سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9651
ټول لیدونکې
1062020

دخواشينې پيغام


2017/04/06

گرانوخويندو وروڼو:-زمادگران هيواد درديدلو عزيزانوتر هرڅه دمخه دکابل دورستيوپيښوشهيدانوته جنت فردوس اوزخميانوته دالله(ج)څخه عاجله شفاع اوکورنيوته صبرجميل غواړم اوځان په دی دروندغم کې ورسره شريک بولم په دی هيله چې زمونږ هيوادوال بيله هر ډول تعصب نه دوروری او يوالي لاسونه ورکړي دپرديو په لمسون يودبل څخه بيل نه شي مونږ ټول افغانان يو او افغانستان دټولو مشترک کور دی مونږ دجنگ دکلونونه يو څوبيسودان لرو چې غواړي اوبه خړی کړي ماهيان ونسي که غل دکورنه نه وي پردی سړی غلا نه شي کولی که دښمن دپاکستان نه تر کابله پوری رسيږي دی کې شک نشته چې دکور کوم نمک حرام کس ورته لاره ښودلی
 خو دنوي نسل په راتگ سره به ټولې غميزی پای ته ورسيږي قانون به خپل ځای په ټولنه کې پيدا کړي راځئ چې خدای ته لاسونه لپه کړو اوهيوادته سوله وغواړو دروژی مبارکې ورځې دي الله دربار کې سوال قبليږي الله دی زمونږ هيوادته سوله راوړي خدای مودبدوسترگو وساته. 
 

زرلښته حفيظ

بېرته شاته