سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9651
ټول لیدونکې
1062033

پښتون


2017/27/05

  

د چا په لمس د چا په خوله قتليږي
پښتون په لاس د پشتانه قتليږي
 
په کومه لار دکوم ارمان لپاره ؟
حيران په دې يم چې په څه قتليږي

 

د بل په خوله باندې خپل کور ورانوي
په سيله لاره کې درانه قتليږي
 
بې اتفاق کوربه په يوه اشاره
د نا بللي ميلمانه قتليږي
 
آه دا څه و شول په ښکلي وطن
پکې ارزو د ژوندانه قتليږي

ځلا زرمتۍ

بېرته شاته