سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9651
ټول لیدونکې
1062004

غزل


2017/31/05


د مات زړګې ماتې قېصې ته زما ساه ډوبېږي
یاره بې تا هري لمحې ته زما ساه ډوبېږي
ما که ګلونه پېژنده نو د جانان له مخه
چې جانان لاړو نو سپرلې ته زما ساه ډوبېږي
هغه بیل وخت وو چې په ډاډ د چا ډاډا ګرځېدم
اوس د زړه هري اندېښنې ته زما ساه ډوبېږې
که لرم ډیر هم د نشو او تماشو ملګري
خو څه ئې کړم چې تماشي ته زما ساه ډوبېږي
دا نن چې څه وايم نو دا د زړه د درده وايم
کنې نور ساندې مرثېي ته زما ساه ډبېږې
ته د دلسوز په زړه د صبر پټې ګېدې خو واوره
شیخه دا ستا هم ارادې ته زما ساه ډوبېږي

دوست محمد دلسوز

بېرته شاته