سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9855
ټول لیدونکې
1393850

خوبونه


2017/06/05

ـ
نه په دعا، نه په هنر کېږي
عشق د سر لوبه ده، په سر کېږي
ـ
زړه مې خورېږي، زلفې مه خوروه
د خورو زلفو مې خطر کېږي
ـ
ستا د کوڅې خاورې په سر بادوم
په ما څه چل هر مازیګر کېږي
ـ
زه د هر ښکلي په وعده تېروځم
زما نه دا غلطي اکثر کېږي
ـ
زړه که مې سل ځله د کاڼی کړمه
خو په دهٔ ستا د مخ اثر کېږي
ـ
اوس هم زما او ستا د مینې ذکر
کله نه کله په ګودر کېږي
ـ
د ښایستونه د سپرلي په تمه
د محبت د فصل کر کېږي
ـ
شپه به د مینې په کیسه تېروو
نورې خبرې به سهار کېږي
ـ
زما صابره ستا د مینې په نوم
ما سره هره ورځې شر کېږي
 

صابرشاه صابر

بېرته شاته