سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9651
ټول لیدونکې
1061967

په جرمني کې د میرویس نیکه جومات خبرتیا


2017/27/05

دبایرن آیالت په پلازمېنه مونشن ښارکې د افغانانو د اسلامي او فرهنګي مرکز)میرویس نیکه جومات( مشرتابه هیئت
د نړۍ په مخ ټولومسلمانوخویندواو وروڼوته د روژې مباره کې د راتګ له امله مباره کي وایي او دوی ټولو ته ددې مهمې فریضې په ادأ کولو کې له پاک رب څخه توفیق غواړي.
د میرویس نیکه د جامع جومات نوی مشرتابه هیئت چې یوه میاشت مخکې د خوښۍ په فضأ کې وټاکل شو په خورا درنښت سره ټولو مونشن مېشتو او مونشن ښار ته څېرمه افغانانوته خبرورکوي، چې د روژې مباره کې له لمړۍ
ورځې څخه د میرویس نیکه په جومات کې د قران عظیم الشان ختم پیل او د تراویح لمونځ ادأ کیږي. ستاسوعزتمنو راتګ به د میرویس نیکه جوماتوالو دخوښي سبب اوقدمونه به مو انشالله د نېکۍ په تله کې ولوېږي.
د یادولو ده، چې د تراویح لمونځ له پاوکم یوولسوبجو څخه د شپې تر دوولسو بجو پورې دوام مومي. بلنه:
عزتمنو خویندو او وروڼوته د زړه په مینه بلنه ورکول کیږي، چې د میرویس نیکه په لوی دستارخوان له موږ سره روژه ماته کړي.
پته:
MACHTLFINGER STRASSE 10
81379 - MÜNCHEN UBAHN 3
دمختل ففنګ سیمه د مونشن ښارپه سهیل کې موقعیت لري
دمیرویس نیکه جومات مشرتابه هیئت

دمیرویس نیکه جومات مشرتابه هیئت

بېرته شاته