيصده شاعري اوس هم د شاعري پر ټاکليو معيارونو پوره نه ده او د معمول ساده خبرې د رديف، قافيو او بحرونو په چوکاټ کې بندوو او د شاعرۍ نوم پر ږدو، خو د شاعرۍ نړيوال تعريف دا دى، چې دا د الفاظو يو داسې هنر دى، چې د تخيل په مرسته کېږي او د ژوند د هر اړخ په اړه د خيال او فکر امتزاجي تصويرونه د تشبيهاتو، استعارو، کنايو او علامتونو په وسيله پکې وړاندې کېږي او په شاعرۍ کې تر ډېره د عقل پر ځاى د جذباتو پله درنه وي او انساني جذبات که شخصي وي هم په هيڅ صورت له خپلې ټولنې او خاورې نه شي بېلېداى. د ژبې خدمت څه دى؟ دا يو بېل بحث دى، خو که شاعري د ژبې د خدمت سبب کېږي، نو دا پولې بيا چا ټاکلې دي، چې کومه شاعري د ژبې په خدمت کې راځي او کومه نه راځي؟، زه فکر کوم هره هغه منثوره او منظومه ليکنه- چې مانا لري، چې يو فکر لېږدوي او پر خلکو اغېز کوي- د ژبې په خدمت کې حسابېداى شي، ځکه چې ژبه خلک د همدغو تخليقاتو په وسيله لولي او ژوندۍ پاته وي.
پاته شو دا چې شاعر بايد "مترقي، قامي او انقلابي" وي او "که نه وي نو بيا شاعر نه دى" يوه ډېره غيرمعقوله او له ملايي جذباتو ډکه خبره ده، لومړى خو بايد د مترقيت، قامدوستۍ او انقلابيت تعريف وشي او پولې يې وټاکل شي، ځکه زموږ غوندې د مصلحت په رنګ لړلې ټولنه کې- چې د خلکو ظاهر او باطن مو يو نه وي- دا کلمې تر ډېره د سياسي يا ادبي شعار لپاره کارول کېږي، ډېر ليکوال مو يوې خواته خلک د خپلې شاعرۍ او ليکوالۍ (هغه هم اکثر د هنر له چوکاټه وتلې) په وسيله ځانونه د مترقي، قامي او انقلابي فکر د ودې پلويان او پيروان ښيي، خو په عمل کې د دغو درېواړو رجحانونو ضد وي، بلکې د ريښتينو مترقي ليکوالو په مخ کې خنډ وي، بل دا چې په ادب کې هر ډول نظريات او رجحانونه د خپل معروض انځورګري کوي، موږ چې د مترقي، قومي او انقلابي ادبياتو تخليق ته اړتيا لرو او ټولنه مو د ماضي او مستقبل تر منځ د بې شمېره عقيدوي، کلتوري او ټولنيزو محدوديتونو تر منځ ښکېله ده، ضرور بايد داسې افکارو ته وده ورکړو چې د نوې زمانې له مېوې برخمن شو، خو که څوک دې رجحان ته تمايل نه لري او يا يې لري خو په يوه بله بڼه او بله لاره دا کار کوي، نو څوک دا حق نه لري چې د ادبياتو يا د شاعرۍ له هېواده يې وشړي، که څوک دا کار کوي هغه دي په سړه سينه د ادبياتو د نړۍ پر بياپېژندنه فکر وکړي. مخ کتاب

بارکوال مياخيل

بېرته شاته