سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9651
ټول لیدونکې
1062058

پر شلو رکعتو تراویحو باندي ۲۱ دلائل


2017/28/05

 ۱: نبی کریم صلی الله علیه وسلم په روژه کي شل رکعته او وتر اداء کړل. (مصنف ابن ابی شیبہ ۲/۳۹۴)
۲: رسول الله صلی الله علیه وسلم شل رکعته بیله جماعته او وتر اداء کوله . (بیہقی ۲/۴۹۶)
۳: رسول الله صلی الله علیه وسلم شل رکعته او درې وتر اداء کوله. (مجمع الزوائد ۳/۱۷۲)
۴: رسول الله صلی الله علیه وسلم شل رکعته او درې وتر اداء کوله. (کتاب الترغیب للرازی
۵: رسول الله صلی الله علیه وسلم شل رکعته او او درې وتره اداء کوله. (کشف الغمہ ۲/۱۱۶)
۶: رسول الله صلی الله علیه وسلم شل رکعته او درې وتر اداء کوله. (معجم طبرانی کبیر۱۱/۳۹۳)
۷: حضرت عمر رضی الله عنه یو چاته حکم وکړ چي په روژه کي شل رکعته تراویح وکړی. (مصنف ابن ابی شیبہ ۲/۳۹۳، آثار السنن ص 352)
۸: د حضرت عمر رضی الله عنه په وختونو کي د وترو سره ۲۳ رکعته اداء کیدل. (بیہقی ۲/۴۹۶)
۹: د حضرت عمر رضی الله عنه په وخت کي په روژه کي ۲۳ رکعته اداء کیدل. (موطا امام مالک ص 98)
۱۰: دحضرت عمر رضی الله عنه په دور خلافت کي ۲۳ رکعته د وترو سره اداء کیدل. (آثار السنن ص 253)
۱۱: د حضرت عمر رضی الله عنه د خلافت پر مهال ۲۳ رکعته د وترو سره اداء کیدل. (التمہید ۸/۱۱۵)
۱۲: د حضرت عمر رضی الله عنه د خلافت په وخت کي شل رکعته تراویح اداء کیدلې. (بیہقی ۲/۴۹۶)
۱۳: د حضرت عمر رضی الله عنه د خلافت پر مهال ۲۰ رکعته تراویح اداء کیدلې. (آثار السنن ص ۲۵۰)
۱۴: حضرت عمر رضی الله عنه یوه شخص ته دشلو رکعتونو د کولو حکم ورکړ. (بیہقی ۲/۴۹۶)
۱۵: حضرت علی کرم الله وجهه یوه شخص ته دشلو رکعتونو د تراویحو حکم ورکړ. (مصنف ابن ابی شیبہ ۲/۳۹۳)
۱۶: حضرت علی کرم الله وجهه یوه شخص ته دشلو رکعتونو د تراویحو حکم ورکړ. (عمدۃ القاری۱۱/۱۲۷)
۱۷: حضرت علی کرم الله وجهه شل رکعته تراویح او درې وتر اداء کول. (بیہقی ۲/۴۹۶)
۱۸: د حضرت عمر، حضرت عثمان او حضرت علی رضی الله عنهم اجمعین په وخت کي شل رکعته تراویح اداء کیدلې. (عمدۃ القاری ۷/۱۷۸)
۱۹: د حضرت عمر رضی الله عنه په وخت ابی ابن کعب شل رکعته تراویح ورکولې. (کنزالعمال ۸/۴۰۹)
۲۰: د حضرت عمر رضی الله عنه په وخت کي شل رکعته تراویح اداء کیدلې. (مرقات۳/۱۹۲)
۲۱: د اکثرو علماء عمل پر دې باندي دی لکه د دحضرت عمر، حضرت علی او نورو صحابه کرامو رضی الله عنهم چي شل رکعته تراویح یې کولې. (ترمذی ۱/۹۹)
داچي اکثره په عربي نه پوهیږي نو ځکه مي د احادیثو عربي عبارتونه نه راوړل. اوس کي غیر مقلدین مني او که یې نه مني ددوی کار دی.

عبدالغفار جُبیر

بېرته شاته