سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9651
ټول لیدونکې
1062043

دا تماشه ده او خندا ده هسې


2017/09/05

ښځه دې نوره د سړي په نامه نه یادیږي
نوره دې دا د دایرې نه باهر ژوند نه ګوي دغه د رای ورکولو حق یې څومره ښه دی
په سیاست کې یې هم ګوره نزاکت راوستې
 
دغه د جنګ په لوظنامه یی دستخط وګوره
لکه ګلاب یې چې د بنې په کمڅۍ ایخی وي
 
نوره دې ښځه د خپل ذات په لټون نه شرمیږي
دا د پخلي او ګلدوزۍ کتاب هم بد ندی خو بغیر د طب او کیمیا به لټون څنګه وشي
ښځه چې نوره د سړي په نامه نه یادیږي بیا خو د دې ځان نه چاپیره خپل جهان پکار دی
لکه سړي چې کایناتو سره ځان تړلی داسې د دې هم یو زمان او یو مکان پکار دی
نن یې د ښځو په حقوقو یو لکچر لرلو
 
کوم این جي او به ورته لس زره روپۍ ورکوي
دوۍ د لکچر نه پس د چایو انتظام کړی و د لوخو شور و خنداګانې وې غیبتې کیدې
د دې لکچر په اړه چا هډو څه ونه ویل زه ورنزدی شومه یو کس نه مې تپوس وکړلو
ما وی د دې لکچر خبرې خو بلا ښکلې وې هغه ناڅاپه په خندا شو وی سعوده ګله
دا خو سړي دي نو سړي خو د سړو پشان وي ګل به د ګل غوندې ازغي به د ازغو پشان وي
دا فلسفه ملسفه هسې فریبکاره ده بس
 
زما او ستا د سیر اوړو ګټلو لاره ده بس
دا نمایش دی او غوغا ده هسې هاهاها دا تماشه ده او خندا ده هسې ها ها ها
_______________________________
سید شاه سعود

انتخابونکې گلالۍ توتاخيله

بېرته شاته